کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن ماته وویل چې د اسراییلو د دوو پاچاهانو دپاره دا د ویر سندره ووایم:
۲ «څنګه مور دې درلودله؟ هغه وه یوه زمرۍ!
څملاستله د زمریانو منځ کې
هغې کړل لوی خپل بچیان
ځوانو زمریو منځ کې
۳ هغې لوی کړ یو بچی
او د هغه نه جوړ شو یو قوي زمری
او هغه زده کړ د ښکار چل
او خوړل به یې انسانان
۴ واورېدل نورو قومونو د هغه په هکله
هغه یې راګېر کړ په خپلې کنده کې
مصر ته یې بوتلو په چنګکونو
۵ مور یې وویست انتظار هغه دپاره
چې راستون شي
خو امیدونه یې ټول له لاسه ورکړل
بیا هغې لوی کړلو خپل بل بچی
او هغه یې جوړ کړ یو قوي زمری
۶ چې کله ښه لوی شو
نو ګرځېده راګرځېده هغه نورو زمریانو سره
هغه هم زده کړل چې ښکار وکړي او وخوري انسانان
۷ هغه چپه کړې کلاګانې او ښارونه یې وران کړل
چې به کله غړمبېدلو هغه
نو هغه هېواد او ټول خلک به یې وېرېدل له هغه
۸ شول راټول سره قومونه چې جګړه ورسره وکړي
خلک راغلل له شاوخوا ولایتونو څخه
هغوی خپور کړ په هغه باندې خپل جال
او په خپله کنده کې یې راګېر کړ هغه
۹ هغه ته یې واچوله حلقه د اوسپنې
او هغه یې یووړ د بابل پاچا ته
په زندان کې یې بندي کړ هغه
چې بیا وانه ورېدل شي غورېدل د هغه
د اسراییلو په غرونو باندې
۱۰ وه ستا مور د انګورو د تاک په شان
چې کرل شوی د ویالې په غاړه
ځکه چې هلته وې پرېمانه اوبه
هغه تاک ډک ؤ له مېوو او څانګو
۱۱ وې قوي د هغه څانګې
او ورڅخه جوړه شوه شاهي امسا
هغه شو لوړ د نورو ونو څخه
ټولو لیدل چې څومره لوړ دی
او ډک د څانګو څخه
۱۲ خو له بېخه وویستل شو تاک له ډېره قهره
او راګوزار شولو په ځمکه باندې
د ختیځ باد یې کړلې وچې مېوې
قوي څانګه یې شوه وچه او وسوځېدله اور کې
۱۳ تاک کرل شوی اوس په دښته کې
په بېاوبو او وچه ځمکه کې
۱۴ اور لګېدلی په تنه کې د تاک
او سوځولې یې دي څانګې او مېوې د هغه
هېڅ قوي څانګه په هغه کې پاتې شوې نه ده
چې ورنه جوړه شي شاهي امسا»
دا د ویر سندره ده او د ویر په توګه کارول شوې ده.