۰:۰۰ / ۰:۰۰

د تواريخ دوېم کِتاب

اوؤم باب

د خُدائ پاک د کور وقف کېدل

۱ کله چې سليمان بادشاه خپله دُعا ختمه کړه نو د آسمان نه اور راکوز شو او کومې نذرانې چې پېش کړے شوې وې هغه يې وسوزولې او د خُدائ پاک کور د مالِک خُدائ د حضور د جلال نه ډک شو. ۲ اِمامان د مالِک خُدائ کور ته ځکه نۀ شول ننوتلے چې د مالِک خُدائ کور د جلال نه ډک وو. ۳ کله چې ټولو بنى اِسرائيلو وليدل چې اور راکوزېدلو او د مالِک خُدائ د جلال نه ډک حضور هغه کور ډک کړے وو، نو هغوئ پړمخې په زمکه وغورزېدل، سجده يې وکړه او د مالِک خُدائ په ثناء صِفت کښې يې وفرمائيل، ”هغه مهربان دے، د هغۀ د وفا نه ډکه مينه د همېشه دپاره ده.“ ۴ بيا سليمان او ټولو خلقو مالِک خُدائ ته نذرانې پېش کړې. ۵ هغۀ دوويشت زره څاروى او يو سل او شل زره ګډان د سلامتۍ نذرانې په توګه حلال کړل. نو داسې هغۀ او ټولو خلقو د خُدائ پاک کور وقف کړو. ۶ اِمامان په هغه مقررو شوو ځايونو باندې ولاړ وُو او ليويان ورسره وُو، هغوئ وفرمائيل، ”د هغۀ نۀ ختمېدونکې مينه د همېشه دپاره ده.“ هغوئ د موسيقۍ د هغه سامان سره په يو انداز سندرې وئيلې کوم چې داؤد بادشاه د مالِک خُدائ د ثناء صِفت دپاره جوړ کړى وُو. ليويانو ته مخامخ اِمامانو بيګلې غږولې او په دې دوران کښې ټول بنى اِسرائيليان ولاړ وُو. ۷ سليمان د دربار مرکزى حِصه وقف کړه، کوم ځائ چې د مالِک خُدائ د کور په مخکښې وو او بيا يې هلته پوره سوزېدونکې نذرانې، د غلې نذرانې او د سلامتۍ د نذرانې وازګه يې پېش کړه، هغۀ داسې ځکه وکړل چې هغۀ د زېړو کومه قربان‌ګاه جوړه کړې وه نو هغه قربان‌ګاه د دې ټولو نذرانو دپاره ډېره وړه وه. ۸ سليمان او ټولو بنى اِسرائيلو اووۀ ورځې د جونګړو اختر وکړو. هلته په شمال کښې د حمات دَرې نه واخله په جنوب کښې د مِصر د سرحد پورې يوه لويه ګڼه وه. ۹ هغوئ اووۀ ورځې د قربان‌ګاه د وقف کولو دپاره او اووۀ نورې ورځې د اختر دپاره تېرې کړې. په آخرى ورځ هغوئ يو آخرى تقريب وکړو، ۱۰ په ورپسې ورځ يعنې د اوومې مياشتې په درويشتمه ورځ، سليمان خلق کورونو ته ولېږل. هغوئ په هغه ټولو برکتونو باندې خوشحاله وُو کوم چې مالِک خُدائ بنى اِسرائيلو له، داؤد او سليمان له ورکړى وُو.

د خُدائ پاک حضرت سليمان ته بيا څرګندېدل

۱۱ کله چې سليمان بادشاه د مالِک خُدائ کور او محل او د دې دپاره ټولې منصوبې مکملې کړې، ۱۲ نو مالِک خُدائ هغۀ ته د شپې راڅرګند شو او هغۀ ته يې وفرمائيل، ”ما ستا دُعا اورېدلې ده او دا ځائ د يو داسې ځائ په توګه قبلوم چرته به چې ما ته نذرانې پېش کيږى. ۱۳ کله هم چې زۀ باران نۀ وروم يا د قحطۍ مُلخان راولېږم چې فصلونه وخورى او يا په خپلو خلقو باندې يوه وبا راولېږم، ۱۴ نو کۀ زما خلق څوک چې زما خپل خلق دى ما ته سوال وکړى او توبه وباسى او چې هغوئ کوم بد عمل کوى د هغې نه راوګرځى، نو بيا به زۀ په آسمان کښې د هغوئ سوال واورم، د هغوئ ګناهونه به معاف کړم او د هغوئ زمکه به بيا آباده کړم. ۱۵ زۀ به په دې کور باندې نظر وساتم او چې په دې کور کښې کومې دُعاګانې وشى نو د هغې اورېدو دپاره به تيار يم، ۱۶ ځکه چې دا ما خوښ کړے دے او دا مې د دې دپاره پاک ګرځولے دے چې دلته به د تل دپاره زما عبادت کيږى. زۀ به په دې باندې نظر ساتم او تل به يې حِفاظت کوم. ۱۷ کۀ تۀ د خپل پلار داؤد په شان په وفادارۍ سره زما خِدمت کوې، زما قانون منې او هغه هر څۀ کوې چې ما يې حُکم کړے دے، ۱۸ نو زۀ به هغه وعده پوره کړم کومه چې ما ستا پلار داؤد سره کړې وه کله چې ما هغۀ ته وفرمائيل چې په بنى اِسرائيلو کښې به ستا اولاد همېشه حکومت کوى. ۱۹ خو کۀ تۀ او ستا خلق کله هم هغه قانون او حُکمونه نۀ منئ چې ما تاسو له درکړى دى او د نورو معبودانو عبادت وکړئ، ۲۰ نو بيا به زۀ تاسو د هغه مُلک نه لرې کړم چې ما درکړے دے او زۀ به دا کور پرېږدم چې ما دا ځائ د دې دپاره مخصوص کړے دے چرته به چې زما عبادت کيږى. نو ټول قومونه به په دې پورې خندا کوى او سپکاوے به يې کوى. ۲۱ دا کور اوس د شان او شوکت والا دے خو چې بيا کله هم څوک په دې تېريږى نو حېران به شى او تپوس به کوى چې، مالِک خُدائ د دې مُلک او د دې کور سره داسې بد ولې کړى دى؟ ۲۲ نو خلق به په جواب کښې وائى چې، دا ځکه وشول چې هغوئ مالِک خُدائ خپل خُدائ پاک پرېښودو، چا چې د هغوئ پلار نيکۀ د مِصر نه راوويستل. هغوئ نورو معبودانو ته ورواوړېدل او د هغوئ عبادت يې وکړو. نو ځکه مالِک خُدائ په هغوئ باندې دا مصيبت راوستلو.“