۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

څليريشتم باب

اِمامانو ته جدا جدا خِدمت حواله کېدل

۱ دا د خِدمت هغه قبيلې دى چې د هارون اولاد په کښې تقسيم وو. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر. ۲ ندب او ابيهُو د خپل پلار د مرګ نه مخکښې مړۀ شول او د هغوئ اولاد نۀ وو، نو د هغوئ وروڼه اِلى‌عزر او اِتمر اِمامان شول. ۳ داؤد بادشاه د هارون د اولاد نه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق په ډلو کښې تقسيم کړل. په دې کار کښې د هغۀ مدد د اِلى‌عزر اولاد صدوق او د اِتمر اولاد اخيمُلک کولو. ۴ د اِلى‌عزر د اولاد نه شپاړس قبيلې جوړې شوې وې، د اِتمر د اولاد نه اتۀ قبيلې جوړې وې، داسې په دې وجه شوى وُو چې د اِلى‌عزر په اولاد کښې د کورَنو نور مشران وُو. ۵ د اِلى‌عزر او اِتمر دواړو په اولاد کښې د مالِک خُدائ په کور کښې د خِدمت دپاره تکړه آفسران او اِمامان وُو نو ټولې ذمه وارۍ مختلفو ډلو ته د پچې په ذريعه حواله شوې وې. ۶ د اِلى‌عزر او د اِتمر اولاد دپاره وار په وار پچه اچولے شوه. نو د هغوئ نومونه د نتنى‌ايل زوئ سمعياه ليکلى وُو چې دا يو ليوے منشى وو. بادشاه، د هغۀ آفسران، صدوق اِمام، د ابياتار زوئ اخيمُلک او د ليوى قبيلې او د اِمامانو د کورَنو مشران ټول د دې ګواهان وُو. ۷‏-۱۸ دا هغه ترتيب دے چې په هغې کښې د څليريشتو کورَنو ډلو ته خپلې خپلې ذمه وارۍ حواله شوې وې: يهويريب، يدعياه، حارِم، شعوريم، مُلکياه، ميامين، هقوض، ابياه، يشوَع، سکانياه، اِلياسب، يقيم، خُفاه، يسباب، بِلجاه، اِمير، حزير، حفضيض، فتحياه، يحزقيل، يکين، جمول، دلاياه او معزياه. ۱۹ د دې سړو نومونه د هغوئ د ذمه وارو په مطابق ليکلے شوى وُو چې کله هم هغوئ د مالِک خُدائ کور ته د خپلو هغه ذمه وارو دپاره تلل کوم چې د هغوئ پلار نيکۀ هارون د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک د حُکمونو د منلو دپاره مقررې کړې وې.

د ليويانو نومونه

۲۰ دا د ليوى د اولاد کورَنو نور مشران دى: يهدياه چې د سبو‌اېل په ذريعه د عُمرام اولاد وو، ۲۱ يسياه د رحبياه اولاد، ۲۲ يحت، د سلوميت نه د اِضهار اولاد، ۲۳ د عُمر په ترتيب باندې د حبرون زامن دا وُو، يرياه، امرياه، يحزى‌ايل، يقمعام، ۲۴ سمير، د ميکاه نه د عُزى‌اېل اولاد، ۲۵ زکرياه، د ميکاه ورور يسياه نه د عُزى‌اېل اولاد، ۲۶ د مرارى اولاد، محلى، موشى او يعزياه. ۲۷ د يعزياه درې زامن وُو، سوهم، زکور او عبرى. ۲۸‏-۲۹ د محلى دوه زامن اِلى‌عزر او قيس وُو. د اِلى‌عزر زامن نۀ وُو، خو د قيس يو زوئ يرحمئيل وو. ۳۰ د موشى درې زامن وُو، محلى، عدر او يريموت. دا د ليويانو خاندان دى. ۳۱ د هر خاندان مشرانو او کشرانو وروڼو يو شان د هغوئ د ذمه وارو دپاره پچه اچوله، هم هغه شان لکه څنګه چې د هغوئ خپلوانو يعنې د هارون د اولاد اِمامانو وُو. داؤد بادشاه، صدوق، اخيمُلک او د اِمامانو او د ليويانو د کورَنو مشران او د دې ګواهان وُو.