۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو اول کِتاب

دولسم باب

د شمالى قبيلو بغاوت

۱ بيا رحُبعام شِکم ته لاړو، چرته چې ټول اِسرائيليان راغونډ شوى وُو چې دے بادشاه جوړ کړى. ۲ کله چې د نباط زوئ يربعام د دې نه خبر شو چې څوک د سليمان بادشاه نه مِصر ته تښتېدلے وو، هغه د مِصر نه راواپس شو. ۳ د شمالى قبيلو خلقو يربعام راوغوښتو او بيا هغه ټول ورسره رحُبعام له لاړل او هغۀ ته يې ووئيل، ۴ ”ستا پلار سليمان په مونږ باندې درانۀ بوجونه کېښودل. کۀ تۀ دا بوجونه سپک کړې، نو مونږ به ستا وفادار خلق يُو.“ ۵ هغۀ ورته ووئيل، ”درې ورځې پس راشئ نو زۀ به تاسو له جواب درکړم.“ نو هغوئ لاړل. ۶ رحُبعام بادشاه د هغه سپين‌ږيرو مشرانو سره مشوره وکړه کوم چې د هغۀ د پلار سليمان مشوره ورکوونکى وُو. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې دې خلقو له څۀ جواب ورکړم؟“ ۷ هغوئ ورته ووئيل، ”کۀ تۀ نن د دې خلقو خِدمتګار جوړ شې او د هغوئ خِدمت وکړې او خوږې خبرې ورسره وکړې، نو هغوئ به تل ستا خِدمت کوونکى وى.“ ۸ خو هغۀ د مشرانو نصيحت رد کړو او هغه زلمو له لاړو کوم چې د هغۀ سره لوئ شوى وُو او اوس د هغۀ مشوره ورکوونکى وُو. ۹ هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ما له مشوره راکړئ چې څۀ وکړُو. مونږ هغه خلقو ته څۀ ووايو چې ما ته وائى چې د هغوئ بوجونه سپک کړم چې زما پلار ورباندې اېښى دى؟“ ۱۰ نو زلمو ورته ووئيل، ”څوک چې آسان ژوند غواړى نو هغوئ ته ووايه چې، زما کچه ګوته زما د پلار د ملا نه غټه ده. ۱۱ هغوئ ته ووايه چې، زما پلار په تاسو درانۀ بوجونه اچولى دى، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو سم کړم.“ ۱۲ درې ورځې وروستو يربعام او ټول خلق رحُبعام بادشاه ته راواپس شول، لکه څنګه چې دې بادشاه ورته وئيلى وُو. ۱۳ بادشاه د مشرانو سړو مشوره رد کړه او خلقو ته يې سختې خبرې وکړې، ۱۴ هم هغه شان څنګه چې زلمو ورته وئيلى وُو. هغۀ ووئيل، ”زما پلار په تاسو باندې درانۀ بوجونه اچولى وُو، خو زۀ به دا نور هم درانۀ کړم. هغۀ تاسو په کوړو باندې وهلئ، خو زۀ به تاسو په لړمانو باندې سموم.“ ۱۵ نو بادشاه خلقو ته غوږ ونۀ نيولو، دا هر څۀ ځکه بدل شول چې دا مالِک خُدائ ته منظوره وه چې هغه خبره پوره کړى چې مالِک خُدائ د سيلا پېغمبر اخياه په ذريعه د نباط زوئ يربعام ته کړې وه. ۱۶ کله چې ټول بنى اِسرائيليان پوهه شول چې بادشاه هغوئ ته غوږ نۀ نيولو، نو هغوئ ووئيل، ”مونږ د داؤد بادشاهى نۀ منو، د يَسى په زوئ کښې زمونږ څۀ فائده ده. اے بنى اِسرائيلو، ځئ خپلو خېمو ته واپس لاړ شئ، د داؤد خاندان دې خپله بادشاهى سمباله کړى.“ او بنى اِسرائيليان خپلو خېمو ته لاړل. ۱۷ خو رحُبعام په هغه بنى اِسرائيلو باندې بادشاهى کوله کوم چې د يهوداه په علاقه کښې اوسېدل. ۱۸ بيا رحُبعام بادشاه ادورام ولېږلو، کوم چې د هغه مزدورانو مشر وو چې په زور کار ترې نه اخستے شو، چې هغه اِسرائيل له لاړ شى، خو هغوئ هغه سنګسار کړو. رحُبعام په تېزۍ سره په خپله جنګى ګاډۍ کښې سور شو او يروشلم ته وتښتېدو. ۱۹ نو هم د هغه وخت نه د اِسرائيل خلق د داؤد د شاهى خاندان خِلاف بغاوت کوى. ۲۰ کله چې اِسرائيليان خبر شول چې يربعام د مِصر نه راواپس شوے دے، نو هغه يې د خلقو يوې غونډې ته راوغوښتلو او د ټول اِسرائيل بادشاه يې جوړ کړو. صِرف د يهوداه قبيلې خلقو د داؤد اولاد منلو.

د سمعياه پېشګوئې

۲۱ کله چې رحُبعام يروشلم ته ورسېدو، نو هغۀ د يهوداه او بنيامين قبيلې نه يو لاک اتيا زره ښۀ فوجيان راغونډ کړل. هغۀ دا اراده وکړه چې د جنګ دپاره لاړ شى چې د اِسرائيل شمالى قبيلې په خپل قابو کښې بيا راولى. ۲۲ خو خُدائ پاک سمعياه پېغمبر ته وفرمائيل ۲۳ چې هغه رحُبعام او د يهوداه او د بنيامين ټولو خلقو ته دا پېغام ورسوى، ۲۴ ”په خپلو وروڼو يعنې اِسرائيل باندې حمله مۀ کوئ. ټول کور ته لاړ شئ ځکه چې څۀ وشول نو هغه ما کړى دى.“ هغوئ ټولو د مالِک خُدائ حُکم ومنلو او واپس کورونو ته لاړل.

د يربعام د مالِک خُدائ نه اوړېدل

۲۵ د اِسرائيل بادشاه يربعام د اِفرائيم غرونو په مُلک شِکم کښې د پَخو دېوالونو ښار جوړ کړو. بيا هغه لاړو او د فنواېل ښار دپاره يې پاخۀ دېوالونه جوړ کړل. ۲۶‏-۲۷ هغۀ د خپل ځان سره ووئيل، ”اوس خبره داسې ده، کۀ زما خلق يروشلم ته لاړ شى او هلته د مالِک خُدائ په کور کښې نذرانې پېش کړى نو هغوئ به خپله وفادارى د يهوداه بادشاه رحُبعام ته بدله کړى او ما به ووژنى.“ ۲۸ د مشورې اخستلو نه پس، بادشاه دوه د سرو زرو سخى جوړ کړل او خپلو خلقو ته يې ووئيل، ”تاسو د ډېرې مودې نه د عبادت دپاره يروشلم ته ځئ. اے اِسرائيليانو، ستاسو خُدايان دا دى چا چې د مِصر مُلک نه راوويستلئ.“ ۲۹ هغۀ د سرو زرو يو سخے په بيت‌ايل کښې او بل په دان کښې کېښودو. ۳۰ نو داسې خلقو ګناه وکړه، ځکه چې هغوئ د عبادت دپاره بيت‌ايل او دان ته لاړل. ۳۱ او يربعام په علاقو کښې د عبادت ځايونه هم جوړ کړل او د هغه کورونو نه يې اِمامان خوښ کړل کوم چې د ليوى قبيلې نه نۀ وُو.

په بيت‌ايل کښې د عبادت حُکم ورکول

۳۲ يربعام د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ په يهوداه کښې د اختر په شان يو مذهبى اختر هم مقرر کړو. د سرو زرو کوم سخى يې چې جوړ کړى وُو نو په بيت‌ايل کښې يې په قربان‌ګاه باندې هغې ته نذرانې پېش کړې او هغۀ هلته په بيت‌ايل کښې د عبادت په هغه ځايونو کښې د خِدمت دپاره اِمامان کښېنول کومې علاقائى عبادتخانې چې هغۀ جوړې کړې وې. ۳۳ او د اتمې مياشتې په پينځلسمه ورځ کومه ورځ چې هغۀ په خپله مقرره کړې وه، نو هغه بيت‌ايل ته لاړو او هغۀ چې د اِسرائيليانو دپاره کوم اختر مقرر کړے وو د هغې د مناوولو دپاره هغۀ په قربان‌ګاه باندې يوه نذرانه پېش کړه.