فصل قبلی

د تيموتيوس په نوم د پولوس رسول اول خط

اول باب

دُعا او سلام

۱د پولوس د طرف نه خط چې د خلاصوونکى خُدائ پاک او د عيسىٰ مسيح په حکم څوک چې مونږ له اُميد راکوى، د عيسىٰ مسيح رسول دے، ۲تيموتيوس ته چې په ايمان کښې زما وفادار زوئ دے. په تا دې د خُدائ پلار او زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د طرف نه فضل، رحم او سلامتى وى. ۳لکه څنګه چې مِکدونيه ته د تلو په وخت ما په تا زور راوړو چې په اِفِسوس کښې پاتې شه او ځينې کسانو له هدايت ورکړه چې غلط تعليم ورنۀ کړى. ۴تاسو خلقو ته ووايئ چې خپل وخت د خپل پلار نيکۀ د دروغژنو نسب‌نامو په قيصو مۀ ضائع کوئ، کوم چې صرف د خلقو په مينځ کښې د بحث مباحثى سبب کيږى. داسې بحثونه د خُدائ په خدمت کولو کښې بې‌فائدې دى، خو دا کارونه په هغه وخت کښې ممکن دى چې تاسو په خُدائ پاک ايمان ساتئ. ۵خو زمونږ د داسې هدايت ورکولو نه مقصد هغه مينه ده چې په پاک زړۀ او نېک نيت او رښتينى ايمان سره پېدا کيږى. ۶خو ځينى خلقو د دې نه مخ واړولو او ګمراه شول او په عبثو خبرو پسې ګرځېدل ۷دوئ غواړى چې د شريعت اُستاذان جوړ شى، خو هغوئ په خپلو خبرو نۀ پوهيږى چې څۀ وائى خو بيا هم ډېر ډاډه لګيا وى. ۸مونږ پوهيږو چې شريعت ښۀ دے، خو چې څوک شريعت په قانونى طور استعمال کړى. ۹خو په کار دے چې مونږ په دې پوهه شُو چې شريعت د نېکانو دپاره نۀ دے بلکې د بې‌شريعته او نافرمانو خلقو دپاره، د بې‌دينه او ګناهګارو دپاره، او د دين سپک کوونکو دپاره، او د هغوئ دپاره دے چې پلار او مور يې وژلى وى، د قاتلانو دپاره، ۱۰د حرامکارانو او د بچه بازانو، د اغوا کارو، د دروغژنو او د دروغو قَسم خوړونکو او د دې نه علاوه د رښتينى تعليم د مخالفينو دپاره دے. ۱۱دا تعليم د مبارک خُدائ پاک د جلالى زېرى په مطابق دے کوم چې هغۀ ما ته په حواله کړے دے.

د رحم دپاره شُکر ګزارى

۱۲زۀ د خپل مالِک عيسىٰ مسيح شُکر کوم چا چې ما له طاقت راکړو او زۀ يې وفاداره وګڼلم او د خپل خِدمت دپاره يې مقرر کړم. ۱۳اګر کۀ مخکښې زۀ کُفر غرونکے او عذاب ورکوونکے او ګستاخ سړے وم، خو په ما رحم وشو ځکه چې ما د بې‌ايمانۍ په حالت او په ناپوهۍ کښې دا کارونه کړى وُو. ۱۴او زمونږ د مالِک فضل په ما ډېر نازل شو د هغه ايمان او مينې په وجه چې د عيسىٰ مسيح په يووالى کښې دے. ۱۵دا خبره رښتيا ده او په هر لحاظ د قبلولو جوګه ده، چې عيسىٰ مسيح ګناهګارانو له د خلاصون ورکولو دپاره دُنيا ته راغلو، چې په هغوئ ټولو کښې وړومبے زۀ يم. ۱۶او په دې وجه په ما رحم وشو چې په ما وړومبى ګناه ګار کښې عيسىٰ مسيح خپل لوئ صبر څرګند کړى، او زۀ يې د هغه خلقو دپاره مثال وګرځولم څوک چې به په هغۀ د تل ژوندون دپاره ايمان راوړى. ۱۷اوس دې د ازلى بادشاه، يعنې د ابدى او ناليدلى واحد خُدائ پاک عزت او جلال تل تر تله وى. آمين. ۱۸اے تيموتيوسه زما زويه، زۀ تا له دا هدايات درکوم د هغه پېشګويو په مطابق چې مخکښې ستا په حقله شوى دى، چې تۀ د هغې په مطابق ښۀ منډه ووهې، ۱۹او په ايمان او په ښۀ ضمير قائم پاتې شئ. ځينو خلقو د خپل ضمير ونۀ منل، نو د هغوئ د ايمان بيړه غرقه شوه. ۲۰په هغوئ کښې هميناوس او سکندر شامل دى چې ما شېطان ته حواله کړل چې هغوئ دا زده کړى چې نور کُفر ونۀ غروى.

فصل قبلی