فصل قبلی

کولسیانو ته د پولوس رسول لیک

لومړی فصل

۱دا لیک د پولوس له خوا چې د خدای په ارادې سره د عیسی مسیح رسول دی او زمونږ د ورور تیموتاوس له خوا، ۲په مسیح کې د خدای خلکو او هغو وفادارو خویندو او ورونو ته چې په کولسیه کې دي. زمونږ د پلار خدای فضل او سلامتي دې وي په تاسو باندې.

د شکرګزارۍ دعا

۳کله چې مونږ ستاسو دپاره دعا کوو، نو تل زمونږ د څښتن عیسی مسیح د پلار یعنې خدای شکر کوو. ۴ځکه چې مونږ خبر شولو چې تاسو په عیسی مسیح ایمان لرئ او د خدای د ټولو خلکو سره مینه کوئ. ۵ستاسو دا ایمان او مینه د هغې هیلې څخه راپیدا کیږي چې په اسمان کې ستاسو دپاره ساتل شوې ده. تاسو د مخکې نه په دې هکله په رښتیني پیغام یعنې زېري کې اورېدلي وو. ۶لکه څنګه چې دا زېری تاسو ته درورسېد، نو همداسې ټولې نړۍ ته رسیږي او حاصل ورکوي. د هماغې ورځې نه چې تاسو خبر شوئ او د خدای د فضل په هکله په رښتیا سره پوه شوئ، نو په تاسو کې یې هم حاصل ورکړ. ۷تاسو د خدای د فضل په هکله د اپفراس څخه چې په خدمت کې زمونږ ملګری دی، زده کړل. هغه ستاسو دپاره د مسیح وفادار خدمتګار دی. ۸هغه مونږ ستاسو د هغې مینې څخه خبر کړو چې روح القدس تاسو ته درکړې ده.

۹له همدې امله د هماغې ورځې نه مو چې دا واورېدل، نو ستاسو دپاره مو تل دعا کړې ده. مونږ د خدای څخه غواړو چې تاسو په خپله اراده په پوره توګه پوه کړي، ترڅو تاسو هغه ټول حکمت او پوهه ولرئ چې د هغه روح یې درکوي، ۱۰ترڅو داسې ژوند وکړئ لکه څنګه چې څښتن یې غواړي او هغه په هرڅه کې خوشحاله کړئ او په هر نېک کار کې ثمره ولرئ او د خدای په پېژندلو کې وده وکړئ. ۱۱همدارنګه زمونږ دا دعا ده چې د هغه د جلال نه ډک قدرت سره قوي شئ، ترڅو په صبر سره هرڅه وزغمئ ۱۲او په خوشحالۍ سره د پلار خدای شکر وباسئ چې تاسو یې د دې لایق کړي یئ چې د خپلو خلکو سره یې د رڼا د پاچاهۍ په میراث کې شریک کړئ. ۱۳هغه مونږ د تیارې د پاچاهۍ نه ازاد کړو او د خپل ګران زوی پاچاهۍ ته یې راوستلو. ۱۴د هغه په وسیله مونږ خلاصون وموند او زمونږ ګناهونه وبخښل شول.

د عیسی شخصیت او کار

۱۵مسیح د نه‌لیدونکي خدای تصویر او د ټولو مخلوقاتو نه لومړی زېږېدلی دی یعنې لوړ مقام لري. ۱۶ځکه چې د هغه په وسیله ټول شیان پیدا شول، که هغه په اسمان کې دي یا په ځمکه، لیدونکي دي یا نه‌لیدونکي، که هغه د پاچاهۍ تختونه دي که روحاني قدرتونه دي یا حاکمان یا د واک خاوندان، ټول شیان د هغه په وسیله او د هغه دپاره پیدا شول. ۱۷هغه د ټولو شیانو نه مخکې وجود درلود او په هغه کې ټول شیان سره یوځای کیږي. ۱۸د دې تر‌څنګ هغه د بدن سر یعنې د کلیسا سر دی، هغه پیل دی، هغه لومړی زېږېدلی دی چې د مړو نه راپاڅېد، ترڅو په هرڅه کې لومړی ځای ولري. ۱۹ځکه چې دا د خدای خوښه وه چې زوی دې په خپل ځان کې د خدای کامل فطرت او خوی ولري. ۲۰خدای د مسیح په وسیله د ټولو شیانو سره پخلا شو او په صلیب باندې د مسیح د وینې د تویېدلو په وسیله یې د خدای او هغه څه چې په ځمکه او اسمان کې دي، ترمنځ سوله راوستله.

۲۱یو وخت تاسو د خدای نه لېرې وئ او د خپلو فکرونو او بدو عملونو له امله د هغه دښمنان وئ. ۲۲خو اوس هغه د مسیح د جسماني مرګ په وسیله تاسو د خپل ځان سره پخلا کړئ، ترڅو تاسو سپېڅلي، بې‌عیبه او بې له ملامتۍ څخه خپل حضور ته راولي. ۲۳خو بې له شکه باید تاسو په ایمان کې قوي او ټینګ پاتې شئ او هغه هیله پرېنږدئ چې د زېري په اورېدلو سره په ټوله دنیا کې اعلان شوی دی او زه پولوس د همدې زېري خدمتګار شوم.

د کلیسا د خدمتګار په توګه د پولوس کار

۲۴زه اوس په هغو کړاوونو کې خوشحاله یم چې ستاسو په خاطر یې تېروم، ځکه چې زه په خپل بدن کې د مسیح د بدن یعنې د کلیسا په خاطر د مسیح د تکلیفونو هغه کمی پوره کوم چې لا تر‌اوسه پاتې دی. ۲۵زه د هغې وظیفې له مخې چې خدای ستاسو په خاطر ماته راکړې ده، د کلیسا خدمتګار شوم ترڅو د خدای کلام په پوره توګه تاسو ته درورسوم، ۲۶یعنې هغه راز چې د پېړیو او تېرو نسلونو راهیسې پټ پاتې ؤ او اوس د خدای خلکو ته ښکاره شوی دی. ۲۷خدای غوښتل چې تاسو غیریهودیانو ته د دې جلال نه ډکې شتمنۍ پټ راز ښکاره کړي او هغه راز دا دی چې مسیح په تاسو کې اوسیږي او هغه د جلال هیله ده. ۲۸مونږ د مسیح په هکله ټولو ته وعظ کوو او په هغې ټولې پوهې سره چې مونږ یې لرو، ټولو ته خبرداری ورکوو او هر یو ته تعلیم ورکوو، ترڅو هر یو په روحاني لحاظ د بالغو خلکو په توګه په مسیح کې خدای ته وړاندې کړو. ۲۹د دې دپاره زه کار کوم او زحمت وباسم، ترڅو د هغه لوی قدرت نه کار واخلم چې مسیح یې ماته راکوي او په ما کې کار کوي.

فصل قبلی