۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

اتلسم باب

د ميکاياه پېغمبر اخى‌اب له خبردارے ورکول

۱ نو يهوسفط ډېر دولتمند او عزتمند شو او يهوسفط خپل زوئ ته د اخى‌اب لور وادۀ کړه نو داسې هغه د اخى‌اب ملګرے شو. ۲ يو څو کاله وروستو يهوسفط د اخى‌اب سره مِلاوېدو دپاره د سامريه ښار ته لاړو. د يهوسفط او د هغۀ د کسانو په درناوى کښې اخى‌اب د يوې مېلمستيا په توګه ډېر ګډان او څاروى حلال کړل. هغۀ يهوسفط دې ته جوړولو چې په رامات‌جِلعاد ښار باندې دواړه په يو ځائ باندې حمله وکړى. ۳ هغۀ ورنه تپوس وکړو، ”تۀ به رامات‌جِلعاد باندې د حملې کولو دپاره ما سره لاړ شې؟“ يهوسفط جواب ورکړو، ”کله چې تۀ تيار شې نو زۀ او زما فوج تيار يُو. مونږ به تا سره ملګرى شُو.“ ۴ بيا هغۀ بادشاه ته دا هم ووئيل، ”خو اول لږه د مالِک خُدائ سره مشوره وکړه.“ ۵ نو اخى‌اب پېغمبران راوغوښتل چې تقريباً څلور سوه وُو او د هغوئ نه يې تپوس وکړو، ”ما له رامات‌جِلعاد ته تلل په کار دى او کۀ نه؟“ هغوئ ورته وفرمائيل، ”حمله پرې وکړه، خُدائ پاک به تا له فتح درکړى.“ ۶ خو يهوسفط ترې نه تپوس وکړو، ”داسې يو بل پېغمبر نشته څۀ چې د هغۀ په ذريعه مونږ د مالِک خُدائ سره مشوره وکړُو؟“ ۷ اخى‌اب ورته ووئيل، ”يو بل پېغمبر هم شته دے چې د اِمله زوئ ميکاياه دے. خو زۀ د هغۀ نه نفرت کوم ځکه چې هغۀ هيڅکله زما دپاره ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، هغه همېشه بده پېشګوئې کوى.“ يهوسفط ورته ووئيل، ”تا له داسې وئيل نۀ دى په کار.“ ۸ نو اخى‌اب بادشاه د دربار يو آفسر راوغوښتو او ورته يې ووئيل چې لاړ شه او سمدستى ميکاياه راوله. ۹ هغه دوه بادشاهان د سامريه د دروازې نه لږ بهر په درمند کښې په خپلو تختُونو باندې ناست وُو چې خپلې شاهى چُوغې يې اغوستې وې او ټولو پېغمبرانو د هغوئ په مخکښې پېشګويانې ورکولې. ۱۰ د هغوئ نه يو پېغمبر د کنعانه زوئ صدقياه د اوسپنې ښکر جوړ کړى وُو او اخى‌اب ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې په دې ښکرونو به د شام خلق وهى چې برباد شى.“ ۱۱ نورو ټولو پېغمبرانو هم دغه شان وفرمائيل. هغوئ وفرمائيل، ”د رامات‌جِلعاد خِلاف روان شه او تۀ به فتح ومومې، مالِک خُدائ به تا له فتح درکړى.“ ۱۲ په دې دوران کښې کوم آفسر چې د ميکاياه د راوستو دپاره تلے وو نو هغۀ ورته ووئيل، ”ټولو پېغمبرانو د بادشاه د کاميابۍ پېشګوئې ورکړې ده، نو ستا دپاره به ښۀ وى چې تۀ هم داسې وکړې.“ ۱۳ خو ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د ژوندى مالِک خُدائ په نوم قسم کوم چې زۀ به هم هغه څۀ وايم چې څۀ ما ته خُدائ پاک فرمائى.“ ۱۴ کله چې هغه د اخى‌اب په مخکښې حاضر شو نو بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”ميکاياه، يهوسفط بادشاه او زۀ په رامات‌جِلعاد باندې د حملې کولو دپاره لاړ شُو او کۀ نه؟“ نو هغۀ جواب ورکړو، ”آو، حمله پرې وکړه، تۀ به کامياب شې، هغوئ به ستا د واک اختيار لاندې راشى.“ ۱۵ خو اخى‌اب ورته ووئيل، ”کله چې تۀ ما سره د مالِک خُدائ په نوم خبرې کوې نو رښتيا رښتيا وايه. دا به زۀ تا ته څو ځلې وايم؟“ ۱۶ ميکاياه ورته وفرمائيل، ”زۀ د اِسرائيل لښکر ګورم چې په غرونو باندې داسې خور دے لکه چې د شپون نه بغېر ګډې خورې ورې وى. او مالِک خُدائ وفرمائيل چې د دې سړو مشر نشته، نو هغوئ پرېږده چې په خېر سره کورونو ته لاړ شى.“ ۱۷ اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”ما تا ته وئيلى دى چې هغۀ زما دپاره هيڅکله هم ښۀ پېشګوئې نۀ ده کړې، هغه همېشه بده پېشګوئې کوى.“ ۱۸ ميکاياه دا هم وفرمائيل چې، ”اوس چې څۀ مالِک خُدائ فرمائى نو هغې ته غوږ ونيسئ. ما وليدل چې مالِک خُدائ په آسمان کښې په خپل تخت باندې ناست دے او د هغۀ ټولې فرښتې د هغۀ يو طرف او بل طرف ته ولاړې دى. ۱۹ مالِک خُدائ تپوس وکړو چې اخى‌اب به څوک دوکه کړى چې هغه لاړ شى او په رامات‌جِلعاد کښې ووژلے شى؟ نو څۀ فرښتو يو څۀ وفرمائيل او هغه نورو بل څۀ وفرمائيل، ۲۰ نو په دې کښې يو روح وروړاندې شو او مالِک خُدائ ته ورنزدې شو او وې وئيل چې زۀ به هغه دوکه کړم. او مالِک خُدائ ترې نه تپوس وکړو چې څنګه؟ ۲۱ هغه روح ورته ووئيل چې زۀ به لاړ شم او د اخى‌اب په ټولو پېغمبرانو به دروغ ووايم. مالِک خُدائ وفرمائيل چې لاړ شه او هغه دوکه کړه. تۀ به کامياب شې.“ ۲۲ او ميکاياه په آخر کښې دا وفرمائيل چې، ”مالِک خُدائ ستا پېغمبران مجبور کړى دى چې دروغ ووائى. خو هغۀ په خپله دا اِعلان کړے دے چې په تا باندې به يو افت راشى.“ ۲۳ بيا صدقياه پېغمبر ميکاياه له ورَغلو، هغۀ له يې په مخ څپېړه ورکړه او تپوس يې ترې نه وکړو، ”د کوم وخت نه د مالِک خُدائ روح زما نه تلے دے او تا سره خبرې کوى؟“ ۲۴ ميکاياه ورته وفرمائيل، ”تا ته به هغه وخت پته ولګى چې کله تۀ شا ته په يوه کوټه کښې پټ شې.“ ۲۵ بيا اخى‌اب بادشاه خپل يو آفسر له حُکم ورکړو، ”ميکاياه ونيسه او د ښار حاکِم امون او يوآس شهزاده له يې بوځه. ۲۶ او هغوئ ته ووايه چې هغه په قېدخانه کښې واچوى او چې ترڅو پورې زۀ په خېر سره راغلے نۀ يم نو چې هغۀ له د اوبو او روټۍ نه بغېر هيڅ ورنۀ کړى.“ ۲۷ ميکاياه په اوچت آواز سره وفرمائيل، ”کۀ تۀ په خېر سره واپس راغلې، نو بيا به مالِک خُدائ زما په ذريعه کلام نۀ وى کړے.“ او هغۀ دا هم وفرمائيل، ”ما چې څۀ وئيلى دى ټول هغه واورئ.“

د اخى‌اب مرګ

۲۸ بيا د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب او د يهوداه بادشاه يهوسفط په رامات‌جِلعاد ښار باندې د حملې دپاره لاړل. ۲۹ اخى‌اب يهوسفط ته ووئيل، ”کله چې مونږ جنګ له لاړ شُو، نو زۀ به خپل شکل بدل کړم، خو تۀ خپل شاهى لِباس واغونده.“ نو د اِسرائيل بادشاه جنګ له لاړو او خپل شکل يې بدل کړے وو. ۳۰ د شام بادشاه د خپلو جنګى ګاډو مشرانو له حُکم ورکړے وو چې د اِسرائيل د بادشاه نه بغېر په هيچا باندې حمله ونۀ کړئ. ۳۱ نو کله چې هغوئ يهوسفط بادشاه وليدو، نو د هغوئ ټولو خيال دا وو چې ګنې هغه د اِسرائيل بادشاه وو او هغوئ په هغۀ باندې د حملې کولو دپاره ورغلل. خو يهوسفط يوه چغه ووهله او مالِک خُدائ، خُدائ پاک هغه بچ کړو او د هغۀ نه يې حمله بل خوا کړه. ۳۲ د جنګى ګاډو مشرانو ته پته ولګېده چې هغه د اِسرائيل بادشاه نۀ وو، نو هغوئ په هغۀ پسې نور لا نۀ ړل. ۳۳ خو يو شامى فوجى يو غشے د اِسرائيل په لښکر ورګزار کړو او اتفاقاً اخى‌اب بادشاه د هغۀ د زغرې د جوړ په مينځ باندې ولګېدو. نو هغۀ د خپلې جنګى ګاډۍ چلوونکى ته آواز وکړو، ”زۀ زخمى شوم، واپس شه او د جنګ نه ووځه.“ ۳۴ کله چې جنګ سخت وو، نو اخى‌اب بادشاه په خپله جنګى ګاډۍ کښې ايسار وو او تکيه يې وهلې وه او شاميانو ته يې مخ وو. نو په ماښام کښې هغه مړ شو.