اعمال د رسولانو

څلورم باب

پطروس او يوحنا جرګې ته حواله کول

۱ پطروس او يوحنا لا خلقو ته بيان کولو چې مشران اِمامان او د خُدائ د کور د محافظانو آفسر او صدوقيان هغوئ ته راغلل. ۲ هغوئ په دې ډېر خفه شول ځکه چې رسولانو خلقو ته دا تعليم او پېغام ورکولو چې څنګه عيسىٰ د مړو نه را ژوندے شو دغه شان به مړى هم د هغۀ په شان راژوندى کيږى. ۳ هغوئ پطروس او يوحنا ګرفتار کړل او په قېدخانه کښې يې تر بلې ورځې واچول، ځکه چې ماښام وو. ۴ خو ډېرو کسانو چې دا کلام واورېدو، ايمان يې راوړو او د سړو شمېر تقريباً پينځۀ زره کسانو ته ورسېدو. ۵ په بله ورځ حاکمان، مشران او د شرعې عالمان په يروشلم کښې راجمع شول، ۶ مشر اِمام اناس او کائفس، يوحنا او سکندر او ورسره د مشر اِمام د خاندان نور خلق هم هلته وُو. ۷ هغوئ پطروس او يوحنا د هغوئ وړاندې راوستل او تپوسونه يې ترې وکړل چې، ”تاسو په کوم طاقت يا د چا په نوم دا کار کړے دے؟“ ۸ بيا پطروس له روحُ القُدس نه معمور شو او هغوئ ته يې ووئيل، ”اے د خلقو حاکمانو او مشرانو. ۹ کۀ چرې نن زمونږ نه د هغه نېک کار تپوسونه کوئ چې د هغه ګوډ سړى سره مو څۀ کړى دى او دا تپوس کوئ چې هغه څنګه روغ شو، ۱۰ نو په دې پوهه شئ تاسو او د بنى اِسرائيلو ټولو خلقو چې، دا سړے ستاسو په وړاندې د عيسىٰ مسيح ناصرى د نوم په وسيله روغ ولاړ دے، څوک چې تاسو په سولۍ کړو خو خُدائ پاک هغه د مړو نه بيا راژوندے کړو. ۱۱ دا عيسىٰ ”هغه کاڼے دے چې تاسو ګِلکارانو رد کړے وو او هغه د ګوټ سر کاڼے شو.“ ۱۲ د بل هيچا په وسيله خلاصون نشته ځکه چې په ټوله دُنيا کښې بل نوم هيچا ته نۀ دے ورکړے شوے چې په هغې مونږ خلاصون ومومو.“ ۱۳ کله چې دوئ د پطروس او يوحنا زړۀ ورتيا وليدله او دا هم ورته معلومه شوه چې دوئ عام او بې‌علمه خلق وُو، نو هغوئ حېران شول او وې پېژندل چې دا د عيسىٰ ملګرى وُو. ۱۴ خو چې هغوئ هغه سړے روغ جوړ د دوئ سره ولاړ وليدلو نو هغوئ سره د دې خلاف د وئيلو هيڅ نۀ وو. ۱۵ نو هغوئ ورته حُکم ورکړو چې د جرګې نه وځئ او بيا يې په خپل مينځ کښې په دې صلاح مشوره شروع کړه. ۱۶ هغوئ ووئيل چې، ”مونږ دې سړو سره څۀ وکړو؟ ځکه چې په يروشلم کښې هر چا ته پته ده چې يوه نا آشنا معجزه دوئ کړې ده او مونږ د دې نه اِنکار نۀ شو کولے. ۱۷ خو د دې دپاره چې په خلقو کښې دا خبره نوره خوره نۀ شى، مونږ ته په کار دى چې دې سړو ته خبردارے ورکړو چې نور به په دغه نوم د هيچا سره خبرې نۀ کوى.“ ۱۸ بيا يې هغوئ دننه راوبلل او حُکم يې ورکړو چې، ”د عيسىٰ په نوم به هيڅ قسم خبرې يا تعليم نۀ ورکوئ.“ ۱۹ خو پطروس او يوحنا هغوئ ته په جواب کښې ووئيل، ”تاسو په خپله اِنصاف وکړئ چې ولې د خُدائ پاک په نظر کښې دا خبره ټيک ده چې مونږ د هغۀ په ځائ ستاسو ومنو. ۲۰ مونږ د هغه څۀ په حقله د وئيلو نه نۀ شُو منع کېدے څۀ چې مونږ ليدلى او اورېدلى دى.“ ۲۱ په دوېم ځل يې سخت خبردارے ورکړو او پرې يې ښودل. هغوئ دا فېصله ونۀ کړے شوه چې دوئ ته څنګه سزا ورکړى، ځکه چې ټولو خلقو په هغه شوى کار د خُدائ پاک ثنا وئيله. ۲۲ نو چې کوم سړى ته په مُعجزانه طور شفا مِلاو شوې وه د هغۀ عُمر د څلوېښتو کالو نه زيات وو.

د ايماندارانو د زړۀ ورتيا دپاره دُعا

۲۳ کله چې پطروس او يوحنا آزاد کړے شول نو هغوئ خپلو ملګرو له لاړل او هغه هر څۀ يې ورته ووئيل څۀ چې مشرانو اِمامانو او مشرانو هغوئ ته وئيلى وُو. ۲۴ کله چې هغوئ دا واورېدل نو هغوئ په جمع په اوچت آواز خُدائ پاک ته دُعا وکړه او وئ وئيل، ”اے مالِکه، د زمکې آسمان او سمندر او هر څۀ چې په دې کښې دى د هغې خالقه، ۲۵ دا تا د روحُ القُدس په وسيله زمونږ د نيکۀ داؤد په خولۀ فرمائيلى وُو چې، ”قومونه ولې په قهر شول او اُمتونه ولې بې‌فائدې سازشونه کوى؟ ۲۶ د دُنيا بادشاهان راپورته شول او حاکمان د مالِک خلاف او د هغۀ د مسيح په خلاف يو ځائ شول.“ ۲۷ په حقيقت کښې په دې ښار کښې هيروديس او پنطوس پيلاطوس دواړه د غېر يهودى قومونو او د بنى اِسرائيلو خلقو سره ستا د پاک خادِم عيسىٰ چې تا مسح کړے دے، خلاف يو ځائ شول، ۲۸ چې هغه هر څۀ وکړى کوم چې ستا د لاس لاندې او ستا په حُکم د مخکښې نه مقرر شوى وُو. ۲۹ او اوس اے مالِکه، د هغوئ دهمکيانو ته غور وکړه او خپلو خادِمانو ته پوره زړۀ ورتيا ورکړه چې ستا کلام بيان کړى. ۳۰ خپل لاس راوږد کړه چې شفا ورکړى او معجزې نښې او عجيبه کارونه ستا د پاک خادِم عيسىٰ د نوم په وسيله وکړى.“ ۳۱ کله چې هغوئ دُعا وکړه نو په کوم کور کښې چې هغوئ راغونډ شوى وُو، هغه وجړقېدلو او هغوئ ټول په روحُ القُدس معمور شول او د خُدائ پاک کلام يې په زړۀ ورتيا بيان کړو.

د ايماندارانو يووالے

۳۲ ټول ايمانداران په يو زړۀ وو او چا هم دا دعوىٰ نۀ کوله چې دا د هغوئ ملکيت دے بلکې هغوئ سره چې څۀ هم وو هغه يې شريک کړل. ۳۳ په ډېر لوئ قدرت سره رسولانو د مالِک عيسىٰ د بيا راژوندى کېدو ګواهى ورکوله او په هغوئ ټولو باندې د خُدائ پاک لوئ برکت وو. ۳۴ په هغوئ کښې يو کس هم حاجتمند پاتې نۀ وو ځکه چې د چا سره چې کور يا جائيداد وو هغه يې خرڅ کړل او د هغې قيمت يې راوړلو، ۳۵ او د رسولانو په حضور کښې به يې پېش کولو. بيا هغه پېسې به يې هر هغه چا ته ورکولې د چا به چې ضرورت وو. ۳۶ نو يوسف نومې يو ليوى وو چې د قبرص اوسېدونکے وو او رسولانو به ورته برنباس وئيلو چې معنىٰ يې ډاډ ورکوونکے دے. ۳۷ او هغۀ خپل څۀ جائيداد خرڅ کړو. او د هغې قيمت يې راوړو او هغه يې د رسولانو په حضور کښې پېش کړو.