کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ای اولادونو، د څښتن د پیروانو په توګه د خپل مور او پلار منونکي اوسئ، ځکه چې دا سم کار دی. ۲ دا لومړی حکم دی چې په کې وعده شوې ده: «د خپل مور او پلار عزت کوئ.» او د هغه وعده دا وه: ۳ «نو تاسو به نېکمرغه یئ او په دنیا کې به زیات عمر ولرئ.»
۴ ای پلرونو، تاسو د خپلو اولادونو سره داسې چلند مه کوئ چې هغوی په قهر شي، بلکې د څښتن په طریقه هغوی اصلاح کړئ او روزنه یې وکړئ.
۵ ای غلامانو، په داسې وېره او لړزېدلو سره د زړه د اخلاصه د خپلو دنیاوي بادارانو تابعداري کوئ، لکه څنګه چې د مسیح تابعداري کوئ. ۶ دا تابعداري یوازې د دې دپاره مه کوئ چې کله هغوی تاسو څاري او تاسو هغوی خوشحاله کوئ، بلکې د مسیح د غلامانو په توګه د زړه له کومي د خدای رضا پوره کوئ. ۷ په شوق سره خدمت کوئ، داسې لکه چې د څښتن خدمت کوئ، نه د انسان. ۸ ځکه تاسو پوهېږئ چې څښتن هر یو ته د ښو کارونو له مخې اجر ورکوي، که هغه غلام وي یا ازاد.
۹ ای بادارانو، تاسو هم د خپلو غلامانو سره همداسې چلند کوئ. ګواښونه پرېږدئ. یاد ساتئ چې تاسو دواړه په اسمان کې یو بادار لرئ او هغه د هېچا طرفداري نه کوي.
۱۰ اخر دا چې په څښتن او د هغه په لوی قدرت کې قوي اوسئ. ۱۱ د خدای هغه کاملې زغرې واغوندئ چې تاسو ته یې تیارې کړې دي، ترڅو وکولای شئ د شیطان د دسیسو په وړاندې ټینګ ودرېږئ. ۱۲ ځکه چې زمونږ جنګ د انسان سره نه دی، بلکې د حاکمانو، د واک د خاوندانو، د دې تیارې دنیا د واکمنو قدرتونو او په اسماني ځایونو کې د بدو روحاني قوتونو په خلاف دی. ۱۳ له همدې امله تاسو د خدای کاملې زغرې واغوندئ، ترڅو وکولای شئ په هغه بده ورځ د دښمن په وړاندې کلک ودرېږئ او د جنګ تر پایه ټینګ پاتې شئ.
۱۴ نو بیا ټینګ ودرېږئ او د حقیقت پټۍ د ملا نه وتړئ او د عدالت زغره واغوندئ. ۱۵ خپل بوټان د سولې او سلامتۍ د زېري د خپرولو دپاره په پښو کړئ ۱۶ او د دې ټولو سره د ایمان سپر راواخلئ، ترڅو د هغه په وسیله وکولای شئ چې د شیطان اور لرونکي غشي تباه کړئ. ۱۷ د خلاصون هغه د زغرو خولۍ او د روح القدس توره چې د خدای کلام دی، راواخلئ. ۱۸ هر وخت د روح القدس په لارښوونه دعا او زارۍ کوئ. د همدې دپاره بېداره اوسئ او تل د خدای د ټولو خلکو دپاره دعا کوئ. ۱۹ زما دپاره هم دعا وکړئ چې کله زه خبرې کوم، ماته خدای د وینا توان راکړي او وکولای شم په زړورتیا سره د زېري پټ راز اعلان کړم. ۲۰ ځکه چې د همدې زېري په خاطر په زنځیرونو تړل شوی استازی یم، نو دعا کوئ لکه څنګه چې لازمه ده هغه په زړورتیا سره اعلان کړم.
۲۱ تیخیکاس چې زمونږ ګران ورور او د څښتن وفادار خدمتګار دی، هغه به تاسو ته هرڅه ووایي، ترڅو تاسو پوه شئ چې زه څنګه یم او څه کوم. ۲۲ ما هغه تاسو ته د دې مقصد دپاره درولېږه چې تاسو زمونږ د حال او احوال نه خبر کړي او ستاسو زړونو ته ډاډګېرنه درکړي. ۲۳ پلار خدای او څښتن عیسی مسیح دې ټولو خویندو او ورونو ته سلامتي او د ایمان سره مینه ورکړي. ۲۴ د خدای فضل دې وي په هغو ټولو چې زمونږ د څښتن عیسی مسیح سره نهختمېدونکې مینه لري.