۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل اول کِتاب

څوارلسم باب

د يونتن خطرناک کار

۱ يوه ورځ يونتن هغه زلمى ته ووئيل کوم چې د هغۀ وسله وړله، ”راځه چې هغه طرف ته لاړ شُو چرته چې د فلستيانو قلعه ده.“ خو يونتن خپل پلار ساؤل خبر نۀ کړو، ۲ ساؤل په مجرون کښې د انار د ونې لاندې ناست وو، دا جبعې ته نزدې وه او تقريباً شپږ سوه سړى د هغۀ سره وُو. ۳ د ساؤل په سړو کښې اخياه اِمام هم وو کوم چې پېش بند ګرځولو، اخياه د يکبود د ورور اخيطوب زوئ وو، چې دے د فينحاس زوئ او د عيلى نمسے وو، چې په سيلا کښې د مالِک خُدائ اِمام وو. خو هيچا ته پته ونۀ لګېده چې يونتن تلے دے. ۴ د مِکماس په دره کښې، چې د کومې نه يونتن تېرېدو چې فلستيانو قلعې ته ورسيږى، هلته دوه لوئې کَمَرې وې، چې د درې په دواړو طرفونو باندې يو يو وو. د يو کَمَر نوم بوصيص وو او د بل سنه وو. ۵ يو د درې په شمال طرف باندې وو، چې مخ يې مِکماس ته وو او بل په جنوبى طرف باندې وو چې مخ يې جبعې ته وو. ۶ يونتن هغه وسله وړُونکى زلمى ته ووئيل، ”راځه چې د هغه ناسنته خلقو قلعې ته ورواوړُو. کېدے شى چې مالِک خُدائ زمونږ مدد وکړى، مالِک خُدائ د ډېرو يا د لږو خلقو په ذريعه هم خلاصون ورکولے شى او داسې يو څيز هم نشته چې هغه رايسار کړى.“ ۷ زلمى ورته ووئيل، ”تۀ چې څۀ هم کول غواړې، نو په هر کار کښې زۀ درسره يم.“ ۸ يونتن ورته ووئيل، ”ټيک ده. مونږ به هغه بل طرف ته واوړُو او پرېږده چې فلستيان مونږ ووينى. ۹ کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې تر هغې پورې هلته ايسار شئ چې مونږ درورسېږو، نو بيا چې مونږ چرته يُو هلته به اِنتظار وکړُو. ۱۰ خو کۀ هغوئ مونږ ته ووائى چې راشئ، نو مونږ به ورشُو، ځکه چې دا به د هغه فتحې نښه وى چې مالِک خُدائ مونږ له په هغوئ باندې راکړې ده.“ ۱۱ نو هغوئ فلستيان پرېښودل چې هغوئ وګورى او فلستيانو ووئيل، ”ګورئ، څۀ عبرانيان د هغه غارونو نه راروان دى چې په کومو کښې پټ وُو.“ ۱۲ بيا هغوئ يونتن او هغه زلمى ته د کېمپ نه چغې وهلې چې، ”بره راوخېژئ، مونږ به تاسو ته چل وښايُو.“ يونتن زلمى ته ووئيل، ”ما پسې راځه. مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له په دوئ باندې فتح ورکړې ده.“ ۱۳ يونتن د خپلو لاسونو او پښو په ذريعه د درې نه وختلو او هغه زلمے ورپسې وو. يونتن په فلستيانو حمله وکړه او هغوئ يې ووژل او زلمى هم د هغوئ څۀ کسان ووژل. ۱۴ په اوله حمله کښې يونتن او هغه زلمى په يو جريب ځائ کښې تقريباً شل سړى ووژل. ۱۵ نو په هغه ټوله علاقه کښې فلستيان سخت ويرېدل، حمله کوونکى او په خېمو کښې فوجيان د يرې نه ورېږدېدل، زمکه وخوځېدله او هلته يوه لويه وارخطائى وه.

د فلستيانو شکست

۱۶ د جبعې د بنيامين په علاقه کښې د ساؤل د محافظانو سړو وليدل چې فلستيانو په پرېشانۍ کښې په هر طرف باندې منډې وهلې. ۱۷ نو ساؤل خپلو سړو ته ووئيل، ”فوجيان وشمېرئ او دا پته ولګوئ چې څوک نشته.“ نو هغوئ شمېر وکړو او پته ورته ولګېده چې يونتن او هغه زلمے نۀ وو چې کوم زلمى به وسله وړله. ۱۸ ساؤل اخياه اِمام ته ووئيل، ”پېش بند دلته راوړه.“ په دې ورځ اخياه پېش بند د بنى اِسرائيلو په وړاندې اغوستے وو. ۱۹ کله چې ساؤل اِمام ته خبرې کولې نو د فلستيانو په قلعه کښې وارخطائى نوره هم زياتېده، نو ساؤل هغۀ ته ووئيل، ”مالِک خُدائ سره د مشورې دپاره وخت نشته.“ ۲۰ بيا هغه او د هغۀ سړى د فلستيانو خِلاف جنګ له روان شول، فلستيان دومره په پرېشانۍ کښې وُو چې د يو بل خِلاف جنګېدل. ۲۱ څۀ عبرانيان کوم چې د فلستيانو په لښکر کښې شامل شوى وُو نو هغوئ بيا راواپس شول او د ساؤل، يونتن او د بنى اِسرائيلو سره شامل شول. ۲۲ هغه نور چې د اِفرائيم په غرونو کښې پټ وُو، هغوئ واورېدل چې فلستيان وتښتېدل، نو هغوئ هم د بنى اِسرائيلو سره په جنګ کښې ملګرى شول او په فلستيانو پسې روان شول، ۲۳ د بيت‌آون نه اخوا پورې ورسره جنګېدل. مالِک خُدائ په هغه ورځ بنى اِسرائيليان بچ کړل.

د جنګ نه پس واقعات

۲۴ بنى اِسرائيليان په هغه ورځ د لوږې نه کمزورى شوى وُو، ځکه چې ساؤل قسم سره دا حُکم کړے وو، ”په هغه کس دې لعنت وى چې څوک نن د ماښام نه مخکښې څۀ وخورى چې تر کومې ما د خپلو دشمنانو نه بدل نۀ وى اخستے.“ نو ټوله ورځ د لښکر يو کس هم څۀ ونۀ خوړل. ۲۵ ټول لښکر ځنګل ته دننه شو او په زمکه باندې په هر ځائ کښې د شاتو ګبينونه وُو. ۲۶ کله چې هغوئ ځنګل ته وردننه شول، هغوئ وليدل چې شات رابهېدل، خو هيچا هم ونۀ خوړل ځکه چې هغوئ ټول د ساؤل د لعنت نه يرېدل. ۲۷ خو يونتن خبر نۀ وو چې د هغۀ پلار د خلقو نه قسم اخستے دے، نو هغۀ چې کومه امسا ګرځوله هغه يې وروړله، د دې سر يې د شاتو په ګبين کښې ډُوب کړو او لږ يې وخوړل. او هغه سمدستى تازه دم شو. ۲۸ خو يو سړى ووئيل، ”مونږ ټول د لوږې نه کمزورى يُو، خو ستا پلار زمونږ نه قسم اخستے دے هغۀ وئيلى دى چې نن څوک هم څۀ وخورى نو په هغۀ دې لعنت وى.“ ۲۹ يونتن ورته په جواب کښې ووئيل، ”زما پلار زمونږ د خلقو سره څۀ بد کار کړے دے. ګورئ، ما لږ شات وخوړل او څومره تازه دم شوم. ۳۰ نن به دا څومره ښۀ وه چې زمونږ خلقو هغه خوراک خوړلے وے چې دشمنانو نه يې د شکست په وخت واخستو. تاسو سوچ وکړئ چې هغوئ به نور څومره فلستيان وژلى وے.“ ۳۱ په هغه ورځ بنى اِسرائيلو د مِکماس نه تر ايالون پورې فلستيان ووژل او لښکر ډېر سخت ستړے وو، ۳۲ نو هغوئ هغه څيزونو له تېز لاړل چې د دشمن نه يې اخستى وُو، څاروى او د څاروو بچى يې راونيول، هم په هغه ځائ يې حلال کړل او هغه غوښه يې وخوړه چې وينه لا په کښې وه. ۳۳ ساؤل ته ووئيلے شول، ”ګورئ، خلق د مالِک خُدائ خِلاف ګناه کوى چې هغه غوښه خورى چې وينه لا په کښې ده.“ ساؤل چغه کړه، ”تاسو غدار يئ. دلته يو غټ کاڼے ما له راورغړوئ.“ ۳۴ بيا هغۀ يو بل حُکم ورکړو، ”خلقو له ورشئ او ټولو ته ووايئ چې خپل څاروى او ګډې دلته راولى. هغوئ به يې حلال کړى او دلته به يې وخورى، هغوئ دې د مالِک خُدائ خِلاف داسې ګناه نۀ کوى چې هغه غوښه وخورى چې وينه لا په کښې وى.“ نو په هغه شپه هغوئ ټولو خپل څاروى راوستل او هلته يې حلال کړل. ۳۵ ساؤل مالِک خُدائ ته يوه قربان‌ګاه جوړه کړه، دا وړومبۍ قربان‌ګاه وه چې هغۀ جوړه کړه. ۳۶ ساؤل خپلو سړو ته ووئيل، ”راځئ چې لاندې لاړ شُو او په فلستيانو باندې د شپې حمله وکړُو، د سحر پورې به يې لوټ کړُو او يو کس به هم ژوندے پرې نۀ ږدو.“ هغوئ ورته ووئيل، ”څۀ چې تا ته ښۀ ښکارى نو هم هغسې وکړه.“ خو اِمام ووئيل، ”راځئ چې اول د خُدائ پاک نه تپوس وکړُو.“ ۳۷ نو ساؤل د خُدائ پاک نه تپوس وکړو، ”په فلستيانو حمله وکړم څۀ؟ تۀ به مونږ له فتح راکړې؟“ خو خُدائ پاک په هغه ورځ جواب ورنۀ کړو. ۳۸ بيا ساؤل د خلقو مشرانو ته ووئيل، ”دلته راشئ او دا معلومه کړئ چې نن دا ګناه څنګه شوې ده. ۳۹ زۀ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورم، څوک چې بنى اِسرائيلو له فتح ورکوى، چې ګناه ګار به ووژلے شى، کۀ هغه زما زوئ يونتن هم وى.“ خو هيچا هيڅ هم ونۀ وئيل. ۴۰ نو ساؤل هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ټول هلته ودرېږئ، زۀ او يونتن به دلته ودرېږو.“ هغوئ جواب ورکړو، ”څۀ چې درته ښۀ ښکارى نو هم هغه وکړه.“ ۴۱ ساؤل مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو خُدائ پاک ته ووئيل، ”مالِکه خُدايه، تا نن ما له جواب ولې رانۀ کړو؟ مالِکه خُدايه، اے د بنى اِسرائيلو خُدايه پاکه، د دې پاکو کاڼو په ذريعه ما له جواب راکړه. کۀ غلطى زما يا د يونتن وى نو د اُوريم په ذريعه جواب راکړه، خو کۀ دا ستا د خلقو بنى اِسرائيلو غلطى وى نو د تميم په ذريعه جواب راکړه.“ نو جواب يې يونتن او ساؤل وُو او خلق خلاص شول. ۴۲ نو ساؤل خلقو ته وفرمائيل، ”زما او زما د زوئ يونتن دپاره پچه واچوئ.“ او پچه د يونتن په نوم راووتله. ۴۳ نو ساؤل د يونتن نه تپوس وکړو، ”تا څۀ کړى دى؟“ يونتن ورته وفرمائيل، ”زما سره چې کومه امسا وه د هغې سره مې لږ شان شات خوړلى دى نو زۀ د دې په وجه د مرګ حقدار يم؟“ ۴۴ ساؤل هغۀ ته وفرمائيل، ”کۀ تۀ ونۀ وژلے شوې نو خُدائ پاک دې ما ووژنى.“ ۴۵ خو خلقو ساؤل ته ووئيل، ”يونتن به وژلے شى څۀ، چا چې د بنى اِسرائيلو دپاره لويه فتح موندلې ده؟ نه، مونږ په ژوندى مالِک خُدائ قسم خورو چې هغه به د هغۀ يو وېښتۀ هم په زمکه باندې ونۀ غورزوى. هغۀ چې نن څۀ کړى دى هغه يې د خُدائ پاک په مدد سره کړى دى.“ نو خلقو يونتن د مرګ نه بچ کړو. ۴۶ د هغې نه پس، ساؤل په فلستيانو پسې نور لا نۀ ړو او هغوئ خپلې علاقې ته لاړل.

د ساؤل بادشاهى او خاندان

۴۷ کله چې ساؤل د بنى اِسرائيلو بادشاه شو، نو هغۀ د خپلو ټولو دشمنانو سره په هر ځائ کښې جنګ کولو يعنې د موآب خلقو، عمونيانو، ادوميانو، د ضوباه بادشاهانو او فلستيانو سره. هغۀ چې چرته هم جنګ کولو نو هغه کاميابېدو. ۴۸ هغۀ په بهادرۍ سره جنګ وکړو او عماليقيانو له يې هم شکست ورکړو. هغۀ بنى اِسرائيليان د دشمن د ټولو حملو نه بچ کول. ۴۹ يونتن، اِسوى او مُلکى‌شوَع د ساؤل زامن وُو. د هغۀ د مشرې لور ميرب او د کشرې ميکل نوم وو. ۵۰ د هغۀ ښځه اخينوعم د اخيمعض لور وه، د هغۀ د لښکر مشر د هغۀ د ترۀ نير زوئ ابنير وو. ۵۱ د ساؤل پلار قيس او د ابنير پلار نير د ابى‌اېل زامن وُو. ۵۲ چې تر کومې پورې هغه ژوندے وو، نو هغۀ به د فلستيانو خِلاف ډېر سخت جنګونه کول. نو چې کله هم هغۀ ته يو سړے مِلاوېدو چې مضبوط يا تکړه وو، نو هغۀ به هغه په خپل لښکر کښې شاملولو.