د هجرت کتاب

نهم فصل

په حیواناتو باندې بلا

۱ بیا څښتن موسی ته وویل: «فرعون ته ورشه او ورته ووایه چې د عبرانیانو څښتن خدای داسې وایي: زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي. ۲ که چېرې ته بیا د هغوی د پرېښودلو څخه انکار وکړې، ۳ نو زه به تاته سزا درکړم او ستا حیوانات یعنې اسونه، خره، اوښان، رمې او پادې به په خطرناکه ناروغۍ باندې اخته کړم. ۴ زه به د اسراییلیانو او مصریانو د حیواناتو ترمنځ فرق وکړم او د اسراییلیانو یو حیوان به هم مړ نه شي. ۵ ما څښتن سبا ورځ د دې کار دپاره ټاکلې ده.»

۶ په راتلونکې ورځ څښتن په خپلې خبرې باندې عمل وکړ. د مصریانو ټول حیوانات مړه شول، خو د اسراییلیانو یو حیوان هم مړ نه شو. ۷ فرعون د دې خبرې د څېړنې دپاره کسان ولېږل او معلومه شوه چې د اسراییلیانو یو حیوان هم مړ شوی نه ؤ. بیاهم د هغه زړه سخت ؤ او د اسراییلو قوم یې تګ ته نه پرېښوده.

د دانو بلا

۸ بیا څښتن موسی او هارون ته وویل: «د تنور څخه یو څو لپې ایرې راواخلئ چې موسی یې د فرعون په مخکې په هوا کې وشیندي. ۹ هغه به د مصر په ټول هېواد کې لکه د دوړې په شان خپرې شي او په هرځای کې به په خلکو او حیواناتو باندې دانې وخېژي چې زخمونه به ورڅخه پیدا شي.» ۱۰ نو هغوی لږه ایره د ځان سره واخیستله او د فرعون په مخکې ودرېدل. موسی هغه په هوا کې وشیندله او له هغې څخه دانې پیدا شوې او په خلکو او حیواناتو باندې یې زخمونه جوړ کړل. ۱۱ جادوګران د موسی په وړاندې نه شول درېدلی، ځکه چې د هغوی بدنونه هم لکه د نورو مصریانو په شان د دانو څخه ډک وو. ۱۲ خو لکه څنګه چې څښتن ویلي وو، هغه د فرعون زړه سخت کړ او فرعون د موسی او هارون خبرو ته غوږ ونه نیوه.

د ږلۍ بلا

۱۳ څښتن موسی ته وویل: «سبا سهار وختي پاڅه او د فرعون سره ووینه او هغه ته ووایه چې د عبرانیانو څښتن خدای داسې وایي: زما قوم پرېږده چې لاړ شي او زما عبادت وکړي. ۱۴ زه به دا ځل یوازې ستا درباریانو او ستا خلکو ته سزا نه ورکوم، بلکې تاته به هم سزا درکړم، ترڅو پوه شې چې په ټوله نړۍ کې زما په شان بل خدای نشته. ۱۵ که چېرې ما ته او ستا قوم په ناروغۍ باندې اخته کړي وای، اوس به تاسو د ځمکې د مخ څخه ورک شوي وای. ۱۶ خو د دې دپاره مې ژوندی ساتلی یې چې تاته خپل قدرت وښایم او زما نوم په ټوله نړۍ کې مشهور شي. ۱۷ بیاهم ته خپل ځان لوړ ګڼې او زما قوم ته د تګ اجازه نه ورکوې. ۱۸ سبا دا وخت به زه داسې سخته ږلۍ ووروم چې هېڅکله د مصر په تاریخ کې نه وي شوې. ۱۹ اوس حکم ورکړه چې ستا ټول حیوانات او هرڅه چې په پټیو کې دي، یو پناه ځای ته راوړي. ځکه هغه خلک او حیوانات چې په پټیو کې دي، په هغوی باندې به ږلۍ ووریږي او ټول به مړه شي.» ۲۰ د فرعون ځینې درباریان د څښتن د دې خبرې څخه ووېرېدل او په چټکۍ سره یې خپل غلامان او حیوانات دننه راوستل. ۲۱ نورو د څښتن خبرداري ته غوږ ونه نیوه او خپل غلامان او حیوانات یې په پټیو کې پرېښودل.

۲۲ بیا څښتن موسی ته وویل: «خپل لاس د اسمان خواته اوږد کړه، نو په ټول مصر، په خلکو، په حیواناتو او هرڅه چې د مصر په ځمکه کې شنه کیږي، په هغوی باندې به ږلۍ ووریږي.» ۲۳ کله چې موسی خپله امسا د اسمان خواته اوږده کړه، څښتن تندر او ږلۍ نازله کړه او برېښنا په ځمکه باندې پړکېدله. ۲۴ ږلۍ وورېدله او برېښنا په دوامداره توګه پړکېدله. دا د مصر په تاریخ کې تر ټولو بد توفان ؤ. ۲۵ په ټول مصر کې هرڅه چې په پټیو کې وو، د ټولو خلکو او حیواناتو سره ږلۍ له منځه یووړل. ږلۍ د پټیو بوټي هم له منځه یووړل او ټولې ونې یې ماتې کړې. ۲۶ یوازې په جوشن کې چې اسراییلیان په کې اوسېدل، ږلۍ ونه ورېدله.

۲۷ فرعون موسی او هارون راوغوښتل او ورته ویې ویل: «دا ځل ګناه زما ده. څښتن په حقه دی او زه او زما قوم ملامت یو. ۲۸ څښتن ته دعا وکړه چې مونږ د دې تندر او ږلۍ څخه تنګ شوي یو. زه به تاسو پرېږدم چې لاړ شئ. تاسو نور مجبور نه یئ چې دلته پاتې شئ.» ۲۹ موسی هغه ته په ځواب کې وویل: «کله چې زه د ښار څخه ووځم، زه به څښتن ته په دعا کې لاسونه پورته کړم. تندر به ودریږي او ږلۍ به نوره ونه وریږي، نو ته به پوه شې چې څښتن د ټولې نړۍ خاوند دی. ۳۰ خو زه پوهېږم چې ته او ستا درباریان لا تر اوسه پورې د څښتن خدای څخه نه وېرېږئ.»

۳۱ د کتان بوټي او اوربشې له منځه لاړل، ځکه چې اوربشې پخې وې او د کتان بوټو غوټۍ کړې وې. ۳۲ خو د غنمو فصلونه له منځه نه وو تللي، ځکه چې هغه وروسته پخیږي.

۳۳ بیا موسی د فرعون څخه لاړ او د ښار څخه ووت. هغه څښتن ته خپل لاسونه پورته کړل او تندر او ږلۍ ودرېدل او په ځمکه باندې نور باران ونه ورېده. ۳۴ کله چې فرعون ولیدل چې باران، ږلۍ او تندر ودرېدل، هغه بیا ګناه وکړه. هغه او درباریانو یې خپل زړونه سخت کړل. ۳۵ نو لکه څنګه چې څښتن د موسی په وسیله ویلي وو، فرعون اسراییلیان پرېنښودل چې لاړ شي.