د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول اول خط

دولسم باب

روحانى نعمتونه

۱ نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ نۀ غواړم چې تاسو د روحانى نعمتونو په باب کښې ناخبره پاتې شئ. ۲ تاسو ته پته ده چې کله تاسو کافر وئ نو تاسو دوکه شوئ او په هغه ګونګيانو بُتانو پسې ګمراه شوئ. ۳ نو په دې وجه زۀ غواړم چې تاسو په دې پوهه شئ چې د خُدائ پاک د روح په وسيله خبرې کوونکى به کله هم په عيسىٰ لعنت ونۀ وائى او بغېر د روحُ القُدس د وسيلې نه هيڅوک نۀ شى وئيلے چې عيسىٰ مالِک دے. ۴ نو د نعمتونو خو مختلف قِسمونه دى خو روح يو دے. ۵ او د خدمتونو هم مختلف قِسمونه دى خو مالِک هم هغه يو دے. ۶ خو د کارونو مختلف قِسمونه دى، خُدائ پاک هم هغه يو دے چې په مختلفو طريقو سره دا ټول کارونه کوى. ۷ خو په مونږ کښې د روحُ القُدس د نعمتونو اثر د ټولو خلقو د فائدې دپاره دے. ۸ نو يو ته د روح په وسيله د حِکمت کلام ورکړے شى او بل ته د هم هغه روح په وسيله د علميت کلام، ۹ چا ته هم د هغه روح په وسيله ايمان او چا ته هم د هغه روح په وسيله د شفا ورکولو قدرت، ۱۰ چا ته د معجزو طاقت، چا ته پېشګوئې، چا ته د مختلفو روحونو پېژندل، چا ته د نورو ژبو وئيلو قدرت او چا ته د ژبو تشريح کول. ۱۱ خو دا ټول کارونه هم هغه يو روح کوى او چا ته يې چې روح غواړى هغۀ ته يې ورکوى.

د يو بدن مختلف اندامونه

۱۲ ځکه لکه څنګه چې بدن يو دے او د دې اندامونه ډېر دى، او د بدن ټول اندامونه اګر کۀ ډېر دى خو ټول يو بدن دے، هم دغه شان مسيح هم دے. ۱۳ دغه شان کۀ مونږ يهوديان يُو او کۀ غېر‌يهوديان، کۀ غلامان يُو او کۀ آزاد، مونږ ټولو په يو روح کښې بپتسمه اخستې ده او خُدائ پاک زمونږ د ټولو په زړونو کښې يو روح اچولے دے. ۱۴ حقيقت کښې بدن د يو اندام نه نۀ وى جوړ بلکې د ډېرو نه جوړ وى. ۱۵ کۀ چرې پښه ووائى چې زۀ لاس نۀ يم، او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى. ۱۶ او کۀ غوږ ووائى چې زۀ سترګه نۀ يم او زۀ د بدن حِصه نۀ يم، نو په دې وينا د هغوئ د بدن سره تعلق نۀ ختميږى. ۱۷ کۀ چرې ټول بدن سترګه وے نو اورېدل به چرته وُو؟ او کۀ چرې ټول بدن غوږونه وے نو بويول به چرته وُو؟ ۱۸ خو خُدائ پاک په بدن کښې هر يو اندام د خپلې مرضۍ په مطابق جوړ کړے دے. ۱۹ کۀ دا ټول يو اندام وے نو بيا بدن به چرته وو؟ ۲۰ نو اوس اندامونه ډېر دى خو بدن يو دے. ۲۱ نۀ سترګه لاس ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته، او نۀ سر پښو ته وئيلے شى چې ما ته ستا ضرورت نشته. ۲۲ بلکې حقيقت کښې چې د بدن هغه اندامونه چې د نورو نه کمزورى ښکارى، هم هغه ډېر لازمى دى. ۲۳ او د بدن هغه اندامونه چې مونږ يې د نورو په نسبت شرم ګڼو، مونږ هم هغوئ ته زيات اهميت ورکوو، او چې د لږ احترام والا اندامونه دى نو په پردې کولو سره د هغوئ زيات احترام کوُو. ۲۴ حالانکه زمونږ د احترام لائق اندامونو ته د داسې احترام ضرورت نشته. خو خُدائ پاک بدن داسې جوړ کړے دے چې هغه بې‌قدره اندامونو ته يې زيات عزت ورکړے دے، ۲۵ د دې دپاره چې په بدن کښې بې‌اتفاقى پېدا نۀ شى بلکې اندامونه د يو بل برابر خيال وساتى. ۲۶ کۀ يو اندام تکليف کښې وى نو ټول ورسره په تکليف کښې وى، او کۀ يو اندام عزت ومومى نو نور ټول اندامونه ورسره خوشحاله وى. ۲۷ نو اوس تاسو ټول په شريکه د مسيح بدن يئ او تاسو ټول د يو بدن اندامونه يئ. ۲۸ او خُدائ پاک په جماعت کښې بېل بېل کسان مقرر کړل، اول رسولان، دوېم نبيان او درېم اُستاذان، بيا معجزې ښوونکى، بيا شفا ورکوونکى، مددګاران، اِنتظام کوونکى او نورې ژبې ويونکى. ۲۹ ولې ټول رسولان يُو څۀ؟ ولې ټول نبيان يُو څۀ؟ ولې ټول اُستاذان يُو څۀ؟ ولې ټول معجزې ښوونکى يُو څۀ؟ ۳۰ ولې ټولو ته د شفا ورکولو نعمت ورکړے شوے دے څۀ؟ ولې ټول نورې ژبې وايو څۀ؟ ولې ټول تشريح کوونکى يُو څۀ؟ ۳۱ خو تاسو د لويو نعمتونو حاصلولو دپاره خپل محنت جارى ساتئ. زۀ به اوس تاسو ته د ټولو نه يوه افضله طريقه دروښايم.