د زکریا نبي کتاب

دوهم فصل

د اندازه کولو د فیتې رویا

۱ په بله رویا کې ما یو سړی ولیده چې د اندازه کولو فیته یې په لاس کې وه. ۲ د هغه نه مې پوښتنه وکړه: «چېرته روان یې؟» هغه ځواب راکړ: «ځم چې د اورشلیم اندازه واخلم، ترڅو اوږدوالی او سور یې معلوم کړم.»

۳ بیا مې ولیدل چې کومې فرښتې چې زما سره خبرې کولې، هغه مخکې لاړه او یوه بله فرښته راغله چې د هغې سره وویني. ۴ لومړنۍ فرښتې هغې بلې ته وویل: «په منډه لاړه شه او هغه ځوان ته چې فیته ورسره ده، ووایه چې په اورشلیم کې به زیات خلک او حیوانات وي او دېوال به نه لري. ۵ څښتن دا وعده کړې ده چې هغه به په خپله د ښار ګردچاپېره د اور یو دېوال وي چې د هغه ساتنه وکړي او په خپل جلال سره به په هغه کې اوسیږي.»

جلاوطنو ته بلنه ورکول کیږي چې خپلو کورونو ته راشي

۶‏-۷ څښتن خپل قوم ته داسې وایي: «ما تاسو څلور واړه خواو ته خواره واره کړي یئ. خو اوس ای جلاوطنو خلکو، د بابل نه وتښتئ او اورشلیم ته ستانه شئ.» ۸ مطلق قادر څښتن ما ته حکم وکړ هغه قومونو ته چي اورشلیم یې لوټ کړی دی، ووایم چې اورشلیم د خدای دپاره دومره ارزښت لري لکه د هغه د سترګو تور. څه چې تاسو د اورشلیم سره کړي، په حقیقت کې مو هغه د څښتن سره کړي دي. ۹ څښتن به په خپله ستاسو په وړاندې وجنګیږي او تاسو به د هغو خلکو له خوا لوټ کړای شئ چې یو وخت ستاسو نوکران وو. کله چې دا کار وشي، نو بیا به ټول په دې پوه شي چې زه مطلق قادر څښتن رالېږلی یم.

۱۰ څښتن داسې وایي: «ای د اورشلیم خلکو، د خوشحالۍ سندرې ووایئ! زه راځم چې ستاسو په منځ کې واوسېږم!»

۱۱ په هغه وخت کې به ډېر قومونه څښتن ته راشي او د هغه قوم به شي. هغه به ستاسو سره اوسیږي او تاسو به پوه شئ چې زه مطلق قادر څښتن تاسو ته رالېږلی یم. ۱۲ یهودا به یوځل بیا په سپېڅلي وطن کې د څښتن ځانګړی ملکیت شي او اورشلیم به یوځل بیا د خپل ښار په توګه غوره کړي.

۱۳ ای خلکو، د څښتن په حضور کې چوپ اوسئ، ځکه چې هغه د خپل سپېڅلي استوګنځي نه راروان دی.