د زکریا نبي کتاب

دولسم فصل

د اورشلیم راتلونکې ازادي

۱ دا د اسراییلو په هکله د څښتن پیغام دی یعنې هغه څښتن چې اسمانونه یې خپاره کړي دي، ځمکه یې پیدا کړې او انسان ته یې ژوند وربخښلی دی. هغه داسې وایي: ۲ «ګورئ، زه به اورشلیم د شرابو د جام په شان کړم، د هغه شاوخوا قومونه به هغه وڅښي او د شرابیانو په شان به په لاره زنګیږي. کله چې هغوی اورشلیم کلابند کړي، نو د یهودا نور ښارونه به هم کلابند کړي. ۳ په هغه ورځ به زه اورشلیم د یوې درندې تیږې په شان کړم چې هر قوم وغواړي هغه راپورته کړي، نو ژوبل به شي. د دنیا ټول قومونه به خپل قوتونه سره یوځای کړي او په اورشلیم باندې به حمله وکړي. ۴ په هغه ورځ به زه د هغوی اسونه ووېروم او په هغو باندې ټول سپاره خلک به لېونیان کړم. زه به د یهودا خلک تر خپل نظر لاندې ساتم، خو د هغوی د دښمنانو اسونه به ړانده کړم. ۵ بیا به د یهودا مشران د خپلو ځانونو سره وایي: ‹مطلق قادر څښتن خدای د اورشلیم اوسېدونکو ته قوت ورکوي.›

۶ په هغه ورځ به زه د یهودا مشران د هغه اور په شان کړم چې په ځنګل یا د پټي په پوخ فصل کې بل وی. هغوی به شاوخوا قومونه تباه کړي، خو د اورشلیم خلک به په ښار کې خوندي پاتې شي. ۷ زه څښتن به د اورشلیم نه مخکې اول د یهودا لښکرو ته بری ورکوم، ترڅو کوم عزت چې د داود کورنۍ او د اورشلیم خلک یې ګټي، هغه به د یهودا د عزت څخه زیات نه وي. ۸ په هغه ورځ به څښتن د اورشلیم د خلکو ساتنه کوي او حتی د هغوی ډېر کمزوري خلک به د داود په شان قوي وي. د داود اولاده به د څښتن د فرښتې یعنې په خپله د خدای په شان د هغوی لارښوونه کوي. ۹ په هغه ورځ به زه هغه ټول قومونه چې غواړي په اورشلیم باندې حمله وکړي، له منځه یوسم.

د اورشلیم د اوسېدونکو ویر

۱۰ زه به د داود اولاده او د اورشلیم نور خلک د مهربانۍ او دعا کولو د روح نه ډک کړم. هغوی به ما ته ګوري یعنې هغه چاته چې هغوی په نېزه باندې سوری کړی چې مړ شي او هغوی به په هغه باندې داسې ویر کوي لکه څوک چې په خپل یوازېني زوی باندې ویر کوي. هغوی به داسې سخت غمجن وي لکه د چا مشر زوی چې مړ شوی وي. ۱۱ په هغه ورځ به په اورشلیم کې یو داسې لوی ماتم وي لکه څنګه چې د مجدو په میدان کې د هددرمون دپاره کېده. ۱۲‏-۱۴ په دې وطن کې به هره کورنۍ د خپل ځان دپاره ویر کوي: یعنې د داود کورنۍ، د ناتان کورنۍ، د لاوي کورنۍ، د شمعي کورنۍ او نورې ټولې کورنۍ. هره کورنۍ به د خپل ځان دپاره ویر کوي او د هرې کورنۍ نارینه او ښځې به بېل بېل ویر کوي.