۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل اول کِتاب

اتۀويشتم باب

۱ څۀ موده وروستو، فلستيانو خپل فوجيان راغونډ کړل چې د بنى اِسرائيلو سره جنګ وکړى او اکيس داؤد ته ووئيل، ”تا ته دا پته ده چې تۀ او ستا سړى به زما دپاره جنګېږئ.“ ۲ داؤد ورته وفرمائيل، ”دا رښتيا دى، زۀ ستا خِدمت کوونکے يم او تۀ به په خپله وګورې چې زۀ څۀ کوم.“ اکيس ورته ووئيل، ”ټيک ده. زۀ به تا د ټول عُمر دپاره خپل حِفاظت کوونکے محافظ جوړ کړم.“

د ساؤل د جادوګرو سره مشوره کول

۳ نو سموئيل مړ شوے وو او ټولو بنى اِسرائيلو په هغۀ ژړا کړې وه او د هغۀ په خپل ښار راما کښې يې ښخ کړے وو. او ساؤل د اِسرائيل مُلک نه کوډګر او جادوګر شړلى وُو. ۴ فلستى فوجيان راغونډ شول او د شونيم ښار سره يې نزدې خېمې ولګولې، ساؤل بنى اِسرائيليان راغونډ کړل او د جِلبوعه په غرۀ يې خېمې ولګولې. ۵ چې ساؤل د فلستيانو لښکر وليدو، نو هغه د يرې نه ولړزېدو، ۶ نو هغۀ د مالِک خُدائ نه تپوس وکړو چې څۀ وکړم. خو مالِک خُدائ بېخى جواب ورنۀ کړو، نۀ د خوبونو په ذريعه، نۀ د اُوريم او تميم استعمالولو او نۀ د پېغمبرانو په ذريعه. ۷ نو ساؤل خپلو آفسرانو له حُکم ورکړو، ”يوه کوډګره ښځه ولټوئ چې د مړو د روحونو سره مشورې کوى او زۀ به ورشم او مشوره به ورسره وکړم.“ هغوئ جواب ورکړو، ”په عين دور کښې يوه داسې ښځه شته.“ ۸ نو ساؤل خپل ځان بدل کړو، هغۀ د شاهى جامو په ځائ عامې جامې واغوستلې او د تيارې نه پس هغه د خپلو دوو سړو سره هغه ښځې له مِلاوېدو له لاړو. هغۀ ورته ووئيل، ”زما دپاره د روحونو سره مشوره وکړه او ما ته ووايه چې څۀ کيږى. د هغه سړى روح راوغواړه چې زۀ يې نوم اخلم.“ ۹ ښځې جواب ورکړو، ”تا ته ښۀ پته ده چې ساؤل څۀ کړى دى هغۀ څنګه کوډګر او جادوګر د مُلک نه وشړل. نو بيا تۀ ولې زما د ګېرولو کوشش کوې او ما وژل غواړې؟“ ۱۰ بيا ساؤل قسم وخوړو او ورته يې ووئيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم دا لوظ کوم چې د داسې کولو په وجه به تا ته سزا نۀ ملاويږى.“ ۱۱ ښځې ترې نه تپوس وکړو، ”زۀ ستا دپاره د چا روح راوغواړم؟“ هغۀ جواب ورکړو، ”د سموئيل.“ ۱۲ کله چې ښځې سموئيل وليدو نو هغې چغه کړه او ساؤل ته يې ووئيل، ”تا زۀ ولې دوکه کړم؟ تۀ ساؤل بادشاه يې.“ ۱۳ بادشاه هغې ته ووئيل، ”مۀ يرېږه، تۀ څۀ ګورې؟“ هغې ورته په جواب کښې ووئيل، ”زۀ يو روح وينم چې د زمکې نه راوځى.“ ۱۴ هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”هغه د چا په شان دے؟“ هغې ورته ووئيل، ”يو بوډا سړے راروان دے او چُوغه يې اغوستې ده.“ نو ساؤل ته پته ولګېده چې دا سموئيل دے او هغه د عزت نه زمکې ته ټيټ شو. ۱۵ سموئيل، ساؤل ته وفرمائيل، ”تا ما له تکليف ولې راکړو؟ تا زۀ واپس ولې راوستلم؟“ ساؤل ورته ووئيل، ”زۀ په لوئ تکليف کښې يم. فلستيان زما سره په جنګ دى او خُدائ پاک زۀ پرېښے يم. هغۀ ما له نور جواب نۀ راکولو، نۀ د پېغمبرانو په ذريعه او نۀ د خوبونو په ذريعه. نو ما تۀ راوغوښتلې، دا د دې دپاره چې ما ته ووائې چې زۀ څۀ وکړم.“ ۱۶ سموئيل ورته وفرمائيل، ”چې مالِک خُدائ پرېښے يې او هغه ستا دشمن شوے دے نو زۀ دې ولې راوغوښتلم؟ ۱۷ مالِک خُدائ تا سره هغه څۀ کړى دى چې هغۀ زما په ذريعه تا ته فرمائيلى وُو. هغۀ ستا نه بادشاهى اخستې ده او داؤد له يې ورکړې ده. ۱۸ تا د مالِک خُدائ د حُکم نافرمانى کړې ده ځکه چې تا عماليقيان او د هغوئ هر څۀ تباه نۀ کړل. نو نن دا ځکه مالِک خُدائ تا سره داسې کوى. ۱۹ هغه به تا او بنى اِسرائيليان فلستيانو له په لاس کښې ورکړى. سبا به تۀ او ستا زامن ما سره شريک شئ او مالِک خُدائ به د بنى اِسرائيلو لښکر هم فلستيانو له په لاس کښې ورکړى.“ ۲۰ ساؤل ناڅاپه راپرېوتو او په زمکه باندې اوږد اوږد وغزېدو، چې سموئيل څۀ فرمائيلى وُو نو د هغې په وجه ويرېدو. هغه کمزورے وو، ځکه چې هغۀ ټوله ورځ او ټوله شپه هيڅ هم نۀ وُو خوړلى. ۲۱ هغه ښځه ساؤل له ورغله او وې ليدل چې هغه يرېدلے وو، نو هغې ورته ووئيل، ”صاحِبه، تا چې څۀ وئيلى دى د هغې په وجه ما خپل ژوند په خطره کښې واچولو. ۲۲ نو اوس ستا وار دے چې زما خبرې ته غوږ ونيسې. زۀ به ستا دپاره لږ خوراک تيار کړم. تۀ خامخا څۀ وخوره چې د سفر کولو جوګه شې.“ ۲۳ ساؤل اِنکار وکړو او وې وئيل چې هيڅ به هم نۀ خورم. خو د هغۀ آفسرانو هم ورته ووئيل چې څۀ وخوره. آخر هغۀ د هغوئ خبره ومنله او د زمکې نه پاڅېدو او په کټ کښې کښېناستو. ۲۴ هغه ښځې زر يو سخے حلال کړو کوم چې هغې ښۀ څورب کړے وو. بيا هغې لږ اوړۀ واخستل، تيار يې کړل او پتيره روټۍ يې ترې نه پخه کړه. ۲۵ هغې خوراک د ساؤل او د هغۀ د آفسرانو په وړاندې کېښودو او هغوئ وخوړو. او هغوئ هم په هغه شپه لاړل.