۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

شلم باب

د ادوميانو خِلاف جنګ

۱ څۀ موده وروستو د موآب او عمون فوجيان او معونيان راغلل چې د يهوسفط سره جنګ وکړى. ۲ څۀ سړى راغلل او يهوسفط بادشاه ته يې ووئيل، ”د مړ درياب په بل طرف باندې د ادوم نه يو لوئ لښکر د دې دپاره راغلے دے چې په تا باندې حمله وکړى. وګورئ چې هغوئ حصيصون تامار ته رارسېدلى دى.“ (دا د عين‌جدى يو بل نوم دے). ۳ يهوسفط ويرېدو او د مالِک خُدائ د مرضۍ معلومولو دپاره يې دُعا وغوښته او په يهوداه کښې يې ټولو خلقو ته د روژې د نيولو اعلان وکړو. ۴ د يهوداه خلق په يروشلم کښې د مالِک خُدائ نه د مدد غوښتلو دپاره راغونډ شول، هغوئ د مالِک خُدائ مرضى معلومولو دپاره د يهوداه د هر ښار نه راغلل. ۵ بيا يهوسفط د مالِک خُدائ د کور د نوى دربار په مخکښې د يهوداه او يروشلم خلقو په مينځ کښې ودرېدو. ۶ او هغۀ په اوچت آواز دُعا وکړه، ”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدائ پاکه، تۀ په آسمان کښې د دُنيا په ټولو قومونو باندې بادشاهى کوې. ستا په لاس کښې طاقت او قوت شته او هيڅ څوک ستا مخالفت نۀ شى کولے. ۷ تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. کله چې ستا خلق بنى اِسرائيليان دې مُلک ته راننوتل، چې کوم خلق دلته اوسېدل نو هغه دې وشړل او د خپل خليل اِبراهيم اولاد له دې هغه مُلک ورکړو چې د همېشه دپاره د هغوئ شى. ۸ هغوئ دلته اوسېدلى دى او ستا د نوم دپاره يې يو مقدس ځائ جوړ کړے دے او وئيل يې، ۹ کۀ په مونږ باندې د سزا دپاره څۀ افت، جنګ، وبا، يا قحط راشى، نو مونږ به راشو او ستا په حضور کښې به د دې کور په وړاندې ودرېږو، ځکه چې په دې کور کښې ستا نوم دے او چې په خپل مصيبت کښې مونږ تا ته سوال وکړُو نو تۀ به زمونږ سوال قبول کړې او مونږ به بچ کړې. ۱۰ اوس د عمون، موآب او ادوم خلقو په مونږ باندې حمله کړې ده. کله چې زمونږ پلار نيکۀ د مِصر نه راووتل، نو تا هغوئ له اجازت ورنۀ کړو چې دې مُلکونو ته ورننه وځى، نو زمونږ پلار نيکۀ د دې نه په بله لار لاړل او دا يې تباه نۀ کړل. ۱۱ نو اوس هغوئ مونږ له د دې داسې بدله راکوى، چې راشى او مونږ د هغه مُلک نه وشړى چې تا مونږ له راکړے دے. ۱۲ تۀ زمونږ خُدائ پاک يې. تۀ هغوئ له سزا ورکړه، ځکه چې کوم لوئ لښکر په مونږ حمله کوى نو د هغوئ په وړاندې مونږ بې‌مددګاره يُو. مونږ ته پته نشته چې څۀ وکړُو، خو مونږ ستا د مدد په طمع يُو.“ ۱۳ د يهوداه ټول سړى، سره د خپلو ښځو او بچو، د مالِک خُدائ په حضور کښې ولاړ وُو. ۱۴ بيا د مالِک خُدائ روح په يو ليوى نازل شو کوم چې په ګڼه کښې موجود وو. د هغۀ نوم يحزى‌ايل وو چې د زکرياه زوئ وو، هغه د آسف د قبيلې يو کس وو او د متنياه، يعى‌ايل او بناياه په ذريعه د آسف د اولاد نه وو. ۱۵ يحزى‌ايل ووئيل، ”د يهوداه او يروشلم ټولو خلقو او يهوسفط بادشاه ما ته غوږ ونيسئ، مالِک خُدائ تاسو ته فرمائى چې تاسو بېخى د دې لوئ لښکر سره په مخامخ کېدو کښې مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. ځکه چې دا جنګ ستاسو نۀ بلکې د خُدائ پاک دے. ۱۶ سبا چې کله هغوئ د صيص درې ته راشى نو په هغوئ حمله وکړه. تۀ به د هغوئ سره د هغه وادۍ په سر کښې مِلاو شې کوم چې د يروئيل سره نزدې د ځنګل مُلک ته ځى. ۱۷ تاسو به دا جنګ نۀ کوئ. صِرف د جنګ دپاره صفونه جوړ کړئ او کلک ودرېږئ، تاسو به هغه فتح ووينئ کومه چې مالِک خُدائ درکوى. مۀ يرېږئ او مۀ بې‌حوصلې کېږئ. سبا د هغوئ خِلاف راوځئ او مالِک خُدائ به ستاسو مل وى.“ ۱۸ بيا يهوسفط بادشاه ټيټ شو او په زمکه يې سجده ولګوله او ټول خلق هم د هغۀ سره ټيټ شول او د مالِک خُدائ عبادت يې وکړو. ۱۹ د ليويانو د قُهات او قورح د ډلو کسان پاڅېدل او په اوچت آواز يې د مالِک خُدائ د بنى اِسرائيلو د خُدائ پاک ثناء صِفت وکړو. ۲۰ په ورپسې سحر وختى خلق د تقوع سره نزدې د ځنګل مُلک ته لاړل. چې کله هغوئ سفر شروع کړو، نو يهوسفط هغوئ ته په تقرير کښې دا خبرې وکړې، ”د يهوداه او يروشلم خلقو. په مالِک خُدائ ستاسو په خُدائ پاک باندې يقين کوئ، نو تاسو به کلک ولاړ يئ. په هغه څۀ باندې ايمان لرئ چې څۀ درته پېغمبران فرمائى، نو تاسو به کامياب شئ.“ ۲۱ د خلقو سره د مشورې کولو نه پس، بادشاه يو څو موسيقارانو له حُکم ورکړو چې هغه چُوغې واغوندى کومې چې هغوئ په خاصو وختونو کښې اغوستې او ورته يې ووئيل چې د لښکر نه مخکښې روان شئ او داسې وايئ، ”د مالِک خُدائ ثناء صِفت دې وى. د هغۀ مينه ابدى ده.“ ۲۲ کله چې هغوئ ثناء صِفت کول شروع کړل نو مالِک خُدائ هغه حمله کوونکى فوجيان په خپلو کښې په جګړه کړل. ۲۳ د عمونيانو او موآبيانو لښکرې د ادوم غر د اوسېدونکو خِلاف راوګرځېدې او د هغوئ هر يو کس يې ووژلو. کله چې هغوئ د ادوم لښکر تباه کړو نو هغوئ په يو بل باندې حملې شروع کړې. ۲۴ کله چې د يهوداه لښکر هغه برج ته ورسېدو کوم چې په صحرا کښې وو، نو هغوئ د دشمن طرف ته وکتل او وې ليدل چې هغوئ ټول په زمکه باندې مړۀ پراتۀ وُو. يو کس هم په تښتېدو کښې کامياب نۀ شو. ۲۵ نو يهوسفط او د هغۀ فوجيان ورغلل چې مالِ غنيمت راواخلى او هغوئ ډېر سامانونه، جامې او نور قيمتى څيزونه وموندل. هغوئ په مالِ غنيمت راغونډولو باندې درې ورځې تېرې کړې، خو مالِ غنيمت دومره ډېر وو چې هغوئ ټول نۀ شو راټولولے. ۲۶ په څلورمه ورځ هغوئ د براکه په وادۍ کښې راغونډ شول او د هغه هر څۀ دپاره يې د مالِک خُدائ ثناء صِفت وکړو چې څۀ هغۀ کړى وُو. نو په دې وجه د هغه وادۍ نوم ”براکه“ دے. ۲۷ يهوسفط په خوشحالۍ سره فوجيان واپس يروشلم ته روان کړل، ځکه چې مالِک خُدائ د هغوئ دشمنانو له شکست ورکړے وو. ۲۸ کله چې هغوئ ښار ته ورسېدل، نو هغوئ د ربابونو او بيګلو د غږېدو سره د مالِک خُدائ کور ته روان شول. ۲۹ هر يو قوم به چې دا واورېدل چې مالِک خُدائ څنګه د اِسرائيلو دشمنانو له شکست ورکړے دے نو هغوئ به ويرېدل، ۳۰ نو يهوسفط په امن سره حکومت کولو او خُدائ پاک د هغۀ په هر رنګ باندې حِفاظت کولو.

د يهوسفط د بادشاهۍ ختمېدل

۳۱ يهوسفط د پينځو دېرشو کالو په عُمر کښې بادشاه جوړ شوے وو او په يروشلم باندې يې پينځويشت کاله بادشاهى کړې وه. د هغۀ مور عزوبه وه چې د سِلحى لور وه. ۳۲ د هغۀ نه مخکښې د هغۀ پلار آسا په شان هغۀ هم هغه کار کولو چې کوم د مالِک خُدائ په نظر کښې ښۀ وو، ۳۳ خو علاقائى عبادتخانې نۀ وې تباه شوې، او خلق په پوره توګه د خپل پلار نيکۀ خُدائ پاک ته نۀ وُو راګرځېدلى. ۳۴ نور هر څۀ چې يهوسفط کړى دى، د هغۀ د بادشاهۍ د شروع نه واخله تر آخره پورې، هر څۀ د حنانى زوئ ياهُو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى، کوم چې د اِسرائيل د بادشاهانو د تاريخ يوه حِصه ده. ۳۵ يو ځل د يهوداه بادشاه يهوسفط د اِسرائيل بادشاه اخزياه سره اِتحاد وکړو، چا چې ډېر بد عملونه وکړل. ۳۶ د عصيون‌جابر د بندرګاه سره په شريکه هغوئ سمندرى جهازُونه جوړ کړل. ۳۷ خو د مريسه د ښار د دوداواهو زوئ اِلى‌عزر يهوسفط له خبردارے ورکړو، ”تا د اخزياه سره اِتحاد کړے دے، په دې وجه چې تا څۀ جوړ کړى دى نو مالِک خُدائ به هغه تباه کړى.“ نو سمندرى جهازُونه تباه شول او هيڅکله په سمندر کښې ونۀ چلېدل.