د کورنتيانو په نوم د پولوس رسول دوېم خط

نهم باب

د ايماندارانو دپاره په يروشلم کښې چنده

۱ اوس ما دپاره دا ضرورى نۀ ده چې تاسو ته د مقدسينو د چندې په حقله وليکم ۲ ځکه چې زۀ ستاسو د سرګرمۍ نه خبر يم د هغې په وجه د مِکدونيه د خلقو په وړاندې زۀ په تاسو فخر کوم او وايم چې د اخيه خلق د تير کال نه تيار دى. او ستاسو جوش په هغوئ کښې ډېر خلق راوپارول. ۳ خو زۀ دا وروڼه درلېږم د دې دپاره چې ستاسو په حقله مونږ کوم فخر کوُو، هغه بې‌مقصده پاتې نۀ شى، بلکې تاسو هغه شان تيار شئ څنګه چې ما هغوئ ته وينا کړې ده. ۴ ځکه چې کۀ ما سره د مِکدونيه نه څۀ خلق راشى او هغوئ وګورى چې تاسو تيار نۀ يئ نو مونږ به شرمنده شُو ځکه چې مونږ په تاسو باور کړے دے. ۵ نو ما دا خبره ضرورى وګڼله چې په دې وروڼو زور راوړم چې اول کورنتيانو ته لاړ شى او د هغه چندې د مخکښې نه بندوبست وکړى د کومې چې تاسو وعده کړې ده، چې دا چنده په خپله خوښه راجمع کړئ نه چې په زبردستۍ. ۶ خو ياد ساتئ څوک چې لږه کرونده کوى هغه به لږه رېبى، او چې څوک زياته کرونده کوى هغه به زياته رېبى. ۷ تاسو هر يو دې هم هغه هومره ورکړى څومره چې يې په زړۀ کښې دى، او نۀ چې په نۀ زړۀ او نۀ د بل چا په مجبورولو سره ځکه چې خُدائ پاک په خوشحالۍ ورکوونکو سره مينه کوى. ۸ او خُدائ پاک کولے شى چې تاسو ته ستاسو د ضرورت په مطابق هر څۀ پرېمانه درکړى او تاسو سره به د نورو د مدد کولو دپاره همېشه هر څۀ ډېر وى. ۹ نو په صحيفو کښې داسې ليکلى دى چې، ”هغۀ خپل خېراتونه مسکينانو ته ورلېږلى دى، د هغۀ صداقت د تل دپاره پاتې کيږى.“ ۱۰ نو خُدائ پاک څوک چې د زميندار دپاره تخم او د خوراک دپاره روټۍ ورکوى، هم هغه به تاسو له هم د کَرلو تخم درکړى او زيات به يې کړى او ستاسو د صداقت فصل به هم زيات کړى. ۱۱ تاسو به په هر يو څيز کښې ډېر شتمن شئ د دې دپاره چې تاسو همېشه په هره موقع کښې سخاوت کولے شئ، او په دې سره به د خُدائ پاک شُکر ګزارى وشى. ۱۲ ځکه چې د دې خِدمت په کولو به نۀ تش د مقدسينو ضرورتونه پوره شى بلکې د ډېرو خلقو له خوا به د خُدائ پاک ډېره شُکر ګزارى وشى. ۱۳ نو ستاسو د خِدمت په وجه به هغوئ د خُدائ پاک لوئى بيان کړى. نو هغوئ او نورو ټولو ايماندارانو ته به ستاسو سخاوت دا خبره ثابته کړى چې تاسو د مسيح د زيرى تابعدار يئ. ۱۴ نو په دې وجه به هغوئ تاسو ته د زړۀ نه دعا کوى د هغه لوئ فضل په وجه کوم چې خُدائ پاک تاسو ته درکړے دے. ۱۵ د خُدائ پاک د هغه بې‌مثاله برکت دپاره شُکر دے.