۰:۰۰ / ۰:۰۰

د معلِم کِتاب

اوؤم باب

د ژوند حِکمت

۱ نېک نامى د قيمتى عطرو نه بهتره ده، او د مرګ ورځ د پېدا کېدو د ورځې نه بهتره ده. ۲ ښۀ دا ده چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې ماتم کيږى نه چې هغه کور ته لاړ شُو چرته چې دعوت وى، ځکه چې ژوندو خلقو له دا خبره په ذهن کښې کښېنول په کار دى چې مرګ زمونږ د ټولو انتظار کوى. ۳ د خندا نه غم ښۀ وى، غمژن مخ د زړۀ د بهترۍ سبب جوړيږى. ۴ هوښيار کس د مرګ په حقله ډېر فکر کوى، خو کم عقل صرف د عېش عشرت په حقله فکر کوى. ۵ ښۀ خبره دا ده چې هوښيار دې ورَټى په ځائ د دې نه چې د کم عقلو خلقو د خوشامندۍ سندرې واورې. ۶ د کم عقل خندا داسې وى لکه چې دېګچى لاندې په اور کښې ازغى ټسيږى. دا شور خو جوړوى خو هيڅ مقصد يې نۀ وى. ۷ ناروا ګټه هوښيارو خلقو نه کم عقل جوړوى، او رشوت اخستل ضمير خرابوى. ۸ د څۀ سر ته رسول د هغې د شروع نه ښۀ وى، او د غرور کولو نه صبر کول ښۀ دى. ۹ خپله غصه په قابو کښې ساته، ځکه چې د کم عقل دماغ د غصې کور وى. ۱۰ هيڅکله داسې مۀ وايه، ”تېر وخت د اوس نه ښۀ وو.“ دا خبره کول عقلمندى نۀ ده. ۱۱ هوښيار جوړېدل ښۀ دى. دا داسې دى لکه چې ميراث واخلى. په دُنيا کښې د هر چا دپاره عقلمند جوړېدل فائده مند دى. ۱۲ عقلمندى به دې د پېسو په شان حِفاظت کوى. او د عقلمندۍ خاص فائده دا ده چې هغه خپل مالِک محفوظ ساتى. ۱۳ د خُدائ پاک په کارونو باندې فکر وکړه، څۀ چې هغۀ کاږۀ جوړ کړى وى نو هغه څوک نېغولے شى؟ ۱۴ په ښۀ حالاتو کښې خوشحاله اوسئ، خو چې کله تکليف راځى، نو ياد ساته چې خوشحالى او تکليف، دواړه خُدائ پاک راولى، او هيچا ته پته نۀ لګى چې سبا به څۀ کيږى. ۱۵ ما په خپل بې‌فائدې ژوند کښې هر څۀ ليدلى دى، يو صادق باوجود د خپل صداقت نه هم تباه شى او يو بدعمله په خپله بدعملۍ کښې اوږد عُمر تېر کړى. ۱۶ د ځان نه ډېر ايمانداره مۀ جوړوه او د ځان نه ډېر هوښيار سړے مۀ جوړوه، ولې ځان تباه کوې؟ ۱۷ خو دې سره د ځان نه ډېر بدعمله يا کم عقل هم مۀ جوړوه، نو په داسې کولو سره ولې خپل ځان د وخت نه مخکښې په چا وژنې؟ ۱۸ ښۀ خبره دا ده چې دا دواړه خبرې هېرې نۀ کړې، ځکه څوک چې د خُدائ پاک نه يريږى، هغوئ به د دواړو خطرو نه بچ پاتې شى. ۱۹ حِکمت هوښيار سړے د ښار د لسو حکمرانانو نه زيات طاقتور جوړوى. ۲۰ په دې دُنيا کښې داسې هيڅ څوک صادق نشته چې هغه همېشه ښۀ کوى او هيڅکله ګناه نۀ کوى. ۲۱ خلق چې څۀ وائى نو هغه هر څيز زړۀ ته مۀ اچوه، ګنې وابه ورې چې ستا نوکر تا پسې کنځل کوى. ۲۲ او تا ته پته ده چې څو څو ځلې تا په خپله نورو خلقو ته کنځلې کړې دى. ۲۳ ما د حِکمت اصُول استعمال کړل چې په دې هر څۀ باندې پوهه شم، خو دا زما دپاره ډېر ګران وُو، ما نۀ شول کولے. ۲۴ هر څۀ چې موجود دى هغه ډېر ژور او زما د پوهې نه بهر دى. څوک په هر څۀ پوهېدلے شى؟ ۲۵ ما کلکه فېصله وکړه چې د حِکمت مطالعه وکړم او د څيزونو په اسبابو باندې پوهه شم، او چې زده کړم چې بدعملى څومره بې‌وقوفتوب دے، او بې‌وقوفتوب څومره پاګلتوب دے.

۲۶ ما ته پته ولګېده چې ګېروونکې ښځه د مرګ د سختۍ نه هم لوئ دام دے. د هغې شوق د دام په شان دے او د هغې غېږه د زنځيرونو په شان ده. کوم سړے چې خُدائ پاک رضا کوى نو هغه به ترې نه خلاص وى، خو ګناهګار به د هغې په جال کښې راګېريږى. ۲۷ معلِم وفرمائيل چې زۀ دې نتيجې ته ورسېدم، کله چې ما په دې موضوع باندې د هر طرف نه غور و فکر وکړو. ۲۸ اګر چې ما بار بار لټون کولو خو ما هغه څۀ پېدا نۀ کړل څۀ چې ما لټول. ما په زرو کسانو کښې يو نېک سړے پېدا کړو، خو يوه نېکه ښځه مې پکښې پېدا نۀ کړه. ۲۹ نو زۀ صرف دې نتيجې ته ورسېدم چې خُدائ پاک انسان پېدا کړے دے چې نېک وى، خو هغه په نورو ډېرو منصوبو پسې ځى.