د پاچاهانو لومړی کتاب

څوارلسم فصل

د یروبعام په ضد د اخیا پېشګویي

۱ په هغه وخت کې د یروبعام پاچا زوی ابیا ناروغ شو. ۲ یروبعام خپلې ښځې ته وویل: «خپله څېره بدله کړه، ترڅو هېڅوک تا ونه پېژني چې زما ښځه یې او اخیا نبي ته چې په شیلوه کې اوسیږي ورشه. دا هماغه سړی دی چې ماته یې ویلي وو چې ته به په دې قوم باندې پاچا شې. ۳ لس ډوډۍ، یو څه کیکونه او یو منګوټی شات هغه ته یوسه. هغه به تاته ووایي چې زمونږ په زوی باندې به څه پېښیږي.»

۴ نو هغه په شیلوه کې د اخیا کور ته لاړه. د ډېر عمر له امله اخیا ړوند شوی ؤ. ۵ څښتن اخیا ته ویلي وو: «د یروبعام ښځه راځي، هغه به د خپل زوی په هکله چې ناروغه دی ستا څخه پوښتنه وکړي.» همدارنګه څښتن اخیا ته ویلي وو چې هغې ته څه ووایي. څښتن زیاته کړه: «کله چې هغه ښځه راورسیږي، نو هغه به خپل ځان داسې وښایي چې ګوندې بل څوک ده.»

۶ نو کله چې اخیا د کور په دروازه کې د هغې د پښو د قدمونو اواز واورېد، هغه وویل: «ای د یروبعام ښځې، راننوځه. ولې ته ځان داسې ښکاره کوې چې بل څوک یې؟ ستا دپاره یو بد خبر لرم. ۷ لاړه شه او یروبعام ته ووایه چې د اسراییلو څښتن خدای داسې وایي: ‹ته مې د خلکو له منځ څخه راپورته کړې او د خپل قوم اسراییلو مشر مې کړې. ۸ د داود د کورنۍ څخه مې پاچاهي واخیستله او تاته مې درکړه. خو ته زما د خدمتګار داود په شان نه وې، هغه ماته پوره وفادار ؤ، زما د حکمونو څخه یې اطاعت کاوه او یوازې هغه کارونه یې کول چې زما په نظر کې سم وو. ۹ تا د هغو ټولو پاچاهانو په پرتله چې ستا څخه مخکې وو، ډېر بد کارونه وکړل. د خپل ځان دپاره دې نور خدایان یعنې فلزي بتان جوړ کړل. زما قهر دې راوپاراوه او ماته دې شا کړه. ۱۰ له دې امله به ستا په شاهي کورنۍ باندې بدبختي راولم. زه به ستا ټول نارینه اولاده که هغه غلامان وي یا ازاد، یوشان ووژنم. زه به ستا کورنۍ وسوځوم لکه څنګه چې څوک خوشایي سوځوي، ترڅو ټول له منځه لاړ شي. ۱۱ ستا د کورنۍ هر غړی چې په ښار کې مړ شي، هغه به سپي وخوري او هغه چې په صحرا کې مړ شي مرغان به یې وخوري، زه چې څښتن یم دا خبره کوم.› ۱۲ اوس بېرته کور ته لاړه شه، کله چې ته خپله پښه په خپل ښار کې کېږدې، نو ستا زوی به مړ شي. ۱۳ د اسراییلو ټول قوم به د هغه دپاره ویر وکړي او هغه به ښخ کړي. هغه به د یروبعام د کورنۍ یوازېنی غړی وي چې ښخ به شي. ځکه چې هغه د یروبعام په کورنۍ کې هغه څوک دی چې د اسراییلو څښتن خدای په هغه کې یو څه ښه والی ویني. ۱۴ څښتن به د خپل ځان دپاره په اسراییلو باندې داسې یو پاچا وټاکي چې هغه به د یروبعام کورنۍ له منځه یوسي، حتی همدا اوس. ۱۵ څښتن به اسراییلو ته سزا ورکړي او هغوی به داسې ورپیږي لکه لوخه چې په اوبو کې رپیږي. هغه به د اسراییلو د قوم ریښه له دې ښې ځمکې څخه چې د هغوی نیکونو ته یې ورکړې وه، له بېخه وباسي او هغوی به د فرات د سیند پورې خواته خپاره کړي، ځکه چې هغوی د اشیره د بتانو په جوړولو د هغه قهر راپارولی دی. ۱۶ څښتن به د اسراییلو څخه ځکه لاس واخلي چې یروبعام ګناه کړې ده او د اسراییلو د قوم د ګناهکار کېدلو سبب ګرځېدلی دی.»

۱۷ نو د یروبعام ښځه ترزې ته ستنه شوه. څنګه چې هغې د کور په دروازې باندې پښه کېښوده، زوی یې مړ شو. ۱۸ لکه څنګه چې څښتن د خپل خدمتګار اخیا نبي په وسیله ویلي وو، هغه یې ښخ کړ او ټولو اسراییلو د هغه دپاره ویر وکړ. ۱۹ د یروبعام د پاچاهۍ نورې ټولې پېښې یعنې د هغه جنګونه او دا چې هغه څنګه پاچاهي وکړه، د اسراییلو د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۲۰ هغه دوه ویشت کاله پاچاهي وکړه او وروسته مړ او ښخ شو. د هغه زوی ناداب د هغه په ځای پاچا شو.

د یهودا پاچا رحبعام

(دوهم تواریخ ۱۱‏: ۵ ‏- ۱۲‏: ۱۵)

۲۱ د سلیمان زوی رحبعام یوڅلوېښت کلن ؤ چې د یهودا پاچا شو او هغه اوولس کاله په اورشلیم کې پاچاهي وکړه. اورشلیم هغه ښار ؤ چې څښتن هغه د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه د خپل عبادت دپاره غوره کړی ؤ. د رحبعام د مور نوم نعمه وه چې د عمون د هېواد څخه وه.

۲۲ د یهودا خلکو داسې کارونه وکړل چې د څښتن په نظر کې ډېر خراب وو او د خپلو نیکونو په پرتله یې ډېر ګناهونه وکړل چې د څښتن غیرت راوپاروي. ۲۳ همدارنګه هغوی د خپلو ځانونو دپاره سیمه ییز عبادتځایونه جوړ کړل او په غونډیو باندې او د سیوري لرونکو ونو لاندې یې د عبادت دپاره د تیږو ستنې او د اشیره بتان کېښودل. ۲۴ تر ټولو ډېره بده خبره دا وه چې د عبادت په ځایونو کې لواطت کاران او فاحشې وې. د یهودا خلکو هغه ټول شرمناکه کارونه وکړل چې هغو قومونو به کول چې څښتن د اسراییلیانو د وړاندې تګ په وخت کې له هغې خاورې څخه وشړل.

۲۵ د رحبعام د پاچاهۍ په پنځم کال د مصر پاچا شیشق په اورشلیم باندې حمله وکړه. ۲۶ هغه د څښتن د کور او د شاهي ماڼۍ ټولې خزانې د ځان سره یووړلې. برسېره پردې هغه ټول سپرونه چې سلیمان د سرو زرو څخه جوړ کړي وو، هم یووړل. ۲۷ نو رحبعام پاچا د هغو په ځای برنجي سپرونه جوړ کړل او هغه یې د هغو ساتونکو قوماندانانو ته وسپارل چې د شاهي ماڼۍ په دروازه کې یې پهره کوله. ۲۸ هرکله به چې پاچا د څښتن کور ته ورتللو، نو ساتونکو به سپرونه وړل او وروسته به یې بېرته د پهره دارانو کوټې ته راوړل.

۲۹ د رحبعام د پاچاهۍ نورې پېښې او دا چې هغه څه کړي دي، د یهودا د پاچاهانو د تاریخ په کتاب کې لیکل شوي دي. ۳۰ په دې ټوله موده کې د رحبعام او یروبعام ترمنځ جګړه وه. ۳۱ رحبعام مړ شو او د داود د ښار په شاهي هدیره کې ښخ شو. د هغه د مور نوم نعمه وه چې د عمون څخه وه. د رحبعام زوی ابیا د هغه په ځای پاچا شو.