۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

دولسم باب

د عبادت دپاره يو ځائ

۱ موسىٰ وفرمائيل چې، ”دا هغه حُکمونه دى چې تاسو به په هغه مُلک کښې پرې عمل کوئ چې مالِک خُدائ، ستاسو د پلار نيکۀ خُدائ پاک يې درکوى. چې تاسو ژوندى يئ نو خامخا به ورباندې عمل کوئ. ۲ کوم مُلک چې تاسو نيسئ په هغې کښې هغه ټول ځايونه تباه کړئ چرته چې هغه خلق په لوړو غرونو، په غونډو او د لويو شنو ونو لاندې د خپلو معبودانو عبادت کوى. ۳ د هغوئ د قربانۍ ځايونه وران کړئ او د هغوئ د کاڼو مقدسې ستنې ټوټې ټوټې کړئ. د هغوئ د اشيرې بُت نښې وسوزوئ او د هغوئ بُتان ټوټې ټوټې کړئ او د هغه ځايونو نه د هغوئ د بُتانو نوم نشان ختم کړئ. ۴ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ لکه څنګه يې چې هغوئ کوى. ۵ خو مالِک خُدائ به د ستاسو ټولو قبيلو د علاقې نه يو ځائ خوښ کړى، هلته به خلق د هغۀ حضور ته راځى او د هغۀ عبادت به کوى. ۶ هلته به خپلې سوزېدونکې نذرانې او نورې قربانۍ، خپله لسمه حِصه او مقدسې نذرانې، خپلې منښتې، خپلې رضاکارانه نذرانې او د خپلو څاروو او ګډو وړومبى پېدا شوى بچى پېش کوئ. ۷ هلته، د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې تاسو او ستاسو خاندان به خوراک کوئ او د هغه هر څيز نه به پوره خوند اخلئ چې تاسو د هغې دپاره محنت کړے وى. ځکه چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک تاسو له برکت درکړے دے. ۸ کله چې هغه وخت راشى، نو تاسو چې داسې کارونه ونۀ کړئ لکه چې دلته يې کوئ. تر اوسه پورې چې تاسو ته څۀ ښۀ ښکارېدل نو هم هغه شان مو کول، ۹ ځکه چې تاسو ته هغه ميراث لا نۀ دے مِلاو شوے چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو له درکوى، چې هلته به تاسو په امن کښې اوسېږئ. ۱۰ کله چې تاسو د اُردن سيند نه واوړئ، نو مالِک خُدائ به هغه مُلک تاسو له په ميراث کښې درکړى. هغه به تاسو د خپلو ټولو دشمنانو نه په حِفاظت کښې وساتى او تاسو به په امن کښې اوسېږئ. ۱۱ مالِک خُدائ به يو ځائ خوښ کړى چرته به چې د هغۀ عبادت کيږى او هلته به تاسو هغۀ له هغه هر څۀ راوړئ چې ما يې حُکم درکړے دے، يعنې خپلې سوزېدونکې نذرانې او خپلې نورې قربانۍ، ستاسو لسمه حِصه او منښتې او هغه خاص نذرانې چې تاسو د مالِک خُدائ سره د هغې وعده کړې وى. ۱۲ د خپلو بچو سره، خپلو نوکرانو او د ليويانو سره چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، هلته د هغۀ په حضور کښې خوشحالى کوئ، ياد لرئ چې د ليويانو به په زمکه کښې هيڅ ميراث نۀ وى. ۱۳ تاسو به خپلې نذرانې هلته نۀ پېش کوئ چې چرته ستاسو خوښه وى، ۱۴ تاسو به خپلې نذرانې صِرف په هغه يو ځائ کښې پېش کوئ چې مالِک خُدائ به يې ستاسو د يوې قبيلې په علاقه کښې خوښ کړى. صِرف هلته به تاسو خپلې سوزېدونکې نذرانې او نور هغه ټول کارونه کوئ چې ما يې تاسو له حُکم درکړے دے. ۱۵ چې چرته تاسو اوسېږئ نو تاسو هلته خپل ځناور حلالولے او خوړلے شئ. مالِک خُدائ چې څومره ډېر درکوى نو هغه خوړلے شئ. تاسو ټول کۀ پاک يئ يا ناپاک، هغه خوړلے شئ، لکه څنګه چې تاسو هوسۍ يا د غرڅۍ غوښه خورئ. ۱۶ خو تاسو به د هغې وينه نۀ څښئ، تاسو به خامخا د هغې وينه لکه د اوبو په زمکه تويَوئ. ۱۷ څۀ چې تاسو مالِک خُدائ ته پېش کوئ د هغې نه به هيڅ يو څيز په هغه ځايونو کښې نۀ شى خوړلے چرته چې تاسو اوسېږئ، نۀ ستاسو د غلې لسمه حِصه، نۀ خپل مے، نۀ د زيتُونو تېل، نۀ ستاسو د څاروو او ګډو وړومبے پېدا شوے بچے، نۀ د هغه تُحفې نه چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى، نۀ ستاسو رضاکارانه نذرانې او نۀ نورې نذرانې. ۱۸ تاسو او ستاسو بچى به، سره د ستاسو نوکرانو او د ليويانو چې ستاسو په ښارونو کښې اوسيږى، دا نذرانې به صِرف د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې خورئ، صِرف د عبادت په هغه يو ځائ کښې کوم چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوښ کړے وى. او تاسو به هلته په هغه هر څۀ باندې خوشحاله يئ کوم چې تاسو کړى وى. ۱۹ ګورئ، چې تر کومې پورې تاسو په خپل مُلک کښې اوسېږئ نو چې ليويان هم هېر نۀ کړئ. ۲۰ کله چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک ستاسو علاقه لويه کړى، لکه څنګه چې هغۀ وعده کړې ده نو بيا چې کله هم تاسو غواړئ نو هلته غوښه خوړے شئ. ۲۱ د عبادت هغه يو ځائ کۀ ډېر لرې وى، نو بيا چې ستاسو خوښه وى، نو هغه څاروے يا ګډ حلالولے شئ کوم چې مالِک خُدائ درکړے وى او تاسو هغه غوښه په کور کښې خوړلے شئ، لکه څنګه چې ما تاسو ته وئيلى دى. ۲۲ هر څوک چې پاک وى يا ناپاک، نو هغه دا غوښه خوړلے شى، لکه څنګه چې هغه د هوسۍ يا غرڅۍ غوښه خورى. ۲۳ صِرف هغه غوښه مۀ خورئ چې وينه لا په کښې وى، ځکه چې په وينه کښې ژوندون وى، نو تاسو د غوښې سره ژوندون مۀ خورئ. ۲۴ وينه د خوراک دپاره مۀ استعمالوئ، بلکې د اوبو په شان يې په زمکه تويَوئ. ۲۵ کۀ تاسو دا حُکم ومنئ، نو مالِک خُدائ به خوشحاله شى او ستاسو او ستاسو د بچو به هر کار سم وى. ۲۶ خپلې نذرانې او هغه تُحفې چې تاسو يې د مالِک خُدائ سره وعده کړې وى د عبادت هغه يو ځائ ته راوړئ. ۲۷ هلته هغه نذرانې پېش کوئ کومې چې د مالِک خُدائ په قربان‌ګاه باندې پوره سوزولے شى. هغه نذرانې هم پېش کوئ چې تاسو د هغې غوښه خورئ او وينه يې په قربان‌ګاه باندې تويَوئ. ۲۸ په هغه هر څۀ باندې په وفادارۍ سره عمل کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، نو ستاسو او ستاسو د اولاد به د همېشه دپاره هر کار سم وى، ځکه چې تاسو به هغه کار کوئ چې کوم صحيح وى او په کوم باندې چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک خوشحاليږى.

د بُت پرستۍ خِلاف خبردارے

۲۹ مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک به هغه قومونه تباه کړى چې تاسو د هغوئ مُلک ونيسئ، نو تاسو به هغه مُلک قبضه کړئ او هلته به اوسېږئ. ۳۰ پام کوئ چې کله مالِک خُدائ هغه قومونه تباه کړى، نو چې د هغوئ په عبادت او رسمونو کښې راګېر نۀ شئ چې هغه ومنئ، ځکه هغه به ستاسو دپاره يو دام وى. د دې معلومولو کوشش مۀ کوئ چې هغوئ د خپلو معبودانو عبادت څنګه کوى، چې تاسو هم هغه شان عبادت وکړئ. ۳۱ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک عبادت هغه شان مۀ کوئ چې څنګه هغوئ د خپلو معبودانو عبادت کوى، ځکه چې هغوئ د خپلو معبودانو په عبادت کښې ټول هغه حرام کارونه کوى چې مالِک خُدائ ترې نه نفرت کوى. تر دې پورې چې هغوئ په اور کښې خپل بچى هم قربانى کوى. ۳۲ هغه هر څۀ کوئ چې ما يې حُکم درکړے دے، په دې کښې مۀ څۀ کموئ او مۀ څۀ زياتوئ.