کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ څښتن ماته وویل: ۲ «ای فاني انسانه، خپل مخ دې په ادوم کې د سعیر د غره خواته راواړوه او د هغه په ضد نبوت وکړه. ۳ خلکو ته ووایه چې زه څښتن تعالی داسې وایم:
‹ای د سعیر غره، یمه زه ستا په ضد
کړم به زه پورته خپل لاس ستا په ضد
زه به کړم وران او ویجاړ تا
۴ په کنډوالو به زه بدل کړمه ښارونه ستا
کړم به ستا وطن وران او ویجاړ
بیا به پوه شې چې زه څښتن یم
۵ ته د اسراییلو تلپاتې دښمن یې او تا د جنګ په وخت کې د اسراییلو خلک پرېښودل چې ووژل شي یعنې د مصیبت په هغه وخت کې چې د خپلو ګناهونو له امله یې اخرنۍ سزا وليدله. ۶ نو زه څښتن تعالی په خپل ذات باندې قسم خورم چې ستا په قسمت کې به مرګ وي او د هغه نه خلاصېدلی نه شې. تا د وژنې څخه کرکه نه درلودله، نو په دې خاطر باید ووژل شې. ۷ زه به د سعیر غر وران او ویجاړ کړم او هرڅوک چې په هغه کې تګ او راتګ کوي، هغه به ووژنم. ۸ زه به ستا غرونه د مړو څخه ډک کړم او ستا په غونډیو، درو او تنګيو کې به د خلکو هغه مړي پراته وي چې په جنګ کې وژل شوي دي. ۹ زه به تا د تل دپاره وران او ویجاړ کړم او ستا په ښارونو کې به نور هېڅوک ونه اوسیږي. بیا به تاسو د ادوم خلک پوه شئ چې زه څښتن یم.
۱۰ دا وطن زما دی، خو تا وویل چې د یهودا او اسراییلو دواړه قومونه او د هغوی وطنونه ستا دي او ته به هغه ونیسې. ۱۱ نو زه څښتن تعالی په خپل ذات باندې قسم خورم چې زه به تاته د هغه قهر، حسادت او کرکې په خاطر چې زما د قوم سره دې لرله، محاکمه او سزا درکړم. نو بیا به زه خپل ځان اسراییلیانو ته ورښکاره کړم. ۱۲ ته به هم پوه شې چې زه څښتن یم.
ما څښتن ستا هغه د سپکاوۍ نه ډکې خبرې واورېدلې چې ودې ویل چې د اسراییلو غرونه ویجاړ شوي دي او هغه زمونږ خلکو ته راکړل شوي دي چې زمونږ شي. ۱۳ ما ستا هغه ډېرې خبرې او لافې چې زما په ضد دې کړې دي، اورېدلې دي.›»
۱۴ څښتن تعالی داسې وایي: «زه به تا داسې وران او ویجاړ کړم چې ټوله نړۍ درباندې خوشحاله شي. ۱۵ لکه څنګه چې ته د اسراییلو په ورانېدلو باندې چې زما ملکیت دی خوشحاله شوې، نو زه به هم ستاسو سره همداسې چلند وکړم. د سعیر غر او د ادوم ټول وطن به وران او ویجاړ شي. بیا به اسراییلیان پوه شي چې زه څښتن یم.»