اعمال د رسولانو

څليريشتم باب

په قيصريه کښې د فِليکس په وړاندې د پولوس رسول مقدمه

۱ پينځۀ ورځې پس مشر اِمام حنانياس سره د مشرانو او ترطولوس نومې وکيل راغے او هغوئ د ګورنر په وړاندې د پولوس خلاف مقدمه پېش کړله. ۲ کله چې پولوس راوغوښتے شو نو ترطولوس مقدمه داسې شروع کړه، وئيل يې چې، ”صاحبه، ستا په وجه مونږ په پوره امن ژوند تېروو او ستا د خيال کولو په سبب په دې صوبه کښې د ترقۍ کارونه روان دى. ۳ صاحِبه، مونږ دا خبره په هر ځائ او هر چرته په پوره شُکر ګزارۍ سره منو. ۴ زۀ ستاسو زيات وخت اخستل نۀ غواړم، خو زۀ درته مِنت کوم چې په مهربانۍ سره زما يو څو خبرې واورئ. ۵ دا سړے زمونږ دپاره ناسور دے چې په ټوله دُنيا کښې د يهوديانو په مينځ کښې فتنه خوروى. او دے د ناصريانو د فرقې مشر دے. ۶ دۀ د خُدائ د کور د بې‌حرمتۍ کوشش هم وکړو، نو بيا مونږ هغه ګرفتار کړو. ۷ خو لسياس کمان آفسر په مينځ کښې راغلو او دا سړے يې په زبردستۍ سره زمونږ د لاسه وويستو. ۸ کۀ تۀ په خپله د هغۀ نه تپوس وکړې نو تۀ به د هغه هر څۀ نه خبر شې چې مونږ پرې اِلزام لګولے دے.“ ۹ يهوديان هم ورسره په اِلزام لګولو کښې متفِق شول او وئ وئيل چې دا ټولې خبرې رښتيا دى.

د پولوس رسول د فِليکس په مخکښې دِفاع کول

۱۰ بيا ګورنر پولوس ته د جواب ورکولو اِشاره وکړه، نو پولوس داسې جواب ورکړو چې، ”زۀ د دې نه خبر يم چې د ډېرو کالونو راسې تۀ د دې قوم قاضى يې، نو ځکه زۀ په اطمينان سره خپله دفاع کوم. ۱۱ تۀ د دې خبرې په خپله معلومات کولے شې چې تقريباً دولس ورځې هم نۀ کيږى چې زۀ يروشلم ته عبادت له تلے وم. ۱۲ زۀ دوئ د چا سره د خُدائ په کور کښې يا په عبادتخانې کښې يا په ټول ښار کښې په بحث کولو يا د خلقو په بلوه کولو نۀ يم ليدلے. ۱۳ او نۀ دوئ تا ته زما خلاف دا اِلزام ثابتولے شى. ۱۴ خو زۀ تا ته اقرار کوم چې زۀ د هغه لارې پيروى کوم چې دوئ ورته فرقه وائى او زۀ د خپل پلار نيکونو د خُدائ پاک عبادت کوم. زۀ په هغه هر څۀ ايمان لرم چې د شريعت په مطابق وى او د نبيانو په صحيفو کښې ليکلى وى. ۱۵ زۀ د خُدائ پاک نه اُميد کوم هغه اُميد چې دوئ يې هم منى چې نېک او بد دواړه به بيا له مړو نه راژوندى کيږى. ۱۶ په دې وجه زۀ پوره کوشش کوم چې د خُدائ پاک او د خلقو په وړاندې مې ضمير صفا وى. ۱۷ د يو څو کالونو د غېر حاضرۍ نه پس زۀ خپل قام ته د خېرات ورکولو او د نذرانو پېش کولو دپاره راغلے يم. ۱۸ کله چې ما دا کول نو دوئ زۀ د خُدائ په کور کښې وليدلم چې د پاکوالى رسم مې پوره کولو. ما سره نۀ څۀ ګڼه وه او نۀ کومه اله ګوله وه. خو د آسيه د صُوبې څۀ يهوديان هلته وُو. ۱۹ کۀ د هغوئ زما خلاف څۀ شکايت وى نو هغوئ دې د اِلزام لګولو دپاره تاسو ته حاضر شى. ۲۰ يا دا چې دا کسان ووائى چې جرګې ته د پېش کولو نه وړاندې هغوئ په ما کښې څۀ قصور ليدلے وو، ۲۱ سېوا د دې نه چې ما هلته د دوئ په وړاندې په اوچت آواز دا خبره وکړه چې نن ستاسو په وړاندې د مړو د بيا ژوندى کېدلو په بابت زما فېصله کيږى.“ ۲۲ بيا فِليکس څوک چې د دې لارې د عقيدې نه ښۀ خبر وو، په دې وينا مقدمه ملتوى کړه چې، ”کله چې لسياس کمان آفسر دلته راشى نو زۀ به ستا د مقدمې فېصله واورم.“ ۲۳ بيا هغۀ صوبه دار ته حُکم ورکړو چې، ”پولوس په قېد کښې وساتئ خو سختې ته يې مۀ نيسئ او د دۀ په دوستانو کښې هيڅوک هم د دۀ د ضرورتونو پوره کولو نه مۀ منع کوئ.“

د پولوس رسول نظر بند کېدل

۲۴ خو څو ورځې پس فِليکس د خپلې ښځې دروسيله سره راغلو څوک چې يهودڼه وه. نو پولوس يې راوغوښتو او په عيسىٰ مسيح د ايمان راوړلو په حقله يې خبرې ترې نه واورېدلې. ۲۵ او څنګه چې هغۀ په صداقت او په نفس قابو ساتلو او د راتلونکى عدالت په حقله بيان شروع کړو نو فِليکس ويرېدو او وې وئيل چې، ”اوس لاړ شه. کله چې زۀ اوزګار شم نو بيا به دې راوغواړم.“ ۲۶ هم په دغه وخت کښې هغۀ طمع کوله چې پولوس به ورته رشوت ورکړى او په دې وجه يې هغه څو ځله راوغوښتو او ورسره يې خبرې وکړې. ۲۷ چې دوه کالونه تير شول نو د فِليکس په ځائ پروکيوس فِستوس مقرر شو. او فِليکس د يهوديانو د خوشحالولو دپاره پولوس په قېد کښې هم هغه شان پرېښودلو.