۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ اول کِتاب

شپږم باب

د مشرانو اِمامانو نسب‌نامه

۱ د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى. ۲ د قُهات څلور زامن وُو: عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل. ۳ د عُمرام دوه زامن هارون او موسىٰ وُو او يوه يې لور مريم وه. د هارون څلور زامن وُو: ندب، ابيهُو، اِلى‌عزر او اِتمر. ۴ د اِلى‌عزر اولاد نسل په نسل دا دے: فينحاس، ابيسوع، ۵ بُقى، عُزى، ۶ زرخياه، مرايوت، ۷ امرياه، اخيطوب، ۸ صدوق، اخيمعض، ۹ عزرياه، يوحانان، ۱۰ عزرياه چا چې د مالِک خُدائ په هغه کور کښې خِدمت کولو کوم چې سليمان بادشاه په يروشلم کښې جوړ کړے وو، ۱۱ امرياه، اخيطوب، ۱۲ صدوق، سلوم، ۱۳ خِلقياه، عزرياه، ۱۴ شراياه او يهوصدق. ۱۵ نبوکدنضر بادشاه يهوصدق سره د يهوداه او يروشلم هغه خلقو وويستلو کوم چې مالِک خُدائ پردى مُلک ته جلاوطن کړى وُو.

د ليوى نور اولاد

۱۶ د ليوى درې زامن وُو: جيرسون، قُهات او مرارى. ۱۷ په هغوئ کښې د هر يو هم زامن وُو. جيرسون د لِبنى او سِمعى پلار وو، ۱۸ قُهات د عُمرام، اِضهار، حبرون او عُزى‌اېل پلار وو، ۱۹ او مرارى د محلى او موشى پلار وو. دا د نسب‌نامې په مطابق د ليويانو قبيلې دى. ۲۰ دا نسل په نسل د جيرسون اولاد دے: لِبنى، يحت، زِمه، ۲۱ يوآخ، عدو، زارح او يترى. ۲۲ دا نسل په نسل د قُهات اولاد دے: عمى‌نداب، قورح، اسير، ۲۳ القنه، ابى‌آسف، اسير، ۲۴ تحت، اورى‌اېل، عُزياه او ساؤل. ۲۵ د القنه دوه زامن عماسى او اخيموت وُو. ۲۶ دا نسل په نسل د اخيموت اولاد دے: القنه، ضوفى، نحت، ۲۷ اِلياب، يروحام او القنه. ۲۸ د سموئيل دوه زامن وُو: يوايل مشر وو او ابياه کشر وو. ۲۹ دا نسل په نسل د مرارى اولاد دے: محلى، لِبنى، سِمعى، عُزه، ۳۰ سِمعا، حجياه او عساياه.

د مالِک خُدائ د کور سندرغاړى

۳۱ دا هغه سړى وُو چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ په کور کښې د سندرو خِدمت دپاره مقرر کړى وُو، دا د هغې نه پس وُو چې د لوظ صندوق هلته يوړلے شو. ۳۲ هغوئ د مالِک خُدائ د حضور خېمې په وړاندې د موسيقۍ سره عبادت کولو، دا د سليمان د مالِک خُدائ کور د جوړولو نه مخکښې وخت وو. هغوئ دا کارونه د اصُولو په مطابق کول. ۳۳ چا چې د خپلو زامنو سره خِدمت کولو د هغوئ نسب‌نامه داسې ده: د قُهات ډله: هيمان چې د اولنو موسيقارانو مشر وو، هغه د يوايل زوئ وو. شا ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: حيمان، يوايل، سموئيل، ۳۴ القنه، يروحام، اِلى‌ايل، توح، ۳۵ صُوف، القنه، محت، عماسى، ۳۶ القنه، يوايل، عزرياه، صفنياه، ۳۷ تحت، اسير، ابى‌آسف، قورح، ۳۸ اِضهار، قُهات، ليوى او يعقوب. ۳۹ آسف د دوېمو موسيقارانو مشر وو. د ليوى نه پس د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: آسف، برکياه، سِمعا، ۴۰ ميکائيل، بعسياه، مُلکياه، ۴۱ اِتنى، زارح، عداياه، ۴۲ ايتان، زِمه، سِمعى، ۴۳ يحت، جيرسون او ليوى. ۴۴ د مرارى قبيلې ايتان د درېمې سندرې مشر وو. شا ته ليوى ته د هغۀ نسب‌نامه داسې ده: قيسى، عبدى، ملوک، ۴۵ حسبياه، امصياه، خِلقياه، ۴۶ امصى، بانى، سمر، ۴۷ محلى، موشى، مرارى او ليوى. ۴۸ نورو ليويانو ته د مالِک خُدائ په کور کښې باقى ټول خِدمت حواله شوے وو.

د هارون اولاد

۴۹ خو هارون او د هغۀ اولاد د خوشبويۍ نذرانې پېش کولې او هغه قربانۍ يې پېش کولې چې په قربان‌ګاه باندې سوزولے شوې. هغوئ په زيات مقدس ځائ کښې د ټول عبادت او د بنى اِسرائيلو د کفارې ادا کولو ذمه وار وُو. هغوئ دا هر څۀ د هغه اصُولو په مطابق کول کوم چې د خُدائ پاک خِدمت کوونکى موسىٰ ورته ښودلى وُو. ۵۰ دا د هارون اولاد دے: اِلى‌عزر، فينحاس، ابيسوع، ۵۱ بُقى، عُزى، زرخياه، ۵۲ مرايوت، امرياه، اخيطوب، ۵۳ صدوق او اخيمعض.

د ليويانو د اوسېدو ځايونه

۵۴ دا هغه ښارونه دى چې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو چې هغه د قُهات قبيله ده. هغوئ ته به د هغې زمکې وړومبۍ برخه مِلاوېده کومه چې ليويانو ته حواله شوې وه. ۵۵ په دې کښې د يهوداه په علاقه کښې حبرون او د دې نه ګېرچاپېره د څرن زمکې شاملې وې، ۵۶ اګر چې د هغه ښار پټى او کلى د يفُنه زوئ کالب په حواله وُو. ۵۷‏-۵۹ د پناه دا ښارونه سره د څرن د زمکې د هارون اولاد ته حواله شوى وُو: حبرون، لِبناه، يتير، استموع، حَولون، دبير، عسن او بيت‌شمس. ۶۰ د بنيامين په علاقه کښې هغوئ ته دا ښارونه سره د څرن د زمکې حواله شوى وُو: جبعه، علمت او عنتوت. دا ټول ديارلس ښارونه وُو چې د هغوئ مکمل خاندان په کښې اوسېدل. ۶۱ نمرپريواتۀ طرف ته د منسى په علاقه کښې لس ښارونه د پچې په ذريعه د قُهات پاتې قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو. ۶۲ د جيرسون قبيلې ته کورَنو په مطابق ديارلس ښارونه د يساکار، آشر، نفتالى او نمرخاتۀ طرف ته په بسن کښې د منسى په علاقو کښې حواله شوى وُو. ۶۳ هم دغه شان، د روبين، جاد او زبولون په علاقو کښې دولس ښارونه د مرارى قبيلې ته خاندان په خاندان حواله شوى وُو. ۶۴ نو داسې بنى اِسرائيلو ليويانو ته د اوسېدو دپاره ښارونه حواله کړل، سره د څرن د زمکې چې د دې ښارونو نه ګېرچاپېره وې. ۶۵ د يهوداه، شمعون او بنيامين په علاقه کښې هغه ښارونه هم د پچې په ذريعه حواله شوى وُو. د هغه ښارونو ذِکر وړاندې شوے دے. ۶۶ د قُهات قبيلې څۀ کورَنو ته د اِفرائيم په علاقه کښې ښارونه او د څرن زمکې حواله شوې وې: ۶۷ شِکم چې د اِفرائيم په غرونو کښې د پناه ښار دے او ورسره جزر، ۶۸ يُقمام، بيت‌حورون، ۶۹ ايالون او جات رِمون. ۷۰ د قُهات پاتې اولاد ته د منسى د نيمې قبيلې د علاقې نه د عانير او بلعام ښارونه سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکې حواله شوى وُو. ۷۱ د جيرسون قبيلې کورَنو ته دا ښارونه، سره د ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د نمرخاتۀ منسى په علاقه کښې: په بسن کښې جولان، او عستارات. ۷۲ د يساکار په علاقه کښې: قادِس، دبرت، ۷۳ رامات او عانيم چې د څرن زمکې ورسره وې. ۷۴ د آشر په علاقه کښې: مسل، عبدون، ۷۵ حُقوق او رِحوب چې د څرن زمکې ورسره وې. ۷۶ د نفتالى په علاقه کښې: په ګليل کښې قادِس، حمون او قِريَتائم چې د څرن زمکې ورسره وې. ۷۷ د مرارى قبيلې باقى پاتې کورَنو ته دا ښارونه سره د دې نه ګېرچاپېره د څرن د زمکو حواله شوى وُو: د زبولون په علاقه کښې: رِمون او تبور. ۷۸ د اُردن سيند نه پورې د يريحو نمرخاتۀ طرف ته، د روبين په علاقه کښې: په اوچته زمکه باندې بصر، يهض، ۷۹ قديمات او مفعت چې د څرن زمکې ورسره وې. ۸۰ د جاد په علاقه کښې: په جِلعاد کښې رامات، محنايم، ۸۱ حسبون او يعزير چې د څرن زمکې ورسره وې.