کپی رایت ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱-۷ «د هېواد شمالي سرحد ختیځ خواته د مدیترانې د بحیرې نه د حتلون، د حمات تر غاښي، د حصرعینان تر ښارګوټي او د دمشق او حمات د پاچاهیو ترمنځ تر سرحده پورې رسیږي. هره قبیله به د ځمکې یوه یوه برخه چې د ختیځ سرحد نه پیلیږي او لوېدیځ خواته د مدیترانې تر بحیرې پورې غزېدلې ده، واخلي چې د شمال نه تر جنوبه پورې به په لاندې ډول وي:
۸ د یهودا د برخې په جنوب کې دې د ځمکې یوه بله برخه وي چې د یو ځانګړي مقصد دپاره بېله کړای شي. هغه دې د شمال نه د جنوب خواته دولس نیم کیلومتره سور ولري او اوږدوالی به یې د ختیځ نه لوېدیځ خواته د قبیلو د برخو سره برابره وي. عبادتځای به د دې ساحې په دننه کې وي.
۹ د دې برخې په منځنۍ ځمکه کې به څښتن ته یوه وقف شوې ځانګړې ساحه وي چې هغه به دولس نیم کیلومتره اوږدوالی او لس کیلومتره سور ولري. ۱۰ کاهنانو ته به په دې سپېڅلې ساحه کې برخه ورکول کیږي. د ختیځ نه لوېدیځ خواته به د هغوی برخه دولس نیم کیلومتره او د شمال نه تر جنوب پورې پنځه کیلومتره وي. د څښتن عبادتځای به د دې ساحې په دننه کې وي. ۱۱ دا سپېڅلې ساحه به د هغو کاهنانو وي چې د صادوق اولاده ده. هغوی په وفادارۍ سره زما خدمت کړی ؤ او هغوی د نورو اسراییلیانو سره په غلطو کارونو کې ملګري نه شول، لکه څنګه چې د لاویانو قبیلې وکړل. ۱۲ نو هغوی ته به د لاویانو د ساحې په څنګ کې یوه ځانګړې ساحه ورکول کیږي او هغه به د ټولو نه زیاته سپېڅلې ساحه وي. ۱۳ لاویان به هم یوه ځانګړې ساحه ولري چې د کاهنانو د ساحې په څنګ کې به وي. دا به هم د ختیځ نه لوېدیځ خواته دولس نیم کیلومتره اوږدوالی او د شمال نه تر جنوب پورې به پنځه کیلومتره سور ولري. ۱۴ کومه ساحه چې څښتن ته وقف کیږي، هغه د ټولو ځمکو نه ډېره ښه ځمکه ده او د دې ځمکې نه به یوه ټوټه هم نه خرڅیږي، نه به بدلیږي او نه به کوم بل چاته لېږدول کیږي. ځکه چې دا ځمکه سپېڅلې ده او د څښتن ده.
۱۵ د ځانګړې ساحې کومه برخه چې پاتې ده، هغه دولس نیم کیلومتره اوږدوالی او دوه نیم کیلومتره سور لري. هغه سپېڅلې نه ده، خو هغه به د عامو خلکو د اړتیا دپاره یعنې د ښار، کورونو او د خالي ځمکو دپاره وي. ښار باید په هغې ساحه کې وي، ۱۶ دا ساحه به د مربع په شکل وي او هره څنډه به یې دوه زره او دوه سوه پنځوس متره وي. ۱۷ د ښار ګردچاپېره هرې خواته به یوسلو پنځه ویشت متره خالي ځمکه وي. ۱۸ نوره ځمکه به په دوو برخو کې د ختیځ او لوېدیځ خواته پنځه کیلومتره اوږدوالی او دوه نیم کیلومتره سور ولري. دا ځمکه به د ښار د کارکوونکو دپاره خواړه برابروي. ۱۹ هغه کارکوونکي چې په ښار کې اوسیږي، هغه که د هرې قبیلې څخه وي، کولای شي چې دا ځمکه وکري. ۲۰ نو د ځمکې ټوله جلا شوې برخه چې په هغې کې سپېڅلې ساحه او ښار شامل دي، هره څنډه به یې دولس نیم کیلومتره مربع وي.
۲۱-۲۲ په سپېڅلې ساحه کې به د څښتن کور، د کاهنانو ځمکه، د لاویانو ځمکه او ښار شامل وي. د سپېڅلې ساحې ختیځ او لوېدیځ خواته ځمکه به د مشر وي. هغه ختیځې خواته د ختیځ سرحد او لوېدیځ خواته د مدیترانې تر بحیرې پورې غزېدلې ده او په شمال کې د یهودا د ځمکې او په جنوب کې د بنیامین د ځمکې سره سرحد لري.
۲۳-۲۷ د دې ځانګړې برخې په جنوب کې به پاتې شوې هرې قبیلې ته د ځمکې یوه یوه برخه ورکول کیږي چې هغه د ختیځ سرحد نه د لوېدیځ خواته د مدیترانې تر بحیرې پورې رسیږي، هغه به د شمال نه تر جنوب پورې په دې ډول سره وي:
۲۸ د جاد د برخې جنوبي سرحد به د تامار نه د لوېدیځ خواته د مریبوتقادش تر چینو پورې او د هغه ځای نه شمال لوېدیځ خواته د مصر د خوړ په اوږدو کې د مدیترانې تر بحیرې پورې ورسیږي.»
۲۹ څښتن تعالی داسې وایي: «په دې ډول به دا ځمکه د اسراییلو په قبیلو باندې د ملکیت په ډول په برخو وېشل کیږي.»
۳۰-۳۴ «ښار به دولس دروازې ولري. د څلور واړو دېوالونو د هر دېوال اوږدوالی به دوه زره او دوه سوه او پنځوس متره وي او په هر دېوال کې به درې دروازې وي، هره دروازه به د یوې قبیلې په نوم یادیږي. د شمالي دېوال دروازې به د روبین، یهودا او لاوي په نومونو، د ختیځ دېوال دروازې به د یوسف، بنیامین او دان په نومونو، په جنوب کې چې کومې دروازې دي، هغه به د شمعون، یساکار او زبولون په نومونو او هغه دروازې چې په لوېدیځ دېوال کې دي، هغه به د جاد، اشیر او نفتالي په نومونو یادیږي. ۳۵ د ښار د څلورو خواو اوږدوالی به نهه کیلومتره وي. د ښار نوم به د دې ورځې نه ورسته دا وي: «څښتن دلته دی!»»