کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د دانیال کتاب
یوولسم فصل
۱ د ماد د پاچا داریوش د پاچاهۍ په لومړي کال ما د میکاییل ملاتړ وکړ او هغه مې قوي کړ. ۲ نو اوس چې زه درته څه وایم هغه رښتیا دي.»
د مصر او سوریې پاچاهۍ
فرښتې خپلو خبرو ته دوام ورکړ: «درې نور پاچاهان به په فارس باندې حکومت وکړي او څلورم پاچا به د نورو درې واړو په پرتله ډېر شتمن وي. هغه به د خپلې شتمنۍ په وسیله ډېر قدرتمند شي او ټول به د یونان د پاچاهۍ په ضد راوپاروي.
۳ بیا به یو قوي پاچا قدرت ترلاسه کړي او هر څه چې وغواړي هغه به یې وکړي. ۴ خو د هغه د قدرت په زیاتېدو سره به د هغه پاچاهي ټوټې ټوټې شي او په څلورو برخو به ووېشل شي. د هغه اولاده به پاچاهۍ ته ونه رسیږي او نه به د هغه په شان قدرت ولري، ځکه چې د هغه پاچاهي به له منځه لاړه شي او نورو ته به ورکړای شي.
۵ د مصر پاچا به قوي شي، خو د هغه د قوماندانانو څخه به یو کس په هغه باندې ډېر قوي شي او واک به ترلاسه کړي او هغه به په ډېر قدرت سره پاچاهي وکړي. ۶ وروسته له څو کالو به د مصر پاچا د سوریې د پاچا سره یووالی اعلان کړي او خپله لور به هغه ته په نکاح کړي. خو دا یووالی به دوام پیدا نه کړي او هغه، د هغې پلار او هغه خدمتګاران چې د هغې سره تللي وو، هغوی ټول به ووژل شي. ۷ له هغې وروسته به د هغې د خپلوانو څخه یو کس پاچا شي. هغه به د سوریې د پاچا په لښکر باندې حمله وکړي، د هغوی جنګي کلا ته به ننوځي او هغوی ته به ماتې ورکړي. ۸ هغه به د هغوی فلزي بتان او د سرو زرو او سپینو زرو هغه سامان چې دغو بتانو ته وقف کړای شوي وو، بېرته مصر ته راوړي. د څو کالو ارامۍ څخه وروسته به ۹ د سوریې پاچا په مصر باندې حمله وکړي، خو هغه به بېرته په شا تګ ته مجبور شي.
۱۰ د سوریې د پاچا زامن به د جنګ دپاره تیاری ونیسي او یو لوی لښکر به سره راټول کړي. د هغوی څخه به یو کس د سیلاب په شان ورشي او د دښمن په جنګي کلا باندې به حمله وکړي. ۱۱ په دې کار باندې به د مصر پاچا په قهر شي، د سوریې د پاچا سره به جنګ وکړي او د هغه لوی لښکر ته به ماتې ورکړي. ۱۲ هغه به په خپل بري باندې مغرور شي او ډېر عسکر به ووژني، خو د هغه بریالیتوب به دوام ونه کړي.
۱۳ د سوریې پاچا به بېرته لاړ شي او یو بل لښکر به راټول کړي چې د مخکیني لښکر څخه به لوی وي او څو کاله وروسته به هغه د یو لوی لښکر او سامان سره بېرته راشي. ۱۴ په دې وخت کې به ډېر خلک د مصر د پاچا په وړاندې راپورته شي. ای دانیاله، ستا د قوم څخه به ځینې داړه ماران د یوې رویا له امله چې هغوی لیدلې ده سرکښي وکړي، خو هغوی به د ماتې سره مخامخ شي. ۱۵ بیا به د سوریې پاچا یو قوي دېوال لرونکی ښار کلابند کړي او هغه به ونیسي. د مصر عسکر به جنګ ته دوام ورنه کړای شي، حتی د هغوی ډېر ښه عسکر به هم دا توان ونه لري چې د هغه په وړاندې ودریږي. ۱۶ څنګه چې د سوریې د پاچا خوښه وي د هغوی سره به هماغسې کار وکړي او هېڅوک به دا توان ونه لري چې د هغه په وړاندې ودریږي. هغه به د اسراییلو د ښکلي هېواد واک ترلاسه کړي او د دې قدرت به ولري چې هغه له منځه یوسي.
۱۷ د سوریې پاچا به یو پلان جوړ کړي چې د خپلې پاچاهۍ د ټول قوت سره راشي او د مصر د پاچا سره یو تړون وکړي. هغه به خپله لور د مصر پاچا ته په نکاح کړي د دې دپاره چې د هغه پاچاهي له منځه یوسي، خو د هغه پلان به بریالی نه شي او د هغه سره به مرسته ونه کړي.
۱۸ وروسته به بیا د سوریې پاچا په هغو قومونو باندې حمله وکړي چې د بحیرې په غاړه پراته دي او له هغو څخه به ډېر یې ونیسي. خو یو قوماندان به هغه ته ماتې ورکړي او د هغه غرور به مات کړي. ۱۹ پاچا به بېرته د خپل هېواد جنګي کلاګانو ته راستون شي، خو په لاره کې به هغه د ماتې سره مخامخ شي او بیا به هېڅکله ونه لیدل شي.
۲۰ له هغه وروسته به بل پاچا راشي. هغه به یو مامور ولېږي چې د مالیو د اخیستلو په وسیله د خپلې پاچاهۍ د شتمنۍ د زیاتولو په خاطر په خلکو باندې فشار راوړي. په ډېر کم وخت کې به پاچا ووژل شي، خو په څرګند ډول نه او نه په جګړه کې.»
د سوریې بدکاره پاچا
۲۱ فرښتې خپلو خبرو ته دوام ورکړ: «د سوریې راتلونکی پاچا به یو بدکاره سړی وي چې د پاچاهۍ کولو حق به نه لري، خو هغه به یوناڅاپه راشي او په چل باندې به قدرت ونیسي. ۲۲ هرڅوک چې د هغه سره مخالفت وکړي، حتی که هغه د خدای لوی کاهن هم وي، هغه به له منځه لاړ شي. ۲۳ هغه به د تړونونو د جوړولو په وسیله نور قومونه وغولوي او که څه هم د هغه سره ډېر لږ خلک دي، خو هغه به ډېر قوي شي. ۲۴ هغه به ناڅاپه په شتمنو ولایتونو باندې حمله وکړي او داسې کارونه به وکړي چې د هغه د نیکونو څخه هېچا هم داسې کارونه نه دي کړي. بیا به هغه مالونه او شتمني چې په جنګ کې یې نیولي دي، د خپلو خلکو تر منځ ووېشي. هغه به په جنګي کلاګانو باندې د حملې پلانونه جوړ کړي، خو هغه به د زیات وخت دپاره دوام ونه کړي.
۲۵ هغه به یو لوی لښکر سره راټول کړي او په ډېر جرات سره به د مصر په پاچا باندې حمله وکړي. د مصر پاچا به هم د یو ډېر لوی او قوي لښکر سره جنګ ته تیاری ونیسي. خو د مصر پاچا به د هغو دسیسو له امله چې د هغه په ضد جوړې شوې وې، د دې توان ونه لري چې د سوریې د پاچا په وړاندې ودریږي. ۲۶ د هغه ډېر نژدې درباریان به د دې سبب وګرځي چې هغه له واکه وغورځوي. د هغه زیات عسکر به ووژل شي او لښکر به یې له منځه لاړ شي. ۲۷ دواړه پاچاهان به په یو دسترخوان باندې ډوډۍ خوري، خو د هغوی ارادې به بدې وي او هغوی به یو بل ته دروغ وایي. هغه څه چې هغوی یې غواړي هغه به ترلاسه نه کړي، ځکه چې هغه ټاکل شوی وخت لا تراوسه نه دی رارسېدلی. ۲۸ د سوریې پاچا به د هغه ټول غنیمت سره چې هغه نیولی دی، خپل کور ته راستون شي او دا اراده به وکړي چې د خدای قوم له منځه یوسي. څه چې د هغه خوښه وي هماغسې به وکړي او بیا به خپل سفر ته دوام ورکړي.
۲۹ وروسته به د سوریې پاچا یوځل بیا په ټاکلي وخت په مصر باندې حمله وکړي، خو دا ځل به د هغې نتیجه بدله وي او د مخکې په شان به نه وي. ۳۰ رومیان به په کشتۍګانو کې راشي او د هغه په وړاندې به ودریږي او هغه به وویریږي. هغه به ډېر په غضب سره بېرته راستون شي او هڅه به وکړي چې د خدای د قوم دین له منځه یوسي. هغه به د هغو یهودیانو په مشوره باندې عمل وکړي چې سپېڅلی لوظ یې مات کړی دی. ۳۱ د هغه ځینې عسکر به د خدای د کور سپکاوی وکړي او ورځنۍ قربانۍ به بندې کړي. بیا به هغه یو نجس شی جوړ کړي چې د بربادۍ سبب به شي. ۳۲ پاچا به په مکر سره د هغو خلکو ملاتړ ترلاسه کړي چې پخوا یې لا خپل سپېڅلی لوظ مات کړی دی، خو هغه خلک چې خدای پېژني، هغوی به قوي وي او د پاچا سره به مقابله وکړي.
۳۳ د قوم هوښیار مشران به ډېرو خلکو ته لارښوونه وکړي. خو د هغوی څخه به ځینې په جګړه کې ووژل شي یا به په اور باندې وسوځول شي او ځینې به لوټ کړای شي او بندیان به شي. ۳۴ د وژنې په وخت کې به د خدای قوم لږه مرسته ترلاسه کړي او ډېر به په ریاکارۍ سره د هغوی سره یوځای شي. ۳۵ د دې هوښیارو مشرانو څخه به ځینې ووژل شي، خو په نتیجه کې به قوم پاک شي. دا کار به تر هغه وخته پورې دوام ومومي، ترڅو هغه وخت راورسیږي چې خدای ټاکلی دی.
۳۶ هر څه چې د سوریې د پاچا خوښه وي، هغه به وکړي. هغه به لافې وهي چې هغه د هر خدای څخه ډېر لوی دی او حتی د خدای تعالی په خلاف به کفر وایي. دا کار به تر هغه وخته پورې کوي، ترڅو خدای ورته سزا ورکړي. خدای به کټ مټ هماغسې وکړي چې پلان کړي یې دي. ۳۷ پاچا به نه د هغو خدایانو پروا وکړي چې د هغه نیکونو ورته عبادت کاوه او نه د هغه خدای چې ښځې یې خوښوي. هغه به په حقیقت کې د هېڅ خدای پروا ونه ساتي، ځکه چې هغه به فکر کوي چې د هغو ټولو څخه ډېر لوی دی. ۳۸ د دې ټولو خدایانو په ځای به هغه د هغه خدای عزت کوي چې د جنګي کلاګانو ساتنه کوي. پاچا به هغه خدای ته سره زر او سپین زر، قیمتي تیږې او نور ښه سوغاتونه وړاندې کړي چې د هغه نیکونو ورته هېڅکله عبادت نه دی کړی. ۳۹ هغه به د پردي خدای په مرسته په قوي کلاګانو باندې حمله وکړي. هغه چا ته به زیات عزت ورکړي چې هغه د پاچا په توګه قبلوي. هغوی ته به لوړ مقامونه ورکړي او د انعام په توګه به ځمکه د هغوی ترمنځ ووېشي.
۴۰ د سوریې د پاچا د پاچاهۍ په اخر وخت کې به د مصر پاچا په هغه باندې د توفان په شان حمله وکړي او د سوریې پاچا به هم په خپل ټول قدرت سره د هغه په وړاندې د جنګي ګاډیو، اسونو او ډېرو کشتۍګانو څخه کار واخلي. هغه به د سیلاب په شان په ډېرو هېوادونو باندې حمله وکړي او ورباندې به تېر شي. ۴۱ هغه به حتی د اسراییلو په ښکلي وطن باندې هم حمله وکړي او په لس ګونو زره خلک به ووژني، خو د ادوم او د موآب هېوادونه او پاتې عمونیان به له هغه څخه خلاصون ومومي. ۴۲ کله چې هغه په دې ټولو هېوادونو باندې حمله وکړي، نو مصر به هم ورڅخه خلاص نه شي. ۴۳ هغه به د مصر د سرو زرو او سپینو زرو خزانې او د هغه نوره شتمني لوټ کړي او لیبیایان او ایتوپیان به ورته تسلیم شي. ۴۴ خو د ختیځ او شمال څخه به د هغه غوږ ته خبرونه راورسیږي او هغه به وویریږي. هغه به ډېر زیات په قهر شي، جګړه به وکړي او زیات خلک به تباه کړي. ۴۵ هغه به خپلې شاهانه خېمې د بحیرې او هغه ښکلي او سپېڅلي غره ترمنځ چې د خدای کور ورباندې دی، ودروي. خو هغه به مړ شي او هېڅوک به هلته نه وي چې مرسته ورسره وکړي.»