کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ زمونږ د جلاوطنۍ د یوولسم کال د درېمې میاشتې په لومړۍ ورځ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، د مصر پاچا فرعون او د هغه ټولو خلکو ته ووایه:
‹څومره لوی یې ته!
پرتله کړم تا له چا سره؟
۳ نو آشور ؤ په لبنان کې د سبر د ونې په شان
چې لري داسې ښکلې څانګې چې کوي سیوری
داسې لوړه ونه چې رسي ورېځو ته
۴ لرلې دې ونې پرېمانه اوبه چې شي پرې غټه هغه
او وې ژورې اوبه چې شي پرې لوړه هغه
چې جاري کړل سیندونه هغو ژورو اوبو
د ونې شاوخوا ته
او راوتلې وې ویالې د دې ونې څخه ټولو ونو
د ځنګل ته
۵ ریښو یې لرلې ډېرې اوبه
نو هغه لوړه شوه له ټولو ونو
څانګې یې ډېرې او اوږدې شولې
۶ مرغانو جوړې کړلې ځالې د هغې په څانګو
او زېږول به بچي ټولو وحشي حیواناتو
د هغې د څانګو لاندې
ټول لوی قومونه د نړۍ به اوسېدل
د هغې د سیوري لاندې
۷ څومره ښایسته وه هغه ونه
وه ډېره لوړه او لرلې یې اوږدې څانګې
ځکه ریښې وې ځغلېدلې ښکته ډېرو اوبو ته
۸ د خدای د باغ د سبر یوه ونه هم
پرتله کېدای نه شوه هغې سره
د سروې یوې ونې نه لرلې داسې څانګې
او نه لرلې د چنار ونې داسې څانګې
داسې ښکلې نه وه د خدای د باغ هم یوه ونه
۹ ما ښایسته کړې وه هغه په زیاتو څانګو باندې
بخیلي کوله په باغ عدن کې د خدای
ټولو ونو د هغې سره›
۱۰ نو زه څښتن تعالی د مصر پاچا ته داسې وایم: ‹په دې خاطر چېهغه ونه دومره لوړه شوه چې ورېځو ته رسېدله، نو د خپل لوړوالي له امله مغروره شوه. ۱۱ نو ځکه هغه مې لاندې وغورځوله او هغه مې د نورو قومونو یو واکمن ته تسلیم کړه او هغه ورسره د هغې د بدکارۍ له مخې سخت چلند وکړ. ۱۲ بېرحمه پرديو خلکو هغه ونه ووهله او هغه یې پرېښودله. د هغې ماتې شوې څانګې د دې وطن په هر غره او هرې درې کې پرتې وې. کوم قومونه چې د هغې د سیوري لاندې اوسېدل، نو هغوی هغه پرېښودله او لاړل. ۱۳ ټول مرغان د دې لوېدلې ونې په تنه باندې کښېناستل او ټول وحشي حیوانات د هغې په څانګو باندې ګرځېدل. ۱۴ نو له دې وروسته به هېڅ یوه ونه چې زیاتې اوبه هم ولري، هغه به هېڅکله د دې ونې په شان دومره لوړه نه شي چې ورېځو ته ورسیږي. ځکه هغوی ټول زما د رضا سره سم فناکېدونکي دي او لکه د فاني انسانانو په شان به مري او د مړو دنیا ته به ورځي.›
۱۵ څښتن تعالی داسې وایي: ‹په کومه ورځ چې هغه ونه د مړو دنیا ته لاړه، نو ما د ځمکې لاندې اوبه پټې کړې چې ټوله نړۍ ویر وکړي. په دې خاطر چې هغه ونه مړه شوې ده، نو ما سیندونه ودرول او ما پرېنښودل چې د هغو ډېرې ویالې ورڅخه روانې شي. ما د لبنان په غرونو باندې تیاره راوستله او د ځنګل ټولې ونې مې وچې کړې. ۱۶ کله چې ما هغه لاندې د مړو دنیا ته وروغورځوله، نو ما د هغې د لوېدلو په اواز قومونه له وېرې ولړزول. د عدن ټولې ونې او د لبنان ډېرې ښې ونې چې په اوبو باندې مړې شوې وې او لاندې د مړو دنیا ته تللې وې، هغوی د دې ونې په لوېدلو باندې تسلي وموندله. ۱۷ د سبر د ونې ملاتړ کوونکي چې د قومونو په منځ کې د هغې د سیوري لاندې اوسېدلي وو، هغوی هم ورسره د مړو دنیا ته لاړل. هغوی د هغو خلکو سره چې په جنګ کې وژل شوي وو، یوځای شول.
۱۸ ای فرعونه او ټولو خلکو، تاسو د هغې ونې په شان یئ. د عدن د باغ هېڅ یوه ونه نه شي کولای په عزت او لویۍ کې ستا سره سیالي وکړي. خو اوس به ته د عدن د ونو په شان د مړو دنیا ته وغورځول شې او د بې دینه او هغو خلکو سره به یو ځای کېږې چې په جنګ کې وژل شوي دي. ما څښتن تعالی داسې ویلي دي.›»