۰:۰۰ / ۰:۰۰

د بادشاهانو اول کِتاب

شپږم باب

د حضرت سليمان د مالِک خُدائ د کور جوړول

۱ د بنى اِسرائيلو د مِصر نه د راوتلو څلور سوه او اتيا کاله پس، په بنى اِسرائيلو باندې د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال، په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې، سليمان د مالِک خُدائ په کور باندې کار شروع کړو. ۲ دننه دا تقريباً دېرش ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او پينځلس ګزه اوچته وه. ۳ د ننوتو کوټه تقريباً پينځۀ ګزه پلنه او لس ګزه اوږده وه، هغه مقدس ځائ هم دغه هومره پلن وو. ۴ د هغه کور په دېوالونو باندې تنګې کړکۍ لګېدلې وې. ۵ هغۀ د خُدائ پاک د کور په دوو طرفونو او شاته نورې کوټې جوړې کړې. ۶ د دې کوټو درې درې منزلونه وُو. لاندينۍ کوټه تقريباً دوه نيمه ګزه پلنه، دوېمه کوټه درې ګزه پلنه او آخرى کوټه درې نيم ګزه پلنه وه. د مالِک خُدائ د کور په دېوالونو کښې سورى نۀ وُو جوړ کړے شوى، څۀ کاڼى بهر راوتى وُو چې د چت تيرونه ورباندې پراتۀ وُو او په دېوال کښې دننه نۀ لګېدل. ۷ د کومو کاڼو نه چې د مالِک خُدائ کور جوړ شوے وو هغه په کان کښې تيار شوى وُو، نو چې کله هغه کور جوړېدو، نو د څټکو، تېشو، يا د اوسپنو د نورو آوزارو آواز د خُدائ پاک په کور کښې نۀ وو اورېدلے شوے. ۸ د لاندينى منزل دروازه د مالِک خُدائ د کور جنوبى طرف ته وه، چې دوېم او درېم چت ته يې پوړۍ ختلې وې. ۹ نو سليمان بادشاه د هغه کور جوړول ختم کړل. هغۀ ورله يو چت جوړ کړو چې د تيرونو او د دِيار د تختو نه جوړ وو. ۱۰ هغۀ د کور په درې طرفونو باندې کوټې جوړې کړې، چې د کور د دېوالونو سره د دِيار په تيرونو باندې مِلاو وې. هره يوه کوټه دوه نيمه ګزه اوچته وه. ۱۱ د مالِک خُدائ کلام په سليمان نازل شو چې، ۱۲ ”تۀ د مالِک خُدائ کور جوړوې نو ياد ساته چې زما په ټول قانون او حُکمونو باندې به عمل کوې، نو زۀ به ستا دپاره هغه څۀ وکړم چې ما ستا د پلار داؤد سره د هغې وعده کړې ده. ۱۳ زۀ به د خپلو خلقو بنى اِسرائيلو سره په دې کور کښې اوسېږم او زۀ به هيڅکله هغوئ پرې نۀ ږدم.“ ۱۴ نو سليمان د هغه کور جوړول پوره کړل.

د مالِک خُدائ د کور دننه ښائسته کېدل

۱۵ دننه دېوالونه د بېخ نه واخله تر چته پورې د دِيار په تختو پټ کړے شوى وُو او فرش يې د نختر نه جوړ وو. ۱۶ دننه کوټه چې زيات مقدس ځائ بللے شو هغه د مالِک خُدائ د کور شاته جوړه وه. هغه تقريباً لس ګزه اوږده وه او د دِيار تختې يې د فرش نه تر چت پورې رسېدلې وې. ۱۷ د زيات مقدس ځائ په مخکښې لويه کوټه تقريباً شل ګزه اوږده وه. ۱۸ د دِيار تختې د کدو او د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، دننه ټوله حِصه په دِيار پټه وه او د دېوال کاڼى نۀ ښکارېدل. ۱۹ د هغه کور شاته يوه دنننۍ کوټه جوړه شوې وه، چرته چې د مالِک خُدائ د لوظ صندوق کېښودے شو. ۲۰ دنننۍ کوټه لس ګزه اوږده، لس ګزه پلنه او لس ګزه اوچته وه، چې ټوله په سوچه سرو زرو پټه وه. قربان‌ګاه د دِيار په تختو باندې پټه وه. ۲۱ د مالِک خُدائ د کور دنننۍ برخه په سرو زرو باندې پټه وه او د زيات مقدس ځائ د ننوتلو دروازې د حِفاظت دپاره د سوچه سرو زرو زنځيرونه لګولى شوى وُو. ۲۲ د هغه کور ټوله دنننۍ حِصه په سرو زرو پټه وه او په زيات مقدس ځا‌ئ کښې قربان‌ګاه هم په سرو زور پټه وه. ۲۳ د وزرو والا دوه مخلوق د زيتُونو لرګى نه جوړ وُو او په زيات مقدس ځائ کښې اېښودے شوى وُو، چې هر يو تقريباً پينځۀ ګزه لوړ وو. ۲۴‏-۲۶ دواړه يو هومره او په يو شکل وُو. د هر يو تقريباً درې ګزه اوږدۀ وزر وُو، نو د يو وزر د يو سر نه د بل وزر د سر پورې فاصله پينځۀ ګزه وه. ۲۷ دا په زيات مقدس ځائ کښې څنګ په څنګ اېښودلے شوى وُو، نو داسې د دې خوارۀ وزرونه د يو بل سره د کوټې په مينځ کښې لګېدل او هغه نور دوه وزرونه د دېوالونو سره لګېدل. ۲۸ د وزرو والا دواړه مخلوق په سرو زرو باندې پټ وُو. ۲۹ د مينځنۍ کوټې او دنننۍ کوټې ټول دېوالونه د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او د ګلونو په ګُلکارۍ ښائسته کړے شوى وُو. ۳۰ او دنننے او بهرنے فرش هم په سرو زرو باندې پټ وو. ۳۱ د زيتُونو لرګى نه جوړې دوه دروازې د زيات مقدس ځائ په خولۀ کښې لګولے شوې وې، د دروازې د چوکاټ بازوګان پينځۀ مخيز وُو. ۳۲ دروازې د وزرو والا مخلوق باندې، د کجورو ونو او د غړېدلو شوو د ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې. دا ټول څيزونه په سرو زرو باندې پټ کړے شوى وُو. ۳۳ مينځنۍ کوټې ته ننوتو دروازې د چوکاټ دپاره د زيتُونو د لرګى نه څلور مخيز بازوګان جوړ کړے شوى وُو. ۳۴ د نختر د لرګى نه دوه دروازې هم جوړې کړے شوې وې چې دې دروازو به په مينځ کښې هم د کولاوېدو او بندېدو قبضې لرلې. ۳۵ او دا دروازې د وزرو والا مخلوق، د کجورو ونو او غړېدلو شوو ګلونو په ګُلکارۍ باندې ښائسته کړے شوې وې، چې په سرو زرو يو شان پټې وې. ۳۶ د مالِک خُدائ د کور په مخکښې يو دنننے دربار جوړ کړے شوے وو چې د کاڼى هرې درېمې ردې نه پس يې د دِيار د لرګى تيرونه وُو. ۳۷ د مالِک خُدائ د کور بنياد د سليمان د بادشاهۍ په څلورم کال په دوېمه يعنې د زيو په مياشت کښې اېښودے شوے وو. ۳۸ په اتمه يعنې د بول په مياشت کښې، د سليمان د بادشاهۍ په يوولسم کال هغه کور په پوره توګه هم هغه شان جوړ شو، چې څنګه د دې منصوبه جوړه شوې وه. د دې په جوړېدو باندې د سليمان اووۀ کاله لګېدلى وُو.