اعمال د رسولانو

شلم باب

د پولوس رسول مِکدونيه او يونان ته سفر

۱ هر کله چې اله ګوله ختمه شوه نو پولوس په مريدانو پسې خبر ولېږلو او د ډاډګيرنې نه پس يې ترې رُخصت واخستو او مِکدونيه ته لاړو. ۲ کله چې هغۀ په هغه علاقو کښې سفر کولو نو ايماندارانو له يې ډاډګيرنه ورکوله او هغه بيا يونان ته راغلو، ۳ چرته چې هغۀ درې مياشتې تېرې کړې. هغه شام ته په سمندرى جهاز کښې تلو چې يهوديانو د هغۀ خلاف يو سازش جوړ کړو نو هغۀ دا فېصله وکړه چې د مِکدونيه په لاره واپس لاړ شى. ۴ هغۀ سره د پرحوس زوئ سوپترس د بيريه نه، اريسترخوس او سکندس د تِسالونيکيه نه، ګايوس د دِربے نه، تيموتيوس، او ورسره تخيکوس او تروفيموس د آسيه نه، په سفر کښې ملګرى وُو. ۵ هغوئ مخکښې لاړل او په ترواس کښې يې زمونږ اِنتظار کولو. ۶ خو د پتيرې روټۍ د اختر نه وروستو مونږ د فيليپى نه په سمندرى جهاز کښې روان شُو او په پينځو ورځو کښې مونږ د هغوئ سره په ترواس کښې يو ځائ شُو او هلته مونږ يوه هفته تيره کړه.

د پولوس رسول په ترواس کښې آخرى ملاقات

۷ د هفتې په اوله ورځ مونږ د روټۍ دپاره راغونډ شوى وُو. پولوس خلقو ته بيان شروع کړو ځکه چې بله ورځ هغۀ غوښتل چې لاړ شى، نو تر نيمې شپې پورې يې خبرې وکړې. ۸ هلته پاس په بالاخانه کښې چرته چې مونږ راجمع وُو ډيرې ډيوې بلې شوې وې. ۹ يو زلمے چې يوتخوس نوم يې وو، په کړکۍ کښې ناست وو. د پولوس د خبرو په اوږدېدو سره خوب ورله جوټه ورکړه، او چې خوب يوړو نو د درېم چت نه ښکته زمکې ته پرېوتو. چې راوچت يې کړو نو هغه بيا مړ شوے وو. ۱۰ خو پولوس ښکته ورکوز شو او هغه يې په غېږ کښې راوچت کړو او وې وئيل، ”مۀ يرېږئ، تر اوسه پورې ژوندے دے.“ ۱۱ بيا پولوس بالاخانې ته وختلو، او د عشاء ربانى د روټۍ ماتولو نه وروستو يې د هغوئ سره تر سحره پورې خبرې وکړې او بيا هغه رُخصت شو. ۱۲ بيا هغوئ هغه زلمے خپل کور ته ژوندے بوتلو او هغوئ ټول بيا ښۀ مطمئن وُو.

د ترواس نه تر ميليتوس پورې سفر

۱۳ نو مونږ مخکښې لاړو او په سمندرى جهاز کښې سوارۀ شُو او اَسوس ته روان شُو، هلته نه پولوس هم جهاز ته راختونکے وو. ځکه چې هغۀ دا بندوبست او نيت کړے وو چې د وچې د لارې نه به لاړ شى. ۱۴ کله چې هغه مونږ سره په اَسوس کښې يو ځائ شُو نو مونږ هغه په جهاز کښې سور کړو او ميتيلينے ته يو ځائ لاړو. ۱۵ په هغه ورځ مونږ د هغه ځايه روان شُو او د خيوس جزيرې نه تير شُو. او په بله ورځ مونږ ساموس ته ورسېدو او په بل سبا مونږ ميليتوس ته ورسېدو. ۱۶ ځکه چې پولوس دا فېصله کړې وه چې د اِفِسوس نه واوړى نو هغه به د آسيه په علاقه کښې د وخت تېرولو نه بچ شى، هغۀ غوښتل چې څنګه هم کېدے شى چې د پنځوسمې اختر په يروشلم کښې تير کړى.

د پولوس رسول د اِفِسوس مشرانو سره ملاقات

۱۷ نو پولوس د ميليتوس نه اِفِسوس ته خبر ولېږلو او د جماعت مشران يې راوبلل چې هغۀ سره مِلاو شى. ۱۸ کله چې هغوئ ورله راغلل هغۀ هغوئ ته ووئيل، ”تاسو ته ښۀ پته ده چې د کومې ورځې نه چې ما د آسيه په زمکه اول قدم کېښودو نو ما تاسو سره څنګه وخت تير کړو. ۱۹ ما پوره په عاجزۍ او ژړا سره د مالِک خِدمت وکړو او د يهوديانو سازشونه او آزمېښتونه چې په ما راغلل هغه مې وزغمل. ۲۰ تاسو ته پته ده چې ما هيڅ څيز هم چې ستاسو د ښېګړې دپاره وو، پټ ونۀ ساتلو، بلکې ما تاسو ته د خلقو په وړاندې او کور په کور تعليم درکړے دے. ۲۱ ما يهوديانو او يونانيانو دواړو ته ګواهى ورکړه چې د خُدائ پاک په وړاندې توبه وباسئ او په مالِک عيسىٰ مسيح ايمان راوړئ. ۲۲ او اوس د روحُ القُدس د غلام په توګه زۀ يروشلم ته روان يم، او هلته چې څۀ ما ته پېښيږى د هغې نه هيڅ خبر نۀ يم، ۲۳ خو ما ته روحُ القُدس صرف دا يو خبردارے راکوى چې په هر ښار کښې قېد او تکليفونه ستا انتظار کوى. ۲۴ خو زۀ د خپل ژوند هيڅ پرواه نۀ ساتم، او زما خواهش صرف دا دے چې خپله منډه سر ته ورسوم او هغه خِدمت پوره کړم چې مالِک عيسىٰ ما ته سپارلے دے، يعنې چې د خُدائ پاک د فضل د زيرى په حقله خلقو ته ګواهى ورکړم. ۲۵ تاسو ټولو او هغه چا ته چې ما د خُدائ پاک د بادشاهۍ بيان کړے دے اوس زۀ په دې پوهېږم چې تاسو به کله هم زما مخ بيا ونۀ وينئ. ۲۶ نو ځکه زۀ نن دا اِعلان کوم چې زما په غاړه د چا د خُون ذمه وارى هم نشته. ۲۷ ځکه چې ما تاسو ټولو نه د خُدائ پاک مقصد او يوه خبره هم د بيانولو نه، نۀ ده پټه کړې. ۲۸ د خپل ځان او د هغه ټولې رمې خيال ساتئ کومه چې روحُ القُدس ستاسو په حواله کړې ده او د خُدائ پاک د هغه جماعت شپونتوب وکړئ کوم چې هغۀ د خپل زوئ د وينې په قيمت په بيعه اخستے دے. ۲۹ ما ته پته ده چې زما د تلو نه پس به په تاسو کښې داړونکى ليوان راشى او رمه به په امان پرې نۀ ږدى. ۳۰ ستاسو په ډله کښې به هم څۀ خلق داسې راپاڅى چې رښتيا به په دروغو بدل کړى او په دې به مريدان خپل ځان ته راواړوى. ۳۱ نو په دې وجه خبردار اوسئ، او دا خبره ياد ساتئ چې ما تر درېو کالو پورې شپه او ورځ په تاسو کښې هر يو ته په ژړا انګولا سره تعليم درکړو. ۳۲ او اوس زۀ تاسو خُدائ پاک او د هغۀ د فضل کلام ته حواله کوم، هغه کلام ته چې تاسو آبادوى او تاسو ته په هغوئ ټولو کښې ميراث درکوى څوک چې پاک دى. ۳۳ ما د چا نه هم د سپينو زرو او يا د سرو زرو يا د جامو خواهش نۀ دے کړے. ۳۴ تاسو ټول په خپله ښۀ خبر يئ چې ما په خپلو لاسونو کار کړے دے او د ځان او د خپلو ملګرو حاجتونه مې پوره کړى دى. ۳۵ په دې هر څۀ کښې ما تاسو ته مثال درکړو چې په دې طريقه مونږ ته په کار دى چې د غريبانانو مدد وکړو او د مالِک عيسىٰ خبرې ياد ساتو چې هغۀ په خپله فرمائيلى دى چې، د اخستو نه په ورکړه کښې برکت ډېر دے.“ ۳۶ کله چې هغۀ خبرې ختمې کړې نو پولوس د هغوئ ټولو سره خُدائ پاک ته په سجده شو او دُعا يې وغوښته. ۳۷ بيا هغوئ ټولو وژړل او پولوس له يې غاړه ورکړه او ښکل يې کړو. ۳۸ هغوئ په دې خبره زيات خفه شول چې هغۀ ووئيل چې دوئ به بيا کله هم د هغۀ مخ ونۀ وينى. بيا هغوئ ورسره تر کشتۍ پورې لاړل.