د استر کتاب

اووم فصل

په دار باندې د هامان ځړول

۱ نو پاچا او هامان د ډوډۍ خوړلو دپاره د استر مېلمستیا ته لاړل. ۲ د دوهم ځل دپاره چې هغوی شراب څښل، پاچا بیا پوښتنه وکړه: «ای استر ملکې، ته څه غواړې؟ هغه به درکړل شي. ستا غوښتنه څه ده؟ که ته وغواړې، زه به حتی نیمه امپراتوري هم درکړم.»

۳ استر ملکې په ځواب کې وویل: «ای پاچا! که تاسو په ما باندې مهرباني کوئ او که چېرې ستاسو خوښه وي، نو بیا زما ژوند وژغورئ. دا زما غوښتنه ده. او زما د قوم ژوند هم وژغورئ. دا زما هیله ده. ۴ ځکه چې زه او زما قوم په بې رحمۍ سره د وژلو دپاره خرڅ شوي یو. که چېرې یوازې د غلامانو او وینځو په شان خرڅ شوي وای، نو زه به غلې پاتې شوې وای او په دې هکله به مې تاسو نه په تکلیف کولئ. خو مونږ د وژلو او نابودۍ سره مخامخ یو!»

۵ خشایار شاه د استر ملکې نه پوښتنه وکړه: «هغه څوک دی؟ هغه سړی چېرته دی چې د داسې کار جرات لري؟»

۶ استر ځواب ورکړ: «زمونږ دښمن او زمونږ ځوروونکی همدا بد سړی هامان دی!»

په دې وخت کې هامان د پاچا او ملکې نه ډېر ووېرېد. ۷ پاچا په ډېر قهر سره د مېلمستیا نه پاڅېد او د ماڼۍ باغ ته لاړ. هامان پوه شو چې پاچا د هغه د اعدامولو اراده کړې ده، نو هغه په کوټې کې پاتې شو چې استر ملکې ته د خپل ژوند په خاطر زارۍ وکړي. ۸ هامان د استر په تخت باندې ځان وغورځاوه چې هغې ته د رحم دپاره زارۍ وکړي. په دې وخت کې پاچا بېرته د مېلمستیا سالون ته راستون شو او هامان یې د استر په تخت باندې ولید. پاچا چیغې کړې: «ایا دا سړی همدلته زما په مخکې زما خپلې ماڼۍ کې ملکه بې عزته کوي؟»

څنګه چې د پاچا د خولې نه دا خبره راووتله، خصیانو د هامان مخ پټ کړ. ۹ په دې وخت کې حربونه چې د پاچا د خصیانو د ډلې څخه ؤ او د هغه خدمت یې کاوه، وویل: «هامان په خپل کور کې د درویشت مترو په لوړوالي یو دار جوړ کړی دی، ترڅو مردخای چې ستاسو اعلیحضرت ژوند یې ژغورلی دی په هغه باندې وځړوي.»

پاچا امر وکړ: «هامان په هغه باندې وځړوئ!»

۱۰ نو هامان په هغه دار باندې چې هغه د مردخای دپاره جوړ کړی ؤ وځړول شو. بیا د پاچا قهر سوړ شو.