کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ بیا ما واورېدل چې څښتن په لوړ اواز وویل: «ای هغو کسانو چې ښار ته د سزا ورکولو دپاره ټاکل شوي یئ، دلته راشئ او خپلې وژونکې وسلې د ځان سره راوړئ.» ۲ ناڅاپه شپږ تنه د شمالي دروازې نه راښکاره شول، د هر یو په لاس کې وژونکې وسله وه. د هغوی سره یو سړی هم ؤ چې د کتان کالي یې اغوستي وو او د لیکلو سامان یې په ملا پورې تړلی ؤ. هغوی ټول د څښتن کور ته ننوتل او د قربانۍ د برنجي ځای په څنګ کې ودرېدل.
۳ نو د اسراییلو د خدای جلال د هغو اسماني مخلوقاتو څخه چې هلته موجود وو، راپورته شو او د څښتن د کور د دروازې خولې ته روان شو. څښتن هغه سړي ته چې د کتان کالي یې اغوستي وو او د لیکلو سامان یې په ملا پورې تړلی ؤ، ۴ نارې کړې: «د اورشلیم په ټول ښار کې وګرځه او د هغو کسانو په تندي باندې چې په ښار کې د کرکې وړ کارونو په خاطر ویر او ماتم کوي، یوه نښه ولګوه.»
۵ وروسته مې واورېدل چې څښتن هغو نورو شپږو تنو ته داسې وویل: «په ښار کې د هغه پسې ورشئ او خلک ووژنئ، یو هم ژوندی پرېنږدئ او په هېچا باندې رحم مه کوئ. ۶ زاړه، ځوانان، پېغلې، ښځې او ماشومان ووژنئ. خو د چا په تندي چې نښه لګېدلې وي هغه ته کوم زیان ونه رسوئ. دا کار زما له کوره پیل کړئ.» نو هغوی دا کار د هغو مشرانو څخه پیل کړ چې د څښتن د کور په مخکې ولاړ وو.
۷ بیا څښتن هغو شپږو کسانو ته وویل: «زما کور داسې ناپاکه کړئ چې د عبادت وړ نه وي. حوېلۍ د وژل شویو خلکو څخه ډکه کړئ. نو لاړ شئ او دا کار وکړئ!» وروسته هغوی په ښار کې د خلکو په وژلو پیل وکړ.
۸ په داسې حال کې چې د خلکو وژنه روانه وه، نو زه په هغه ځای کې یوازې پاتې شوم. زه په ځمکه باندې پرېوتم او زاري مې وکړه: «ای څښتن تعالی، ایا ته په اورشلیم باندې دومره په قهر یې چې غواړې په اسراییلو کې هرڅوک چې ژوندی پاتې وي، هغه ووژنې؟» ۹ څښتن په ځواب کې وویل: «د اسراییلو او یهودا د قوم ګناهونه بېحده ډېر دي. هېواد یې په وینو رنګ او ښار د بېانصافۍ نه ډک دی. خلک وایي: ‹څښتن مونږ نه ویني، ځکه چې هغه دا هېواد پریښی دی.› ۱۰ خو زه به هغوی ته د مینې په سترګه ونه ګورم او په هغوی باندې به هېڅ رحم ونه کړم. د هغوی د بدو کړنو له امله به هغوی ته سزا ورکړم.»
۱۱ بیا هغه سړی چې د کتان کالي یې اغوستي وو او د لیکلو سامان یې په ملا پورې تړلی ؤ، بېرته راستون شو او څښتن ته یې دا خبر راوړ: «کوم حکم چې تا ماته کړی ؤ، هغه مې سرته ورساوه.»