۰:۰۰ / ۰:۰۰

قرنتیانو ته د پولوس رسول لومړی لیک

اتم فصل

هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې کیږي

۱ اوس د هغو خوړو په هکله چې بتانو ته وړاندې کیږي خبرې کوم. دا رښتیا دي کله چې خلک وایي: «مونږ ټول پوهه لرو.» دا ډول پوهه خلک مغروره کوي، خو مینه یې جوړوي. ۲ که چېرې څوک داسې فکر کوي چې زه په هرڅه باندې پوهېږم، خو لکه څنګه چې لازمه ده چې پوه شي، هغه نه پوهیږي. ۳ خو څوک چې د خدای سره مینه کوي، نو خدای هغه پېژني.

۴ نو بتانو ته د وړاندې شوي خوراک د خوړلو په هکله مونږ ایمانداران پوهېږو چې بت په نړۍ کې هېڅ شی نه دی او پرته له یو خدای نه بل خدای نشته. ۵ که څه هم ځینې خلک وایي چې په ځمکه او اسمانونو کې خدایان شته او د هغوی دپاره داسې خدایان او څښتنان ډېر دي، ۶ خو زمونږ دپاره یوازې یو خدای دی، یعنې پلار چې د ټولو شیانو خالق دی او د هغه دپاره مونږ ژوند کوو. همدارنګه یو څښتن دی، یعنې عیسی مسیح چې ټول شیان د هغه په وسیله پیدا شوي دي او د هغه په وسیله مونږ ژوند کوو.

۷ خو د ټولو ایماندارانو سره دا پوهه نشته، ځکه چې ځینې یې د بتانو سره داسې عادت شوي دي چې تر‌اوسه پورې کله چې هغه خواړه چې بتانو ته وړاندې شوي دي خوري، نو هغه د بتانو قرباني ګڼي. څرنګه چې هغوی ښه نه پوهیږي، نو احساس کوي چې د هغو په خوړلو سره ناپاکه کیږي. ۸ خوراک مونږ خدای ته نه نژدې کوي. که چېرې خواړه ونه خورو، نو کوم څه د لاسه نه ورکوو او که ویې خورو، نو څه تر‌لاسه کولای نه شو.

۹ خو پام کوئ چې ستاسو ازادي په یو ډول د کمزورو ایماندارانو د تېروتنې سبب نه شي. ۱۰ ځکه که چېرې څوک تا، چې پوهه لرې په بتخانه کې په خوراک وویني، نو ایا ستا دا کار به هغه کس چې ښه پوهه نه لري، دې ته ونه هڅوي چې بتانو ته وړاندې شوي خواړه وخوري؟ ۱۱ نو ستا د داسې پوهې له امله به هغه کمزوری ورور چې مسیح د هغه دپاره مړ شو، تباه شي. ۱۲ کله چې تاسو د نورو ایماندارانو په وړاندې ګناه کوئ او هغوی دې ته هڅوئ چې داسې کار وکړي چې د هغوی په نظر کې غلط وي، نو تاسو د مسیح په وړاندې ګناه کوئ. ۱۳ که چېرې زما خوراک زما د ورور یا خور د تېروتنې سبب ګرځي، نو زه به هېڅکله غوښه ونه خورم، هسې نه چې د هغوی د تېروتنې سبب شي.