۰:۰۰ / ۰:۰۰
فصل بعدی

د اِستَر کِتاب

لسم باب

د اخسويرس او مردکى شان او شوکت

۱ اخسويرس بادشاه د خپلې بادشاهۍ نه د سمندر د غاړې پورې محصُول اخستلو. ۲ هغۀ چې کوم لوئ او عجيبه کارونه کړى وُو او هم داسې هغه ټوله قيصه چې هغۀ مردکى له د اوچتې عُهدې ترقى څنګه ورکړه، دا د فارس او مادى د بادشاهانو د تاريخ په کِتاب کښې ليکلے شوى دى. ۳ مردکى يهودى په عهده کښې په بادشاه پسې دوېم کس وو. د خپلو يهوديانو هغه ډېر خوښ وو او ډېر عزتمند وو. هغۀ د خپلو خلقو د فائدې دپاره او د ټولو يهوديانو د ګټې دپاره کار کولو.

فصل بعدی