۰:۰۰ / ۰:۰۰

د ګردان کِتاب - د تورات شريف پينځم کِتاب

يو کم دېرشم باب

د موآب په مُلک کښې د بنى اِسرائيلو سره د مالِک خُدائ لوظ

۱ دا د هغه لوظ خبرې دى چې مالِک خُدائ موسىٰ ته وفرمائيل چې د موآب په مُلک کښې د بنى اِسرائيلو سره دا لوظ وکړى، دا ټولې خبرې د هغه لوظ نه علاوه وې چې مالِک خُدائ د سينا په غرۀ باندې د هغوئ سره کړې وې. ۲ موسىٰ ټول بنى اِسرائيليان راوغوښتل او ورته يې وفرمائيل، ”تاسو په خپلو سترګو وليدل چې مالِک خُدائ په فِرعون، د هغۀ په ټولو درباريانو او د هغۀ په ټول مُلک باندې څۀ وکړل. ۳ تاسو سختې وباګانې، معجزې او لوئې نښې وليدې چې مالِک خُدائ وکړې. ۴ خو تر نن ورځې پورې مالِک خُدائ تاسو له د پوهېدو دپاره عقل، د ليدلو سترګې او د اورېدو غوږونه نۀ دى درکړى. ۵ څلوېښت کاله په بيابان کښې مالِک خُدائ ستاسو لارښودنه وکړه او ستاسو جامې او څپلۍ هيڅکله نۀ دى زَړې شوې. ۶ کۀ څۀ هم چې تاسو سره د خوراک دپاره نه روټۍ او نه د څښلو دپاره درسره مے او شراب وُو، خو مالِک خُدائ ستاسو د ضرورت پوره کولو دپاره تاسو له خوراک درکړو چې تاسو په دې پوهه شئ چې هغه ستاسو خُدائ پاک دے. ۷ او کله چې مونږ دې ځائ ته راغلو، نو د حسبون بادشاه سيحون او د بسن بادشاه عوج زمونږ خِلاف جنګ له راووتل. خو مونږ هغوئ له شکست ورکړو، ۸ د هغوئ مُلک مو ونيولو او دا مونږ د روبين او جاد په قبيلو او د منسى په نيمه قبيله باندې تقسيم کړو. ۹ په وفادارۍ سره د دې لوظ ټول شرطونه ومنئ، نو داسې به تاسو په هر کار کښې کامياب يئ. ۱۰ نن ستاسو ټول سړى، ستاسو مشران او آفسران د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک په حضور کښې ولاړ دى، ۱۱ هم داسې ستاسو ښځې ستاسو بچى، او هغه مسافر چې هغوئ ستاسو سره اوسيږى او لرګى درله پرې کوى او تاسو له اوبۀ راوړى. ۱۲ نن تاسو د هغه لوظ دپاره راغلى يئ چې مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک يې تاسو سره کوى چې هغه د قسم په شان پوخ دے، ۱۳ نو چې تاسو د مالِک خُدائ خلق يئ او هغه ستاسو خُدائ پاک وى، لکه څنګه چې هغۀ تاسو، ستاسو پلار نيکۀ اِبراهيم، اِسحاق او يعقوب سره وعده کړې وه. ۱۴ صِرف تاسو هغه خلق نۀ يئ چې د چا سره مالِک خُدائ دا لوظ کوى. ۱۵ هغه دا لوظ زمونږ ټولو سره کوى کوم چې نن دلته د مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک په مخکښې ولاړ يُو او زمونږ د اولاد سره هم چې هغوئ لا پېدا شوى نۀ دى. ۱۶ ستاسو به ياد وى چې په مِصر کښې ژوند څنګه وو او د نورو قومونو په علاقه کښې د تېرېدو سفر څنګه وو. ۱۷ تاسو د هغوئ مردار بُتان وليدل چې د لرګى، کاڼى، سپينو زرو او سرو زرو نه جوړ وُو. ۱۸ پام کوئ چې يو سړے، ښځه، خاندان او يوه قبيله هم د مالِک خُدائ ستاسو خُدائ پاک نه وانۀ وړى کوم چې نن دلته حاضر يئ چې تاسو د نورو قومونو د معبودانو عبادت وکړئ. دا به د يوې داسې جرړې په شان وى چې يو ترخه او زهرژنه مېوه ترې نه جوړه شى. ۱۹ پام کوئ چې دلته نن هيڅ څوک هم داسې نۀ وى چې هغه د دې لوظ خبرې اورى او خپل ځان له دا تسلى ورکوى چې کۀ هغه د خپل ضدى زړۀ په خوښى پسې هم ځى نو هغه به محفوظ وى، دا به ښۀ او بد دواړه تباه کړى. ۲۰ مالِک خُدائ به داسې سړے نۀ معاف کوى. د مالِک خُدائ سخت قهر او د هغۀ سخت غېرت به د هغۀ خِلاف شى او په دې کِتاب کښې ليکلے شوى ټول لعنتونه به په هغۀ رانازل شى تر دې پورې چې مالِک خُدائ هغه پوره تباه کړى. ۲۱ مالِک خُدائ به هغه د بنى اِسرائيلو ټولو قبيلو په مخکښې د عبرت يوه نمونه جوړه کړى او يوه تباهى به ورباندې راولى هم هغه شان څنګه چې هغه ټول لعنتونه په هغه لوظ کښې شوى دى کوم چې مالِک خُدائ د لارښودنې په دې کِتاب کښې ليکلى دى. ۲۲ په راتلونکى نسلونو کښې ستاسو اولاد او د لرې مُلکونو مسافر به هغه تباهى او تکليفونه وګورى چې مالِک خُدائ ستاسو په مُلک باندې راوستلى وى. ۲۳ پټى به شنډ شى، په زېړو ګوګړو او مالګه به پټ شى، هيڅ څۀ به په دې کښې نۀ شى کَرلے، هغه واښۀ قدرې به هم په کښې نۀ کيږى. ستاسو مُلک به د سدوم او عموره، ادمه او ضبوئيم په شان وى، چې مالِک خُدائ تباه کړى وُو په کوم وخت چې هغه سخت په قهر وو. ۲۴ بيا به ټوله دُنيا وائى چې، ”د هغوئ په مُلک يې دا ولې وکړل؟ څۀ وجه وه چې هغه دومره سخت په قهر وو؟“ ۲۵ نو د هغې جواب به دا وى چې، ”د مِصر نه راويستلو په وخت چې خُدائ پاک د هغوئ پلار نيکۀ کوم لوظ کړے وو، نو د مالِک خُدائ خلقو هغه مات کړے دے. ۲۶ هغوئ د هغه معبودانو عبادت وکړو چې مخکښې يې هيڅکله نۀ وو کړے، د هغه معبودانو چې مالِک خُدائ د هغوئ د عبادت نه منع کړى وُو. ۲۷ نو مالِک خُدائ خپلو خلقو ته په قهر شو او د هغوئ په مُلک يې هغه ټول لعنتونه راوستل چې په دې کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۲۸ مالِک خُدائ سخت په قهر شو او د خپل لوئ قهر په وجه يې د هغوئ د مُلک نه راوويستل او يو پردى مُلک ته يې وشړل او هغوئ تر نن ورځ پورې هلته دى.“ ۲۹ داسې څۀ خبرې شته دے چې مالِک خُدائ زمونږ خُدائ پاک هغه په راز کښې ساتلى دى او څۀ يې زمونږ او زمونږ د اولاد دپاره څرګندې کړې دى د دې دپاره چې مونږ د هغۀ د قانون ټولې خبرې همېشه ومنو.