۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

اوويشتم باب

د يهوداه بادشاه يوتام

۱ يوتام د پينځويشتو کالو په عُمر کښې بادشاه شو او هغۀ شپاړس کاله په يروشلم بادشاهى وکړه. د هغۀ مور يروسا د صدوق لور وه. ۲ هغۀ د خپل پلار عُزياه په شان هم هغه کار کولو چې په کوم باندې مالِک خُدائ خوشحالېدو، خو د خپل پلار په شان هغۀ داسې ګناه ونۀ کړه لکه چې د هغۀ پلار د مالِک خُدائ کور ته ننوتلے وو. خو خلقو ګناه بيا بيا کوله. ۳ هغه يوتام وو چې هغۀ د مالِک خُدائ د کور پاسنۍ دروازه جوړه کړه او د يروشلم په هغه علاقه کښې يې د ښار د دېوال ډېر مرمت هم وکړو چې د هغه علاقې نوم عوفل وو. ۴ د يهوداه په غرونو کښې هغۀ ښارونه جوړ کړل او په ځنګلو کښې يې قلعې او برجونه جوړ کړل. ۵ هغۀ د عمون بادشاه او د هغۀ د لښکر خِلاف جنګ وکړو او هغوئ له يې شکست ورکړو. بيا هغۀ عمونيان دې ته مجبور کړل چې درې کاله به هر کال دا محصُول ورکوى، درې زره او څلور سوه کلو سپين زر، يو زر ټنه غنم او يو زر ټنه اوربشې. ۶ د يوتام بادشاهى مضبوطېدله ځکه چې هغۀ په وفادارۍ سره د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک فرمانبردارى کوله. ۷ د يوتام د بادشاهۍ نورې واقعې، د هغۀ جنګونه او د هغۀ نور کارونه، دا هر څۀ د اِسرائيل او د يهوداه په تاريخ کښې ليکلے شوى دى. ۸ يوتام د پينځويشتو کالو وو چې هغه بادشاه شو او هغۀ په يروشلم باندې شپاړس کاله بادشاهى وکړه. ۹ يوتام مړ شو او د داؤد په ښار کښې ښخ شو او د هغۀ زوئ احاز د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو.