۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

پينځلسم باب

د لوظ صندوق د وړلو تيارے کول

۱ داؤد د ځان دپاره د داؤد په ښار کښې کورونه جوړ کړل. هغۀ د خُدائ پاک د لوظ صندوق دپاره هم يو ځائ تيار کړو او د دې دپاره يې يوه خېمه ودروله. ۲ بيا هغۀ وفرمائيل، ”صِرف ليويان به د لوظ صندوق وړى، ځکه چې هغوئ هغه څوک دى چې مالِک خُدائ د دې د وړلو دپاره خوښ کړى دى او چې د همېشه دپاره د هغۀ خِدمت کوى.“ ۳ نو داؤد ټول بنى اِسرائيليان د دې دپاره راغونډ کړل چې د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړى چې کوم يې ورله تيار کړے وو. ۴ نو بيا هغۀ د هارون اولاد او ليويانو راوغوښتلو. ۵ د قُهات د قبيلې اورى‌اېل خوښ کړے شو، چې د خپلې قبيلې د يو سل او شلو کسانو مشر وو، ۶ د مرارى قبيلې نه عساياه، چې د خپلې قبيلې د دوو سوو او شلو کسانو مشر وو، ۷ د جيرسون قبيلې نه يوايل، چې د خپلې قبيلې د يو سل او دېرشو کسانو مشر وو، ۸ د اليصفن قبيلې نه سمعياه، چې د دوو سوو کسانو مشر وو، ۹ د حبرون قبيلې نه اِلى‌ايل، چې د اتياو کسانو مشر وو، ۱۰ د عُزى‌اېل قبيلې نه عمى‌نداب، چې د خپلې قبيلې د يو سل او دولسو کسانو مشر وو. ۱۱ داؤد صدوق او ابياتار اِمامان او دا شپږ ليويان يې راوغوښتل: اورى‌اېل، عساياه، يوايل، سمعياه، اِلى‌ايل او عمى‌نداب. ۱۲ هغۀ ورته وفرمائيل، ”تاسو د ليويانو قبيلې مشران يئ. خپل ځانونه او خپل ليويان پاک کړئ، نو چې تاسو د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق هغه ځائ ته راوړئ چې ما ورله تيار کړے دے. ۱۳ په وړومبى ځل تاسو دا رانۀ وړو، نو ځکه مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک مونږ له سزا راکړې ده چې مونږ د هغۀ نه دا تپوس نۀ دے کړے چې څنګه يې يوسو.“ ۱۴ بيا اِمامانو او ليويانو د دې دپاره خپل ځانونه پاک کړل چې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک د لوظ صندوق يروشلم ته يوسى. ۱۵ ليويانو دا د بازوګانو په ذريعه په خپلو ولو باندې يوړو، لکه څنګه چې موسىٰ د مالِک خُدائ د حُکم په مطابق حُکم کړے وو. ۱۶ داؤد د ليويانو مشرانو له حُکم ورکړو چې څۀ ليويانو ته يې سندرې وئيل، او په بينجو، رباب او په چمټو باندې خوندوره موسيقى غږول حواله کړى. ۱۷‏-۲۱ د سندرغاړو د ډلو نه هغوئ دا سړى خوښ کړل چې د زېړو چمټې وغږوى: د يوايل زوئ هيمان، د هغۀ خپلوان، د برکياه زوئ آسف او د مرارى قبيلې د قوساياه زوئ ايتان. د هغوئ د مدد او غږولو دپاره يې دا ليويان خوښ کړل چې د دروند آواز والا بينجو وغږوى: زکرياه، عُزى‌ايل، سميراموت، يحى‌ايل، عُنى، اِلياب، معسياه او بناياه. د سپک آواز والا بينجو غږولو دپاره هغوئ دا ليويان خوښ کړل: متتياه، الفلهُو، مِقنياه، عززياه او د عبادتخانې څوکيداران، عوبيد ادوم او يعى‌ايل. ۲۲ په موسيقۍ کښې د مهارت په وجه کنعنياه د دې دپاره خوښ کړے شوے وو چې د ليوى موسيقارانو مشر شى. ۲۳‏-۲۴ برکياه او القنه سره د عوبيد ادوم او يحياه، د لوظ صندوق څوکيداران خوښ کړے شوى وُو. دا اِمامان د تلو په وخت د لوظ صندوق په مخکښې د بيګلو غږولو دپاره خوښ کړے شوى وُو: شبنياه، يوسفط، نتنى‌ايل، عماسى، زکرياه، بناياه او اِلى‌عزر.

د لوظ صندوق يروشلم ته وړلے کېدل

۲۵ نو داؤد بادشاه، د بنى اِسرائيلو مشران او فوجى مشران د عوبيد ادوم کور ته لاړل چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق راوچت کړى. او هغوئ يو لوئ جشن جوړ کړے وو. ۲۶ هغوئ اووۀ غوَيى او اووۀ ګډان حلال کړل، چې دا خبره يقينى شى چې مالِک خُدائ به د هغه ليويانو سره مدد کوى چا چې د لوظ صندوق وړلو. ۲۷ داؤد د مهينې لټې نه جوړه شوې چُوغه اغوستې وه او موسيقارانو، د هغوئ مشر کنعنياه او هغه ليويانو هم د مهينې لټې چُوغې اغوستې وې چا چې صندوق وړلو. داؤد د لټې پېش بند هم اغوستے وو. ۲۸ نو داسې ټول بنى اِسرائيليان د لوظ صندوق سره يروشلم ته روان وُو. او د خوشحالۍ نه يې چغې وهلې، د بيګلو، ښکرو، چمټو او بينجو د موسيقۍ آوازونه وُو. ۲۹ کله چې د لوظ صندوق ښار ته راوړلے شو، نو په دې وخت کښې د ساؤل لور او د داؤد ښځې ميکل د کړکۍ نه بهر وکتل او وې ليدل چې داؤد بادشاه د خوشحالۍ نه ټوپونه وهل، نو هغې ورته په زړۀ کښې سپک وکتل.