د يوحنا رسول دوېم خط

دُعا او سلام

۱دا خط د مشر د طرفه هغه منتخب شوې ښځې او د هغې بچو ته دے، چا سره چې زما په رښتيا مينه ده، يواځې زۀ نه، بلکې د هغه ټولو څوک چې د حق نه خبر دى، ۲د هغه حق د خاطره چې په مونږ کښې اوسيږى او تل تر تله به مونږ سره وى. ۳د خُدائ پلار او د هغۀ د زوئ عيسىٰ مسيح فضل، رحم او سلامتى به په حقيقت او مينې سره په مونږ کښې وى.

په حقيقت او مينه کښې اوسېدل

۴زۀ په دې ډېر خوشحاله شوم چې مې واورېدل چې ستاسو څۀ بچى د حق په لار روان دى لکه څنګه چې د پلار نه مونږ ته حُکم شوے دے. ۵اے ګرانې محترمې، زۀ اوس ستا نه تپوس کوم داسې نه چې زۀ درته يو نوے حُکم ليکم، بلکې کوم چې مونږ ته د شروع نه راکړے شوے دے چې مونږ دې د يو بل سره مينه کوُو. ۶او دا مينه ده چې مونږ د هغۀ د حُکمونو په مطابق ژوند وکړُو. د هغۀ حُکم دا دے کوم چې تاسو د اول نه اورېدلے دے، نو چې تاسو د هغې په نقش قدم تلل وکړئ. ۷ځکه چې ډېر دوکه بازان دُنيا کښې خوارۀ شوى دى څوک چې د عيسىٰ مسيح په جسم کښې راتلل نۀ منى، داسې کسان لوئ ټګماران او خردجالان دى. ۸خبردار اوسئ چې زمونږ هغه خوارى ضائع لاړه نۀ شى کومه چې مونږ په تاسو کړې ده بلکې دا چې تاسو د هغې پوره اجر حاصل کړئ. ۹څوک هم چې بې‌لارې شى او د مسيح د تعليم په مطابق ژوند نۀ تېروى، خُدائ پاک د هغۀ سره نشته. خو هر څوک چې د مسيح د تعليم په مطابق ژوند تېروى نو د هغۀ سره پلار او زوئ دواړه شته. ۱۰کۀ څوک درته راشى او دا تعليم درنۀ کړى نو هغه خپل کور ته مۀ پرېږدئ او مۀ ورته هرکلے وايئ، ۱۱ځکه چې هر څوک چې هغۀ ته هرکلے وائى، د هغۀ په بدو کارونو کښې شريک دے.

آخرى سلام

۱۲اګر کۀ ډيرې خبرې داسې دى چې زۀ يې تاسو ته ليکل غواړم خو د هغې زۀ په ليک کښې راوستل نۀ غواړم، خو د دې په ځائ زۀ دا اُميد کوم چې در به شم او درسره به په مخامخ خبرې وکړم نو چې زمونږ خوشحالى پوره شى. ۱۳ستا هغه خور چې خُدائ پاک غوره کړې ده د هغې بچى تا ته سلام کوى.