۰:۰۰ / ۰:۰۰

د سموئيل دوېم کِتاب

اتم باب

د حضرت داؤد بادشاه جنګونه

۱ څۀ وخت وروستو داؤد بادشاه فلستيانو له شکست ورکړو. نو بنى اِسرائيليان د هغوئ د قبضې نه خلاص شول. ۲ بيا هغۀ موآبيانو له شکست ورکړو. هغۀ قېديان په قطار کښې په زمکه څملول او قبيلې يې جوړې کړې. د هرو درېو ډلو نه به يې دوه قتلولې او يوه به يې ژوندۍ پرېښودله. نو موآبيان د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او هغۀ له يې محصُول ورکولو. ۳ بيا داؤد د شام د مُلک د ضوباه بادشاه له شکست ورکړو، چې د هغۀ نوم هدد‌عزر وو او دې د رِحوب زوئ وو، دا په هغه وخت کښې وشول چې کله هدد‌عزر د پاسنى فرات سره علاقې بيا نيولو له روان وو. ۴ داؤد د هغۀ اوولس سوه په آسونو سوارۀ سړى او شل زره عام فوجيان ونيول. هغۀ د سلو جنګى ګاډو دپاره ښۀ ډېر آسونه وساتل او باقى نور ټول يې ګوډ کړل. ۵ کله چې د دمشق شاميانو د هدد‌عزر بادشاه مدد دپاره يو لښکر ولېږلو، نو داؤد په هغوئ باندې حمله وکړه او دوويشت زره سړى يې ترې نه ووژل. ۶ بيا هغۀ په هغه علاقه کښې فوجى کېمپونه ولګول او هغوئ د هغۀ د اختيار لاندې راغلل او محصُول يې ورکولو. مالِک خُدائ په هر ځائ کښې داؤد له فتح ورکوله. ۷ داؤد د هدد‌عزر د آفسرانو د سرو زرو ډالونه قبضه کړل او دا يې يروشلم ته راوړل. ۸ هغۀ د بطاه او بيروتى ښارونو نه په لوئ مِقدار کښې زېړ هم يوړل چې په دې ښارونو باندې هدد‌عزر حکومت کولو. ۹ د حمات بادشاه توعى خبر شو چې داؤد د هدد‌عزر ټول لښکر له شکست ورکړے دے. ۱۰ نو هغۀ خپل زوئ يورام بادشاه داؤد له ولېږلو او په هدد‌عزر باندې د فتحې مبارکى يې ورکړه، چې د هغۀ خِلاف توعى څو ځلې جنګ کړے وو. يورام داؤد له تُحفې يوړې چې د سرو زرو، سپينو زرو او زېړو نه جوړې وې. ۱۱ داؤد بادشاه دا تُحفې وقف کړې چې په عبادت کښې به استعماليږى، په دې کښې هغه سرۀ او سپين زر هم شامل وُو چې د هغه قومونو نه يې اخستى وُو چې کوم يې فتح کړى وُو، ۱۲ د ادوم، موآب، عمون، فلستيه او عماليق قومونو نه، هم داسې د هغه مالِ غنيمت حِصه هم چې هغۀ د هدد‌عزر نه اخستے وو. ۱۳ کله چې داؤد د مالګې په وادۍ کښې اتلس زره ادوميانو وژلو نه پس راوګرځېدو نو هغه نور هم مشهور شو. ۱۴ هغۀ په ټول ادوم کښې فوجى کېمپونه ولګول او د هغه ځائ خلق د هغۀ د اختيار لاندې راغلل. مالِک خُدائ داؤد له په هر ځائ کښې فتح ورکوله. ۱۵ داؤد په ټولو بنى اِسرائيلو باندې حکومت کولو او هغۀ دا خبره يقينى کړه چې د هغۀ د ټولو خلقو سره همېشه د عدل او اِنصاف سلوک کيږى. ۱۶ يوآب د لښکر مشر وو چې د هغۀ مور ضروياه وه، د اخيلود زوئ يهوسفط منشى وو، ۱۷ د اخيطوب زوئ صدوق او د ابياتار زوئ اخيمُلک اِمامان وُو، شراياه د عدالت منشى وو، ۱۸ د يهويدع زوئ بناياه د داؤد د محافظانو مشر وو او د داؤد زامن اِمامان وُو.