د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

درېم باب

د نوى لوظ خادِمان

۱ ولې بيا مونږ د خپلې نېک نامۍ ډنډوره غږوو؟ او يا مونږ ته لکه د نورو خلقو په شان د سفارشى خطونو ضرورت دے څۀ؟ ۲ تاسو په خپله زمونږ هغه سفارشى خط يئ چې زمونږ په زړونو ليکلے شوے دے، چې تاسو ټول يې لوستلے شئ او پرې پوهېږئ. ۳ او ستاسو نه دا ظاهريږى چې په خپله لکه د مسيح د خط په شان يئ، کوم چې مونږ په سياهى نۀ دے ليکلے، بلکې د ژوندى خُدائ پاک په روح مو ليکلے دے نه چې د کاڼى په تختو بلکې په زړونو. ۴ خو مونږ دا خبره په يقين سره کوُو ځکه چې په مسيح کښې په خُدائ پاک زمونږ دغه شان باور دے. ۵ مونږ په خپله د دې قابل نۀ يُو چې په خپله د څۀ کولو دعوىٰ وکړو بلکې زمونږ قابليت د خُدائ پاک د خوا نه دے، ۶ چا چې مونږ د خپل نوى لوظ د خادِم کېدو جوګه کړو، دا لوظ د ليکلے شوى شريعت نه نۀ دے، بلکې د روح نه دے. ځکه چې زوړ ليکلے شوے شريعت وژل کوى، خو د نوې لوظ لاندې روح ژوند ورکوى. ۷ کۀ د شريعت هغه تختې چې په ګټه ليکلے شوې وې او په هغې کښې دومره جلال وو چې بنى اِسرائيلو د موسىٰ مخ ته نۀ شو کتلے چې په کښې د خُدائ پاک جلال ځلېدو، کۀ څۀ هم هغه جلال به لږ وخت وروستو تتېدو، ۸ نو بيا ولې د روحُ القُدس د نظام جلال به د دې نه زيات نۀ وى څۀ؟ ۹ ځکه کۀ په مجرمونکى نظام کښې جلال وو، نو صادقه نظام به ضرور د دې نه زيات جلالى وى. ۱۰ حقيقت کښې چې مخکښې کوم جلال وو هغه اوس د دې لوئ جلال په وجه ختم شو. ۱۱ نو چې فنا کېدونکى څيزونه جلالى وُو نو نوې ابدى څيزونه به ضرور د دې نه زيات جلالى وى. ۱۲ نو زمونږ اُميد هم دا دے او په دې وجه په زړۀ ورتيا سره د زيرى اورولو خِدمت کوُو، ۱۳ او مونږ د موسىٰ په شان نۀ يو، چې په خپل مخ يې پړده اچولې وه د دې دپاره چې بنى اِسرائيل هغه جلال ونۀ ګورى کوم چې به لږ وخت وروستو تتېدو. ۱۴ خو د هغوئ زړونه سخت شول ځکه چې تر نن پورې د زوړ لوظ د تلاوت په وخت د هغوئ په زړونو پړده پرته ده، او دا پړده صرف د مسيح په وسيله اخوا کيږى. ۱۵ خو تر ننه پورې چې کله هم د موسىٰ کِتاب تلاوت کيږى نو د هغوئ په زړونو پړده پرته وى. ۱۶ خو کله چې څوک د مالِک طرف ته راوګرځى، نو دغه پړده اخوا کيږى. ۱۷ اوس مالِک روح دے، او چرته چې د مالِک روح دے، هلته آزادى ده. ۱۸ خو په مونږ کښې د مالِک خُدائ هغه جلال ليدل کيږى چا چې د خپلو مخونو نه پړده اخوا کړې ده، او مونږ ورځ په ورځ د مالِک خُدائ د جلال په صورت بدليږو، او دا کار زمونږ نه، خو د هغه مالِک دے چې په خپله روح دے.