اعمال د رسولانو

يوولسم باب

د پطروس يروشلم جماعت خبرول

۱ په ټوله يهوديه کښې رسولانو او ايماندارانو واورېدل چې غېر‌يهوديانو هم د خُدائ پاک کلام قبول کړو. ۲ نو کله چې پطروس يروشلم ته واپس شو نو يهودى ايماندارانو په هغۀ دا اِعتراض وکړو، ۳ او داسې يې وئيل چې، ”تۀ د غېر‌يهوديانو کور ته لاړې او هغوئ سره دې روټۍ وخوړه.“ ۴ پطروس هغوئ ته هر څۀ چې شوى وُو په ترتيب سره بيان کړل چې، ۵ ”زۀ د يافا په ښار کښې وم او دُعا مې کوله چې بې‌هوشه شوم او رويا مې وليده چې د يو لوئ څادر په شان يو څيز د څلورو ګوټونو نه د آسمان نه راښکته کېدو او ما پورې راورسېدو. ۶ ما په دې کښې وکتل چې په کښې هر قسمه ځناور چينجى او ماران او مارغان وُو. ۷ بيا يو آواز زما تر غوږو شو او راته يې ووئيل، پاڅه، پطروسه. دا حلال کړه او وې خوره. ۸ خو ما ووئيل چې، نه مالِکه، نه. ما هيڅکله هم حرام او ناپاک څيزونه نۀ دى خوړلى. ۹ خو د آسمان نه په دوېم ځل آواز راغلو، کوم څيزونه چې خُدائ پاک، پاک کړى دى هغې ته حرام مۀ وايه. ۱۰ داسې درې ځله وشول او بيا هغه هر څۀ دوباره آسمان ته پورته کړے شول. ۱۱ هم په دغه وخت کښې درې سړى چې د قيصريه نه ما ته رالېږلے شوى وُو، هماغه کور ته راغلل چرته چې زۀ دېره وم. ۱۲ روحُ القُدس ما ته وفرمائيل، بغېر د څۀ وسوسې نه د دوئ سره لاړ شه. دا شپږ وروڼه هم ما سره لاړل او مونږ د کورنيليوس کور ته لاړو. ۱۳ هغۀ مونږ ته ووئيل چې څنګه يوه فرښته د هغۀ په کور کښې راښکاره شوه او ورته يې ووئيل چې، يافا ته شمعون پسې څوک ولېږه چې ورته پطروس هم وائى. ۱۴ هغه به تا ته داسې کلام واوروى چې د هغې په وسيله به تۀ او ستا ټول ټبر خلاصون بيامومى. ۱۵ څنګه چې ما خبرې شروع کړې نو روحُ القُدس په هغوئ داسې نازل شو لکه چې په مونږ په شروع کښې نازل شوے وو. ۱۶ بيا ما ته هغه راياد شُو څۀ چې مالِک فرمائيلى وُو چې، يحيىٰ خو په اوبو بپتسمه ورکوله خو تاسو ته به د روحُ القُدس بپتسمه درکړے شى. ۱۷ نو کۀ خُدائ پاک هغوئ ته هم هغه نعمت ورکړى چې مونږ ته يې راکړے وو کله چې مونږ په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړو نو بيا زۀ څوک يم چې خُدائ پاک منع کړم؟“ ۱۸ کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ نور اِعتراضونه ونۀ کړل او هغوئ د خُدائ پاک ثنا ووئيله او وې وئيل چې، ”خُدائ پاک غېر‌يهوديانو ته هم د ژوند حاصلولو دپاره د توبې موقع ورکړې ده.“

په اَنطاکيه کښې جماعت

۱۹ د ستِفانوس د مرګ نه وروستو د ډېرو تکليفونو په وجه ايمانداران خوارۀ وارۀ شول او د هغوئ سر ان تر دې چې فينيکې، قبرص او اَنطاکيه ته ورسېدلو او په دې وخت کښې هغوئ صرف او صرف يهوديانو ته د خُدائ پاک کلام اورولو. ۲۰ خو په هغوئ کښې څۀ خلق د قبرص او کرين وُو چې اَنطاکيه ته لاړل او يونانيانو ته يې هم د مالِک عيسىٰ په حقله زيرے اورولو. ۲۱ د مالِک لاس په هغوئ وو، او ډېرو خلقو ايمان راوړو او مالِک ته راواوړېدل. ۲۲ دا خبره د يروشلم جماعت ته ورسېده او هغوئ بيا برنباس اَنطاکيه ته ولېږلو. ۲۳ کله چې هغه راورسېدو او د خُدائ پاک فضل يې وليدو هغه ډېر خوشحاله شو او هغوئ ټولو ته يې ډاډګيرنه ورکړه او ورته يې ووئيل چې مالِک سره په وفادارۍ او په پوره زړۀ ټينګ ودرېږئ. ۲۴ برنباس يو ښۀ سړے وو د روحُ القُدس نه معمور او ايمان يې مضبوط وو. او ډېرو خلقو په مالِک باندې ايمان راوړو. ۲۵ بيا برنباس ترسس ته لاړو چې ساؤل پېدا کړى. ۲۶ کله چې يې هغه پېدا کړو نو هغه يې اَنطاکيه ته ولېږلو او پوره يو کال برنباس او ساؤل په شريکه د جماعت خِدمت کولو او ډېرو خلقو له يې تعليم ورکولو. په اَنطاکيه کښې مريدانو ته په اول ځل عيسايان ووئيلے شُو. ۲۷ په هغه وخت کښې څۀ نبيان د يروشلم نه اَنطاکيه ته راغلل، ۲۸ چې په هغوئ کښې د يو نوم اګابوس وو، هغه ودرېدو او د روحُ القُدس په وسيله يې پېشګوئې وکړه چې په ټوله دُنيا کښې به يو سخت قحط راشى. او دا قحط د قيصر کلوديوس په بادشاهۍ کښې راغلو. ۲۹ نو مريدانو فېصله وکړه چې هر يو به د خپل طاقت په مطابق هغه ايماندارانو له امداد ورلېږى چې په يهوديه کښې اوسيږى. ۳۰ هغوئ چنده وکړه او مشرانو له يې د برنباس او ساؤل په ذريعه ورولېږله.