کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ بیا هغه سړي زه باندینۍ حوېلۍ ته بوتلم او هغې ودانۍ ته یې راوستلم چې د عبادتځای په شمال کې وه او د هغې ودانۍ او خالي ځای ته مخامخ وه چې د عبادتځای لوېدیځ خواته وه. ۲ د دې ودانۍ اوږدوالی پنځوس متره او سور یې پنځه ویشت متره ؤ او دروازه یې شمال خواته خلاصېدله. ۳ د ودانۍ یوې خواته یوه ساحه وه چې د عبادتځای په خوا کې وه او لس متره سور یې درلود. بله خوا یې د باندینۍ حوېلۍ لارې ته مخامخ وه. ودانۍ په درېو منزلو کې جوړه شوې وه او هر منزل د لاندېني منزل په پرتله شاته ؤ. ۴ د دنننۍ حوېلۍ خواته او د ودانۍ د کوټو په مخکې یوه لاره وه چې سور یې پنځه متره ؤ. د ودانۍ شمال خواته هم یوه لاره وه چې نیم متر پراخه وه او دروازې یې هم شمال خواته خلاصېدلې. ۵ نو د ودانۍ پاسنۍ کوټې د منځنیو او لاندېنیو کوټو نه تنګې وې، ځکه چې هغه شاته جوړې شوې وې. ۶ کوټې په درېو منزلو کې جوړې شوې وې، خو د حوېلیو د ودانیو په شان یې ستنې نه درلودلې. له دې امله پاسنۍ کوټې د لاندېنیو او منځنیو کوټو په پرتله شاته جوړې شوې وې. ۷ په باندینۍ حوېلۍ کې دې ودانۍ ته موازي یو دېوال ؤ او دا د ودانۍ د دېوال نیمایې برخه وه چې اوږدوالی یې پنځه ویشت متره ؤ. ۸ دا دېوال ځکه داسې ؤ چې د باندینۍ حوېلۍ د ودانۍ اوږدوالی پنځه ویشت متره ؤ، سره له دې چې د عبادتځای مخامخ ودانۍ پنځوس متره پراخه وه. ۹-۱۰ د ودانۍ په لومړني منزل کې چېرته چې دېوال پیلېده، یوه داسې دروازه وه چې یو کس کولای شول د باندینۍ حوېلۍ څخه دنننۍ ودانۍ ته ورننوځي. دا دروازه ختیځ خواته خلاصېدله.
جنوب خواته هم لکه د شمال په شان یوه ودانۍ وه چې کوټې په کې وې. دا کوټې هم لوېدیځې ودانۍ ته او د عبادت د ځای شاته یعنې خالي ځای ته مخامخ وې. ۱۱ د دې کوټو په مخ کې یوه لاره وه او دا کوټې د شمال د کوټو په شان وې. د ودانۍ مساحت، نقشې او د وتلو دروازې هم د شمال د کوټو په شان وې. ۱۲ د جنوبي ودانۍ دروازې جنوب خواته خلاصېدلې. ودانۍ ته مخامخ د شمال په شان یو دېوال ؤ چې یوه لاره یې درلودله. د دې لارې په پیل کې داسې یوه دروازه وه چې دې ودانۍ ته د ورننوتلو لاره وه او ختیځ خواته خلاصېدله.
۱۳ هغه سړي بیا ماته وویل: «د شمال او جنوب خواته، د عبادتځای شاته د خالي ځای په مخکې، دا دواړه ودانۍ سپېڅلې دي. په هغو کې هغه کاهنان چې د څښتن حضور ته ورځي، ډېرې سپېڅلې نذرانې خوري. هغوی هلته هغه نذرانې ځای په ځای کوي، لکه د غلو دانو نذرانې، د ګناه دپاره نذرانې او د تاوان دپاره نذرانې، ځکه چې هغه کوټې سپېڅلې دي. ۱۴ کله چې کاهنان د عبادت په ځای کې وي او وغواړي چې باندینۍ حوېلۍ ته لاړ شي، نو هغوی چې د څښتن د خدمت کولو دپاره کوم کالي اغوستي وو، هغه دې په دې کوټو کې پرېږدي، ځکه چې دا کالي سپېڅلي دي. مخکې له دې چې هغوی هغه ځای ته لاړ شي چې نور خلک په کې راټولیږي، نو باید نور کالي واغوندي.»
۱۵ کله چې هغه سړي د عبادتځای دننه اندازه کول سرته ورسول، هغه زه د ختیځې دروازې په لاره دباندې بوتلم او بیا یې شاوخوا ټول ځای اندازه کړ. ۱۶ هغه د اندازه کولو لرګی واخیست او ختیځه خوا یې اندازه کړه او هغه دوه سوه او پنځوس متره وه. ۱۷ بیا هغه شمالي خوا اندازه کړه او هغه دوه سوه او پنځوس متره وه. ۱۸ هغه جنوبي خوا اندازه کړه او هغه دوه سوه او پنځوس متره وه. ۱۹ په پای کې هغه لوېدیځې خوا ته تاو شو او هغه یې اندازه کړه او هغه هم دوه سوه او پنځوس متره وه. ۲۰ نو هغه د څلورو خواوو دېوال اندازه کړ. ګردچاپېره دېوال مربع شکله ؤ او څلور واړه خواو کې هغه دوه سوه او پنځوس متره ؤ. دا دېوال د دې دپاره ؤ چې سپېڅلی ځای د عادي ځای نه بېل کړي.