د تواريخ دوېم کِتاب

درېم باب

۱نو سليمان په يروشلم کښې د مورياه په غر د مالِک خُدائ د کور جوړول شروع کړل، چرته چې مالِک خُدائ د هغۀ پلار داؤد ته راڅرګند شوے وو. د مالِک خُدائ کور د اُرنان يبوسى په درمند جوړ شو، کوم ځائ چې داؤد خوښ کړے وو. ۲او د هغې جوړېدل د هغۀ د بادشاهۍ د څلورم کال د دوېمې مياشتې په دوېمه ورځ شروع شُو. ۳سليمان چې د خُدائ پاک د کور کوم بنياد کېښودو هغه تقريباً دېرش ګزه اوږد او تقريباً لس ګزه پلن وو. ۴د ننوتلو کوټه د کور د پوره پلنوالى هومره يعنې تقريباً لس ګزه وه او تقريباً شپېتۀ ګزه اوچته وه. د کوټې دننه دېوالونه او چت په سوچه سرو زرو باندې پټ وو. ۵په لويه کوټه باندې د دِيار د لرګى تختې لګولے شوې وې چې په سوچه سرو زرو باندې پټې وې، چې په دې باندې د کجورو د ونو ګُلکارى شوې وه او د زنځيرونو نمونې ورباندې جوړې شوې وې. ۶بادشاه د خُدائ پاک کور د قيمتى کاڼو او د پروائم د مُلک د سرو زرو سره ښائسته کړو. ۷هغۀ د کور د دېوالونو، د تختو او دروازو پټولو دپاره سرۀ زر استعمال کړل، کاريګرو په دېوالونو باندې د وزرو والا مخلوق نقشې هم جوړې کړې، ۸د دنننۍ کوټې نوم زيات مقدس ځائ وو، چې تقريباً لس ګزه اوږده او لس ګزه پلنه وه، چې د کور د پوره پلنوالى هومره وه. د زيات مقدس ځائ د دېوالونو پټولو دپاره د شلو ټنو نه زيات سرۀ زر استعمال شوى وُو، ۹تقريباً نيم سېر سرۀ زر د مېخونو د جوړولو دپاره استعمال شوى وُو او د برنو کوټو دېوالونه هم په سرو زرو باندې پټ وُو. ۱۰بادشاه خپلو کاريګرو له دا حُکم هم ورکړو چې د وزرو والا مخلوق د اوسپنې نه جوړ کړئ، په سرو زرو يې پټ کړئ او په زيات مقدس ځائ کښې يې کېږدئ. ۱۱‏-۱۳هلته دا څنګ په څنګ دروازې ته مخامخ ودرولے شوى وُو. د هر يو دوه وزر وُو، چې هر يو تقريباً دوه نيم ګزه پلن وو، وزر يې داسې خوارۀ وُو چې د کوټې په مينځ کښې د يو بل سره مِلاوېدل او په بل طرف باندې د کوټې دېوال ته رسېدلى وُو، چې پوره پلنوالے يې تقريباً لس ګزه وو. ۱۴د زيات مقدس ځائ يوه پرده د مهينې لټې نه جوړه وه، چې د آسمانى، کاسنى او سور رنګ د وزرو والا مخلوق د شکلونو کار ورباندې شوے وو.

د زېړو دوه ستنې

۱۵بادشاه دوه ستنې جوړې کړې چې هره يوه تقريباً اوولس ګزه لوړه وه او د خُدائ پاک د کور په مخکښې يې ولګولې. د هرې ستنې دپاسه تقريباً درې ګزه لوړ تاجونه وُو. ۱۶د ستنو سرونه د زنځيرونو د کَړو په شکلونو او په سلو انارو باندې ښائسته کړے شوى وُو. ۱۷ستنې د خُدائ پاک د کور د ننوتلو په طرفونو باندې لګولے شوې وې، د جنوب په طرف باندې چې کومه ستنه لګولے شوې وه د هغې نوم يکين وو او چې په شمالى طرف باندې وه د هغې نوم بوعز وو.