د حضرت زکرياه نبى کِتاب - ماخذ انبياء

دوېم باب

سړے د ناپ فيتې سره

۱بيا ما بره وکتل، او هلته زما په وړاندې د ناپ تول فيته په لاس يو سړے ولاړ وو. ۲نو ما ترې نه تپوس وکړو چې، ”تۀ چرته روان يې؟“ هغۀ راته په جواب کښې وفرمائيل، ”د يروشلم ناپ کولو له، چې دا معلوم کړم چې هغه څومره پلن او څومره اوږد دے.“ ۳نو څۀ وخت چې کومې فرښتې ما سره خبرې کولې هغه مخکښې لاړه نو په دې وخت کښې يوه بله فرښته د هغې سره مِلاوېدو دپاره راغله، ۴او هغې ته يې وفرمائيل، ”په منډه لاړ شه، هغه ځوان سړى ته ووايه چې يروشلم به د دېوالونو نه بغېر ښار وى ځکه چې دې کښې به انسانان او ځناور په ډېر لوئ تعداد وى. ۵او زۀ به په خپله د دې نه ګېرچاپېره د اور دېوال يم، مالِک خُدائ فرمائى، او زۀ به په خپله د دې ښار په مينځ کښې جلال يم.“

جلاوطن خلق خپل کور ته واپس رابلل

۶”راشئ، راشئ. د شمالى مُلک د جلاوطنۍ نه راوتښتئ،“ مالِک خُدائ فرمائى، ”ځکه ما تاسو په ټوله دُنيا کښې څلور واړو طرفونو ته خوارۀ کړئ،“ مالِک خُدائ فرمائى. ۷”اے د صيون خلقو راوتښتئ، څوک چې په بابل کښې جلاوطن شوى يئ.“ ۸نو مالِک خُدائ ربُ الافواج داسې فرمائى، ”زۀ هغه جلالى خُدائ هغه قومونو ته راولېږلم، چا چې تۀ لوټ کړے يې، ځکه چې هر څوک چې تا سره ولګى نو هغه د خپلې سترګې ګاټى سره لګى. ۹په يقين سره به زۀ خپل لاس د هغوئ خلاف راوچت کړم نو د هغوئ غلامان به هغوئ لوټ کړى. بيا به تاسو په دې پوهه شئ چې زۀ مالِک خُدائ ربُ الافواج رالېږلے يم. ۱۰چغې ووهه او خوشحالى وکړه، اے صيون لورې. ځکه چې زۀ راروان يم، او زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم،“ مالِک خُدائ فرمائى. ۱۱”په هغه ورځ به ډېر قومونه د مالِک خُدائ سره يوځائ شى او هغوئ به زما خلق شى. زۀ به ستاسو په مينځ کښې اوسېږم او تاسو به په دې پوهه شئ چې مالِک خُدائ ربُ الافواج زۀ تاسو ته رالېږلے يم. ۱۲مالِک خُدائ به په مقدسه زمکه کښې يهوداه لکه د خپلې حصې ميراث حاصل کړى او يروشلم به بيا لکه د خپل ښار غوره کړى. ۱۳اے ټولو انسانانو د مالِک خُدائ په وړاندې خاموش ودرېږئ، ځکه چې هغه په خپله د خپل مقدس ځائ نه راوچت شوے دے.“