کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ فلسطینیانو د جلبوع په غره کې د اسراییلو سره جګړه وکړه. په هغه ځای کې ډېر اسراییلیان ووژل شول او پاتې یې چې په هغو کې شاوول پاچا او د هغه زامن هم شامل وو، وتښتېدل. ۲ خو فلسطینیانو هغوی ډېر سخت تعقیب کړل او د شاوول درې زامن، یوناتان، ابیناداب او ملکیشوع یې ووژل. ۳ په شاوول باندې جګړه ډېره سخته شوه او کله چې د فلسطینیانو غشي ویشتونکي هغه ته ورسېدل، نو هغه یې سخت ټپي کړ. ۴ شاوول خپل عسکر ته چې د هغه وسله یې لېږدوله وویل: «خپله توره راوباسه او ما ووژنه، ترڅو دا کافر فلسطینیان مې په عذاب نه کړي.» خو هغه ځوان د دې کار څخه ډېر ووېرېد. نو شاوول خپله توره راواخیستله او ځان یې ورباندې وغورځاوه. ۵ کله چې هغه ځوان ولیدل چې شاوول مړ شوی دی، نو هغه هم په خپلې تورې باندې ځان وغورځاوه او مړ شو. ۶ نو په دې ډول شاوول او د هغه درې زامن ټول یو ځای مړه شول او د هغه شاهي کورنۍ له منځه لاړه. ۷ کله چې هغو اسراییلیانو چې د یزرعیل په دره کې اوسېدل، دا خبره واورېدله چې لښکرې تښتېدلې دي او شاوول او د هغه زامن مړه شوي دي، هغوی خپل ښارګوټي پرېښودل او وتښتېدل. نو فلسطینیان راغلل او په دغو ښارونو کې ځای په ځای شول.
۸ له جګړې یوه ورځ وروسته فلسطینیان د مړو د لوټلو دپاره ورغلل، نو هغوی د شاوول او د هغه د زامنو مړي وموندل چې د جلبوع په غره کې پراته وو. ۹ دوی د شاوول سر پرې کړ، د هغه څخه یې زغرې وویستلې او د فلسطین ټول هېواد ته یې استازي ولېږل چې دا زېری د خپلو بتانو او خپلو خلکو په منځ کې خپور کړي. ۱۰ دوی د شاوول وسلې د خپلو بتانو په عبادت خانه کې کېښودلې او د هغه سر یې د خپل بت یعنې د داجون په عبادت خانه کې ځوړند کړ.
۱۱ کله چې په جلعاد کې د یابیش د ښار ټولو خلکو د هغه څه په اړه چې فلسطینیانو په شاوول باندې کړي وو، واورېدل، ۱۲ تر ټولو زړور سړي لاړل، د شاوول او د هغه د زامنو مړي یې راوړل او یابیش ته یې یووړل. هغوی دا مړي هلته د څېړۍ د ونې لاندې ښخ کړل او اووه ورځې یې روژه ونیوله.
۱۳-۱۴ شاوول ځکه مړ شو چې هغه بې وفا ؤ او د څښتن اطاعت به یې نه کاوه. هغه حتی د څښتن په ځای له یوې کوډګرې سره مشوره وکړه. نو ځکه څښتن شاوول وواژه او د هغه پاچاهي یې د یسي زوی داود ته ورکړه.