فصل قبلی

د بادشاهانو دوېم کِتاب

اول باب

د الياس د اخزياه بادشاه سره مخالفت

۱د اِسرائيل بادشاه اخى‌اب د مرګ نه پس، د موآب مُلک د اِسرائيل خِلاف بغاوت وکړو. ۲په سامريه کښې د اِسرائيل بادشاه اخزياه د خپل محل د بره کوټې د کړکۍ د جالۍ نه راپرېوتو او سخت زخمى شو. نو هغۀ پېغام وړُونکى ولېږل چې د عقرون په ښار کښې د فلستيانو د خُدائ بعل‌زبوب نه پوښتنه وکړى چې دے به روغ شى او کۀ نه. ۳خو د مالِک خُدائ يوې فرښتې الياس ته حُکم وکړو، چې هغه د تِشبى پېغمبر وو، چې دے لاړ شى او د سامريه اخزياه بادشاه پېغام وړونکو سره مِلاو شى او تپوس ترې نه وکړى چې، ”تاسو د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره مشورې له ولې روان يئ؟ ځکه چې ستاسو خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ ۴بادشاه ته ووايئ چې، مالِک خُدائ فرمائى چې تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او خامخا به مړ شې.“ الياس د مالِک خُدائ په حُکم عمل وکړو، ۵او پېغام وړُونکى بادشاه ته راواپس شول. هغۀ ترې نه تپوس وکړو، ”تاسو ولې واپس راغلئ؟“ ۶هغوئ ورته ووئيل، ”مونږ يو سړى سره مِلاو شُو او هغۀ مونږ ته ووئيل چې واپس لاړ شئ او بادشاه نه تپوس وکړئ چې، مالِک خُدائ فرمائى، تا د عقرون خُدائ بعل‌زبوب سره د مشورې دپاره پېغام وړُونکى ولې لېږلى دى؟ ځکه چې ستا خيال دا دے چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به د کټ نه پا نۀ څې، او مړ به شې.“ ۷بادشاه ترې نه تپوس وکړو، ”هغه سړے څنګه ښکارېدو؟“ ۸هغوئ ورته ووئيل، ”د هغه سړى په وجود ډېر وېښتۀ وُو چې د څرمنې په پټۍ باندې يې ملا تړلې وه.“ بادشاه ووئيل، ”هغه د تِشبى الياس دے.“ ۹بيا هغۀ د پنځوسو سړو سره يو آفسر ولېږلو چې الياس راولى. آفسر الياس پېدا کړو چې په يو غر باندې ناست وو او ورته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره. بادشاه تا له حُکم درکوى چې لاندې راشه.“ ۱۰الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راشى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل. ۱۱بادشاه د پنځوسو سړو سره يو بل آفسر ورولېږلو چې هغه وروختلو او الياس ته يې ووئيل، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، بادشاه تا له حُکم درکوى چې فوراً لاندې راکوز شه.“ ۱۲الياس ورته وفرمائيل، ”کۀ زۀ د خُدائ پاک خِدمتګار يم، نو د آسمان نه دې اور راکوز شى او تا او ستا سړى دې ووژنى.“ نو سمدستى اور راکوز شو او آفسر او د هغۀ سړى يې ووژل. ۱۳بادشاه يو ځل بيا د پنځوسو سړو سره يو آفسر ورولېږلو. هغه غرۀ ته وختلو، هغه د الياس په مخکښې ټيټ شو او سوال زارى يې ورته وکړه چې، ”د خُدائ پاک خِدمتګاره، په ما او زما په سړو باندې رحم وکړه. زمونږ ژوند بچ کړه. ۱۴هغه نور دوه آفسران او د هغوئ سړى په آسمانى اور باندې وژلے شوى دى، خو په ما باندې رحم وکړه.“ ۱۵د مالِک خُدائ فرښتې الياس ته وفرمائيل، ”هغۀ سره لاړ شه او يرېږه مه.“ نو الياس د هغه آفسر سره بادشاه له لاړو ۱۶او بادشاه ته يې وفرمائيل، ”مالِک خُدائ داسې فرمائى چې تا ولې د عقرون خُدائ بعل‌زبوب نه تپوس دپاره پېغام وړُونکى لېږلى وُو؟ ستا څۀ خيال وو چې په اِسرائيل کښې خُدائ نشته؟ نو په دې وجه تۀ به روغ نۀ شې، او خامخا به مړ شې.“ ۱۷لکه څنګه چې مالِک خُدائ د الياس په ذريعه فرمائيلى وُو، اخزياه مړ شو. د اخزياه زامن نۀ وُو، نو د يهوداه بادشاه د يهوسفط زوئ يهورام د بادشاهۍ په دوېم کال د اخزياه ورور يورام د هغۀ نه پس بادشاه جوړ شو. ۱۸اخزياه بادشاه چې نور هر څۀ هم کړى وُو هغه د اِسرائيل د بادشاهانو په تاريخ کښې ليکلے شوى دى.

فصل قبلی