تیموتاوس ته د پولوس رسول لومړی لیک

دوهم فصل

د عبادت په هکله لارښوونې

۱نو د هرڅه نه مخکې زه په کلکه ستاسو نه غوښتنه کوم چې د ټولو خلکو دپاره زارۍ، دعاګانې، شفاعتونه او شکرګزاري وکړئ. ۲د پاچاهانو او د واک د ټولو خاوندانو دپاره همداسې وکړئ، ترڅو مونږ په ټولو برخو کې د دیندارۍ او عزت سره یو سوله‌ییز او ارام ژوند وکړو. ۳دا کار ښه دی او زمونږ خلاصوونکی خدای ورباندې خوشحالیږي. ۴هغه غواړي چې ټول خلک خلاصون ومومي او حقیقت وپېژني. ۵ځکه چې یو خدای دی او د خدای او انسانانو ترمنځ یو منځګړی دی او هغه عیسی مسیح دی چې په خپله انسان دی ۶او خپل ځان یې د ټولو دپاره قربان کړ او دا په ټاکلی وخت کې ثابته شوه چې خدای غواړي ټول خلک خلاصون ومومي. ۷له همدې امله زه وعظ کوونکی او رسول وټاکل شوم. زه خدای راولېږلم چې غیریهودیانو ته د ایمان او حقیقت په هکله تعلیم ورکړم. زه رښتیا وایم او دروغ نه وایم.

۸نو زه غواړم چې د هر عبادت په وخت کې دې سړي بې له قهر او دعوې څخه خپل سپېڅلي لاسونه پورته کړي او دعا دې وکړي. ۹همدارنګه ښځې دې هم د حیا او شرافت مناسب کالي واغوندي، نه دا چې خپلې کمڅۍ جوړې کړي او په سرو زرو، مرغلرو او قیمتي کالیو باندې خپل ځانونه سینګار کړي، ۱۰بلکې خپل ځانونه دې په ښو عملونو چې د دیندارو ښځو سره ښه ښکاري، سینګار کړي. ۱۱پرېږدئ چې ښځې په ارامۍ او تابعدارۍ سره زده کړه وکړي. ۱۲زه اجازه نه ورکوم چې ښځې دې سړیو ته تعلیم ورکړي او یا دې په هغوی باندې واک او اختیار ولري، بلکې ښځه باید غلې اوسي، ۱۳ځکه چې لومړی آدم پیدا شو او وروسته حوا ۱۴او دا آدم نه ؤ چې وغولېده، بلکې ښځه وه چې وغولېدله او د خدای قانون یې مات کړ. ۱۵خو ښځې به د اولاد په راوړلو سره خلاصون مومي، که چېرې هغوی په ایمان، مینه او پاکۍ کې ټینګې پاتې شي او په خپل ځان باندې واک ولري.