۰:۰۰ / ۰:۰۰

د هجرت کتاب

اتلسم فصل

یترون د موسی سره لیدنه کتنه کوي

۱ یترون د مدیان کاهن او د موسی خسر واورېدل چې خدای د موسی او د اسراییلو د خلکو دپاره کوم کارونه کړي وو او څنګه یې هغوی له مصر څخه راوویستل. ۲ څه موده مخکې موسی خپله ښځه صفوره او خپل دوه زامن لېږلي وو چې د هغه د خسر یترون سره واوسیږي. ۳ د موسی د لومړني زوی نوم جرشون ؤ، ځکه کله چې هغه هلک پیدا شو، نو موسی ویلي وو: «زه په پردۍ خاوره کې مسافر یم.» ۴ هغه وویل: «زما د پلار خدای زما سره مرسته وکړه او زه یې له دې څخه وژغورلم چې فرعون مې ووژني» نو په دې خاطر یې د بل زوی نوم الیعازر کېښود. ۵ یترون د موسی د ښځې او د هغې د دوو زامنو سره هغې دښتې ته راغی چېرته چې موسی سپېڅلي غره ته نژدې خېمه ودرولې وه. ۶ یترون هغه ته دا خبر ورولېږه: «زه ستا خسر یترون ستا د ښځې او دوو زامنو سره تاته درځم.» ۷ نو موسی د هغه مخې ته ورغی او هغه ته یې د درناوي دپاره سر ټیټ کړ او هغه یې ښکل کړ. هغوی د یو بل د صحت پوښتنه وکړه او بیا د موسی خېمې ته ورننوتل. ۸ موسی خپل خسر ته هغه کارونه بیان کړل چې څښتن د اسراییلو د خلاصون په خاطر په فرعون او د مصر په خلکو باندې کړي وو. همدارنګه د هغو ټولو سختیو په هکله یې ورته وویل چې هغوی په لاره کې ورسره مخامخ شوي وو او څښتن هغوی څنګه وژغورل. ۹ یترون د هغه احسان په سبب چې څښتن په اسراییلو باندې کړی ؤ چې هغوی یې له مصریانو څخه وژغورل، خوشحاله شو. ۱۰ هغه وویل: «د څښتن ثنا او صفت دې وي چې تاسو یې د فرعون او د مصریانو څخه وژغورلئ! د څښتن ثنا او صفت دې وي چې خپل قوم یې له غلامۍ څخه وژغوره! ۱۱ اوس زه پوهېږم چې څښتن له نورو ټولو خدایانو څخه لوی دی، ځکه چې هغه اسراییلیان د خپلو مغرورو دښمنانو څخه خلاص کړل.» ۱۲ بیا د موسی خسر یترون سوځېدونکې نذرانه او نورې قربانۍ خدای ته راوړلې او هارون د اسراییلو د ټولو مشرانو سره راغی چې د عبادت په ځای کې د موسی د خسر سره ډوډۍ وخوري.

د قاضیانو ټاکل

(تثنیه ۱: ۹ - ۱۸)

۱۳ بله ورځ موسی په یو ځای کې کښېناست چې د خلکو د دعوې په هکله پرېکړه وکړي او هغه د سهار څخه تر ماښام پورې بوخت ؤ. ۱۴ کله چې یترون هغه ټول کارونه ولیدل چې موسی کول، هغه پوښتنه وکړه: «دا څه دي چې ته یې د خلکو دپاره کوې؟ دا کار ولې په یوازې ځان کوې او خلک د سهار څخه نیولې تر ماښامه پورې درڅخه چاپېر وي، چې ستا سره مشوره وکړي؟» ۱۵ موسی په ځواب کې وویل: «ځکه چې خلک دلته راځي چې په دې پوه شي چې خدای د هغوی څخه څه غواړي چې ویې کړي. ۱۶ کله چې دوه تنه په خپل منځ کې کومه شخړه ولري، هغوی ماته راځي او زه دا پرېکړه کوم چې څوک په حقه دی. بیا هغوی ته د خدای فرمانونه او قوانین بیانوم.»

۱۷ بیا یترون وویل: «ته دا کار په سمې طریقې سره نه کوې. ۱۸ ته به خپل ځان او دا خلک سخت ستړي کړې. دا کار ستا دپاره ډېر سخت دی، ته یوازې دا کار نه شې کولای. ۱۹ اوس ماته غوږ ونیسه چې تاته یوه ښه مشوره درکړم او خدای به ستا سره مل وي. ستا دپاره دا ښه ده چې ته د خدای په حضور کې د قوم استازیتوب وکړې او د هغوی شخړې هغه ته راوړې. ۲۰ هغوی ته د خدای فرمانونه او قوانین ورزده کړه او د ژوند کولو طریقه وروښایه او ورته وښایه چې څه باید وکړي. ۲۱ خو د ټول قوم څخه لایق کسان وټاکه، داسې کسان چې د خدای څخه وېریږي او د اعتبار وړ وي او د رشوت څخه کرکه کوي. هغوی په زر کسیزه، سل کسیزه، پنځوس کسیزه او لس کسیزه ډلو باندې مشران وټاکه. ۲۲ هغوی پرېږده چې په تلپاتې توګه د قاضیانو په توګه د قوم خدمت وکړي. هغوی به سختې دعوې تاته راوړي او د کوچنیو شخړو پرېکړه به په خپله کوي. په دې به ستا کار اسانه او بار به دې سپک شي. ۲۳ که چېرې ته دا کار د خدای د حکم سره سم وکړې، هم به خپله ستړی نه شې او هم به د خلکو شخړې زر حل شي او په خاطر جمعۍ سره به وکولای شي چې خپلو کورونو ته لاړ شي.»

۲۴ موسی د خپل خسر مشوره ومنله ۲۵ او د ټولو اسراییلیانو څخه یې لایقه کسان وټاکل. هغوی یې په زر کسیزه، سل کسیزه، پنځوس کسیزه او لس کسیزه ډلو باندې مشران وټاکل. ۲۶ هغوی به تل د قاضیانو په توګه د خلکو خدمت کاوه. هغوی به سختې دعوې موسی ته راوړلې، خو د ساده دعوو پرېکړه به یې په خپله کوله. ۲۷ بیا موسی خپل خسر یترون رخصت کړ او یترون خپل وطن ته ستون شو.