۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

دېرشم باب

د فسحې د اختر تيارے

۱‏-۳ نو خلقو په صحيح وخت يعنې په وړومبۍ مياشت کښې د فسحې اختر ونۀ کړو، ځکه چې ټولو اِمامانو ځانونه نۀ وُو پاک کړى او ټول خلق په يروشلم کښې نۀ وُو راغونډ شوى. نو بادشاه، د هغۀ آفسران او د يروشلم خلق دې ته راضى شول چې اختر په دوېمه مياشت کښې وکړى او بادشاه د يهوداه او اِسرائيل ټول خلق راوغوښتل. هغۀ د اِفرائيم او منسى قبيلو ته خاص اهميت ورکړو او هغوئ ته يې د دې دعوت خطونه ولېږل چې په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راشئ چې د بنى اِسرائيلو د مالِک خُدائ د درناوى دپاره د فسحې اختر وکړُو. ۴ نو دا خبره بادشاه او نورو خلقو ته ښۀ ښکاره شوه، ۵ نو هغوئ په شمال کښې د دان نه واخله په جنوب کښې د بيرسبع پورې ټول اِسرائيل له دعوت ورکړو، چې په يروشلم کښې په دومره لوئ شمېر کښې راغونډ شى چې مخکښې نۀ وى راغونډ شوى او د قانون په مطابق د فسحې اختر وکړى. ۶ نو پېغام وړُونکى د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو په حُکم د دې دعوت سره ټول يهوداه او اِسرائيل ته لاړل، ”اے بنى اِسرائيلو، تاسو د اسور بادشاهانو نه بچ شوى يئ چې کله هغوئ مُلک قبضه کړے وو. نو اوس مالِک خُدائ ته راوګرځئ، کوم چې د اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب خُدائ پاک دے او هغه به تاسو ته راوګرځى. ۷ د خپل پلار نيکۀ او د خپلوانو په شان مۀ جوړېږئ څوک چې د مالِک خُدائ د هغوئ د خُدائ پاک وفادار نۀ وُو. لکه څنګه چې تاسو ته پته ده چې هغوئ له يې سخته سزا ورکړه. ۸ د هغوئ په شان ضدى مۀ جوړېږئ، خو د مالِک خُدائ تابعدارى کوئ. په يروشلم کښې د مالِک خُدائ کور ته راځئ، کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک د همېشه دپاره مقدس کړے دے او د هغۀ عبادت کوئ نو داسې به د هغۀ د سخت قهر نه خلاص شئ. ۹ کۀ تاسو مالِک خُدائ ته راوګرځئ، نو چا چې ستاسو خپلوان اغوا کړى دى نو هغوئ به ستاسو په خپلوانو باندې رحم وکړى او هغوئ به خپلو کورونو ته بيا راولى. مالِک خُدائ، خُدائ پاک رحمان او رحيم دے او کۀ تاسو هغۀ ته راوګرځئ، نو هغه به تاسو قبول کړى.“ ۱۰ پېغام‌وړونکى په شمال کښې د زبولون قبيلې پورې د اِفرائيم او منسى قبيلو په علاقې کښې هر يو ښار ته لاړل، خو خلقو په هغوئ پورې خندل او ټوقې يې ورپورې کولې. ۱۱ خو بيا هم د آشر، منسى او د زبولون قبيلو څۀ خلقو عاجزى ښکاره کړه او يروشلم ته لاړل. ۱۲ خُدائ پاک د يهوداه خلق هم د دې دپاره متحد کړل چې د هغۀ په مرضۍ باندې روان شى او د بادشاه او د هغۀ د آفسرانو حُکمونه ومنى.

د فسحې اختر کېدل

۱۳ په دوېمه مياشت کښې د خلقو يو لوئ شمېر په يروشلم کښې راغونډ شو چې د پتيرې روټۍ اختر وکړى. ۱۴ هغوئ هغه ټولې قربان‌ګاه واخستلې کومې چې په يروشلم کښې د نذرانو د پېش کولو او د خوشبويۍ د سوزولو دپاره استعمالېدلې او د قِدرون په وادۍ کښې يې وغورزولې. ۱۵ او د هغه مياشتې په څوارلسمه ورځ هغوئ د فسحې اختر د قربانۍ دپاره ګډُورى حلال کړل. کوم اِمامان او ليويان چې پاک نۀ وُو نو هغوئ دومره وشرمېدل چې خپل ځانونه يې مالِک خُدائ ته وقف کړل، نو داسې هغوئ د مالِک خُدائ په کور کښې سوزېدونکې نذرانې پېش کولے شوې. ۱۶ هغوئ د خُدائ پاک د خِدمتګار موسىٰ د شريعت په مطابق د مالِک خُدائ په کور کښې په خپلو ځايونو باندې ودرېدل. ليويانو د قربانۍ وينه اِمامانو له ورکړه، چې هغوئ دا په قربان‌ګاه باندې وشيندله. ۱۷ په دغه مجمه کښې ډېر خلق په اودس کښې نۀ وُو، نو په دې وجه هغوئ د فسحې اختر ګډُورى نۀ شُو حلالولے، نو ليويانو د هغوئ دپاره حلال کړل او هغه ګډُورى يې مالِک خُدائ ته وقف کړل. ۱۸ د دې نه علاوه، هغه ډېر کسان کوم چې د اِفرائيم، منسى، يساکار او زبولون د قبيلو نه راغلى وُو نو هغوئ د پاکوالى رسم نۀ وو ادا کړے، نو هغوئ په غلطه طريقه باندې د فسحې اختر کولو. حزقياه بادشاه د هغوئ دپاره دا دُعا وکړه، ۱۹ ”اے مالِکه خُدايه، زمونږ د پلار نيکۀ خُدايه پاکه. د خپل رحم په وجه هغه کسان معاف کړه چې هغوئ د زړۀ د اخلاصه ستا عبادت کوى، اګر چې هغوئ پاک هم نۀ دى.“ ۲۰ مالِک خُدائ د حزقياه دُعا واورېدله، هغۀ هغه خلق معاف کړل او هغوئ ته يې څۀ نقصان ونۀ رسولو. ۲۱ کوم خلق چې په يروشلم کښې راغونډ شوى وُو نو هغوئ د لوئې خوشحالۍ سره اووۀ ورځې د پتيرې روټۍ اختر کولو او ليويانو او اِمامانو هره ورځ د جذبې سره د مالِک خُدائ ثناء صِفت کولو. ۲۲ حزقياه د ليويانو دا صِفت وکړو ځکه چې هغوئ د مالِک خُدائ په عبادت کښې تکړه وُو.

دوېم ځل خوشحالى کول

د هغه اوو ورځو نه پس په کومو کښې چې هغوئ د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې قربانۍ پېش کړې وې، چې کوم د هغوئ د پلار نيکۀ خُدائ پاک دے، ۲۳ هغوئ ټولو دا فېصله وکړه چې اووۀ ورځې به نور اختر کوى. نو هغوئ د خوشحالۍ سره اختر وکړو. ۲۴ حزقياه بادشاه يو زر غوَيى او اووۀ زره ګډان خلقو له ورکړل چې حلال يې کړى او وې خورى او آفسرانو هغوئ له يو زر نور غوَيى او لس زره ګډان ورکړل. نو داسې د ډېرو اِمامانو د پاکوالى رسم ادا شو. ۲۵ نو دا ټول خوشحاله وُو، د يهوداه خلق، اِمامان، ليويان، هغه خلق چې کوم د شمالى طرف نه راغلى وُو او هغه مسافر کوم چې په اِسرائيل او يهوداه کښې پاخۀ دېره شوى وُو. ۲۶ د يروشلم ښار د خوشحالۍ نه ډک وو، ځکه چې د داؤد زوئ سليمان د وخت نه پس هيڅکله هم داسې نۀ وُو شوى. ۲۷ اِمامانو او ليويانو د خلقو دپاره د مالِک خُدائ برکت وغوښتلو. خُدائ پاک په آسمان کښې په خپل کور کښې د هغوئ دُعاګانې واورېدلې او قبولې يې کړې.