د دوهم تواریخ کتاب

درېم فصل

سلیمان او د څښتن د کور جوړول

(لومړی پاچاهان ۶: ۱ - ۳۸)

۱‏-۲سلیمان د څښتن د کور جوړول د خپلې پاچاهۍ د څلورم کال په دوهمه میاشت د اورشلیم د موریا په غره باندې پیل کړل. داود همدا ځای د عبادت ځای په توګه ټاکلی ؤ. هغه ځای یو وخت د یبوسي ارونه درمند ځای ؤ، یعنې هغه ځای چې څښتن د هغه پلار، داود ته ورښکاره شو.

۳هغه بنیاد چې سلیمان د خدای د کور دپاره کېښود اووه ویشت متره اوږد او نهه متره پلن ؤ. ۴د کور مخې ته یوه برنډه وه چې سور یې نهه متره او لوړوالی یې څلورپنځوس متره ؤ. د برنډې منځني دېوالونه په سوچه سرو زرو پوښل شوي وو.

۵سلیمان د کور د اصلي سالون منځني دېوالونه اول د سروې په لرګیو او بیا یې په ښه سرو زرو وپوښل او د خرما د ونو په نقشونو او په داسې نقشونو باندې یې سینګار کړل چې د زنځیرونو په شان ښکارېدل. ۶هغه د کور په سینګارولو کې د قیمتي تیږو څخه کار واخیست. همدارنګه یې د سرو زرو څخه چې د فروایم څخه راوړل شوي وو، ۷د چت د تیرونو، د دروازو او د هغو د چوکاټونو او د دېوالونو په پوښولو کې کار واخیست. سلیمان د اسماني مخلوقاتو نقشونه هم په دېوالونو کې وویستل.

۸ډېر سپېڅلی ځای نهه متره اوږد او نهه متره پلن ؤ او دا د کور پوره پلنوالی ؤ. د دې ځای د دېوالونو په پوښولو کې د شلو ټنو څخه زیات ښه سره زر ولګېدل. ۹د هر مېخ په جوړولو کې د نیم کیلوګرام نه زیات سره زر ولګېدل او د پاسنیو کوټو دېوالونه هم په سرو زرو وپوښل شول.

۱۰سلیمان د اسماني مخلوقاتو دوه مجسمې جوړې کړې د دې دپاره چې په ډېر سپېڅلي ځای کې یې کېږدي. بیا یې هغه په سرو زرو باندې وپوښلې. ۱۱‏-۱۳هغه هلته څنګ په څنګ ولاړې وې او مخونه یې د عمومي سالون خواته وو. هرې یوې یې دوه دوه وزرونه درلودل، هر وزر یې دوه متره او شل سانتي اوږد ؤ او دا دومره خپاره شوي وو چې د کوټې په منځ کې په یو بل باندې لګېدل او د کوټې دېوالونو ته رسېدل او د نهو مترو په پلنوالي سره غزېدلي وو.

۱۴یوه پرده د ښه کتان څخه جوړه شوې وه چې په اسماني، بانجاني او سرو وړیو اوبدل شوې وه او د اسماني مخلوقاتو د نقشونو ګلدوزي په کې شوې وه.

دوه برنجي ستنې

(لومړی پاچاهان ۷: ۱۵ - ۲۲)

۱۵د کور د دروازې د خولې دپاره دوه ستنې جوړې شوې. هره یوه یې شپاړس متره لوړه وه او په سرونو باندې یې تاجونه وو چې دوه متره او شل سانتي لوړ وو. ۱۶د هغو ستنو سرونه د جالۍ په شان د زنځیرونو په نقشونو او په سلو برنجي انارو باندې سینګار شوي وو. ۱۷سلیمان یوه ستنه د کور د دروازې جنوب خواته ودروله او د یاکین په نوم یې یاده کړه. بله یې د دروازې شمال خواته ودروله او هغه یې د بوعز په نوم یاده کړه.