کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د دانیال کتاب
اووم فصل
د څلورو ځناورانو په هکله د دانیال رویاګانې
۱ د بابل د پاچا بلشصر د پاچاهۍ په لومړي کال ما دانیال یوه شپه په خوب کې رویاګانې ولیدلې او هغه مې داسې ولیکلې.
۲ په خوب کې مې ولیدل چې له هرې خوا بادونو یو لوی بحر خوځاوه. ۳ څلور لوی ځناوران د بحر څخه راووتل، هر یو یې یو د بل څخه فرق درلود. ۴ لومړنی یې د زمري په شان ښکارېده، خو د عقاب په شان وزرونه یې درلودل. په داسې حال کې چې ما ورته کتل، د هغه وزرونه وشکول شول. بیا هغه پورته کړای شو او د انسان په شان په دوه پښو باندې ودرېده او هغه ته د انسان عقل ورکړل شو.
۵ دوهم ځناور د اېږې په شان ښکارېده چې په خپلو پښو باندې ولاړ ؤ. هغه په خپلو غاښونو کې درې پوښتۍ نیولې وې او یو اواز راغی او هغه ته یې وویل: «حمله وکړه، څومره غوښه چې خوړلی شې هغومره وخوره!»
۶ په داسې حال کې چې ما کتل، یو بل ځناور راښکاره شو. هغه د پړانګ په شان ښکارېده، خو د هغه په شا باندې د مرغیو د وزرونو په شان څلور وزرونه وو او هغه څلور سرونه درلودل. هغه ته د حکومت کولو اختیار ورکړل شوی ؤ.
۷ ما کتل چې څلورم ځناور راښکاره شو. هغه ډېر قوي او وېروونکی ؤ. هغه د اوسپنې غټ غاښونه درلودل چې خپل ښکار به یې ورباندې ټوټې ټوټې کاوه، خوړل به یې او پاتې به یې تر پښو لاندې کول. هغه د ټولو مخکینیو ځناورو څخه فرق درلود، ځکه چې لس ښکرونه یې درلودل. ۸ کله چې ما هغو ښکرونو ته په ځیر ځیر کتل، ما ولیدل چې د نورو ښکرونو له منځ څخه یو وړوکی ښکر راووت او پخواني درې ښکرونه له بېخه وویستل شول. هغه ښکر د انسان په شان سترګې درلودلې او خوله یې درلودله چې په هغې باندې یې په غرور سره لافې وهلې.
د هغه چا په هکله رویا چې د ازل نه موجود دی
۹ په داسې حال کې چې ما کتل، ما ولیدل چې تختونه په یو ځای کې کېښودل شول. د دې تختونو څخه په یو تخت باندې هغه څوک کښېناست چې د ازل نه موجود دی. د هغه کالي د واورې په شان سپین وو او د هغه ویښتان د سوچه وړیو په شان وو. د هغه تخت او ارابې د اور څخه ډکې وې چې د اور لمبې ورڅخه پورته کېدلې ۱۰ او د هغه د حضور څخه د اور سیند بهېده. په هغه ځای کې په زرګونو خلکو د هغه خدمت کاوه او په میلیونونو خلک یې په مخکې ولاړ وو. محکمې خپله غونډه شروع کړه او کتابونه پرانیستل شول.
۱۱ په داسې حال کې چې ما کتل، د هغه وړوکي ښکر اواز مې واورېد چې لافې یې وهلې. کله چې ما وکتل، هغه څلورم ځناور ووژل شو او د هغه مړی د اور په لمبو کې وغورځول شو او له منځه لاړ. ۱۲ د نورو ځناورانو څخه د حکومت کولو اختیار واخیستل شو، خو هغوی ته اجازه ورکړل شوه چې د یو ټاکلي وخت پورې ژوند وکړي. ۱۳ د شپې ما په خپله رویا کې ولیدل چې زما په مخکې د انسان د زوی په شان یو څوک ؤ چې په اسمان کې د ورېځو سره راروان ؤ او هغه چا ته ورسېده چې د ازل نه موجود دی او د هغه حضور ته حاضر کړای شو. ۱۴ هغه ته اختیار، عزت او شاهانه قدرت ورکړ شو، ترڅو د ټولو قومونو، نژادونو او ژبو خلک د هغه خدمت وکړي. د هغه واکمني به تر ابده پورې دوام ومومي او د هغه پاچاهي به هېڅکله له منځه لاړه نه شي.
د دانیال د رویا تعبیر
۱۵ دا رویا چې ما دانیال ولیدله، زه یې ووېرولم او ډېر یې پرېشانه کړم. ۱۶ د هغو کسانو څخه چې هلته ولاړ وو، یو کس ته ورغلم او د هغه څخه مې وغوښتل چې دا هر څه راته بیان کړي. نو هغه یې معنی راته وویله. ۱۷ هغه وویل: «دا څلور لوی ځناوران څلور پاچاهۍ دي چې په ځمکې باندې به راښکاره شي. ۱۸ خو د خدای تعالی سپېڅلي خلک به پاچاهي ترلاسه کړي او هغه به د تل دپاره وساتي.» ۱۹ بیا ما غوښتل چې د څلورم ځناور په اصلي معنی باندې پوه شم چې د نورو ټولو ځناورانو څخه یې فرق درلود او ډېر وېروونکی ؤ چې د اوسپنې غاښونه او برنجي پنجې یې درلودلې. دا هغه ځناور ؤ چې خپل ښکار به یې ټوټې ټوټې کاوه، خوړل به یې او څه به چې پاتې کېدل هغه به یې تر پښو لاندې کول. ۲۰ همدارنګه ما غوښتل د هغو لسو ښکرونو په باره کې پوه شم چې د هغه په سر کې وو او هغه ښکر چې وروسته راووت او د درې ښکرونو ځای یې ونیوه. هغه سترګې درلودلې او خوله یې لرله چې په غرور سره به یې ورباندې لافې وهلې. هغه د نورو څخه ډېر زیات وېروونکی ؤ.
۲۱ په داسې حال کې چې ما کتل، ما ولیدل چې هغه ښکر د خدای د سپېڅلو خلکو سره جنګ وکړ او په هغوی باندې بریالی شو. ۲۲ بیا هغه څوک چې د ازل نه موجود دی، راغی او د خپلو سپېڅلو خلکو په طرفدارۍ یې خپله پرېکړه اعلان کړه، ځکه چې هغه وخت راورسېد چې د خدای قوم پاچاهي ترلاسه کړي.
۲۳ دا هغه تعبیر دی چې هغه ما ته بیان کړ: «څلورم ځناور څلورمه پاچاهي ده چې د ځمکې په مخ به رامنځته شي او د نورو پاچاهیو څخه به فرق ولري. هغه به ټوله نړۍ ټوټې ټوټې کړي او هغه به تر پښو لاندې کړي. ۲۴ لس ښکرونه لس پاچاهان دي چې په دې پاچاهۍ باندې به حکومت کوي. بیا به یو بل پاچا رامنځته شي، هغه به د مخکینیو څخه فرق ولري او هغه درې پاچاهان به له پښو وغورځوي. ۲۵ هغه به د خدای تعالی په ضد خبرې کوي او د هغه په سپېڅلو خلکو باندې به ظلم کوي. هغه به هڅه وکړي چې د هغوی مذهبي قوانین او اخترونه بدل کړي او د خدای سپېڅلي خلک به درې نیم کاله د هغه د واک لاندې وي. ۲۶ بیا به اسماني محکمه قضاوت ته کښېني، د هغه څخه به پاچاهي واخلي او هغه به بیخي له منځه یوسي. ۲۷ د نړۍ د ټولو پاچاهیو قدرت او لویي به د خدای تعالی سپېڅلو خلکو ته ورکړل شي. د هغوی شاهي قدرت به پای ته نه رسیږي او د نړۍ ټول پاچاهان به د هغوی خدمت او اطاعت کوي.»
۲۸ دا هغه څه وو چې ما لیدلي او اورېدلي وو. له وېرې څخه مې رنګ الوتی ؤ او دا هر څه مې په خپل زړه کې وساتل.