کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د عزرا کتاب
اووم فصل
اورشلیم ته د عزرا رارسېدل
۱ وروسته له ډېرو کلونو څخه کله چې اردشیر د فارس پاچا ؤ، د عزرا په نوم یو سړی ؤ چې شجره یې تر لوی کاهن هارون پورې رسېدله. د هغه شجره په لاندې ډول وه: عزرا د سرایا زوې ؤ، سرایا د عزریا زوی ؤ، عزریا د حلقیا زوی ؤ، ۲ حلقیا د شلوم زوی ؤ، شلوم د صادوق زوی ؤ، صادوق د اخیطوب زوی ؤ، ۳ اخیطوب د امریا زوی ؤ، امریا د عزریا زوی ؤ، عزریا د مرایوت زوی ؤ، ۴ مرایوت د زرحیا زوی ؤ، زرحیا د عزي زوی ؤ، عزي د بقي زوی ؤ، ۵ بقي د ابیشوع زوی ؤ، ابیشوع د فینحاس زوی ؤ، فینحاس د العازار زوی ؤ او العازار د لوی کاهن هارون زوی ؤ.
۶-۷ عزرا یو دیني عالم ؤ او په تورات باندې چې د اسراییلو څښتن خدای موسی ته ورکړی ؤ، ښه پوهېده. په دې خاطر چې عزرا سره د خپل څښتن خدای برکت ؤ، نو هر څه چې هغه غوښتل، پاچا هغه ته ورکول. د اردشیر د امپراتورۍ په اووم کال عزرا د بابل نه روان شو او د یوې ډلې اسراییلیانو سره چې په هغو کې کاهنانو، لاویانو، د خدای د کور ساز غږوونکو، د خدای د کور ساتونکو او خدمتګارانو ګډون درلود، اورشلیم ته لاړ. ۸-۹ عزرا د لومړۍ میاشتې په لومړۍ ورځ د بابل نه روان شو او د خدای په مرسته د پنځمې میاشتې په لومړۍ ورځ اورشلیم ته راورسېدل. ۱۰ دا مرسته ځکه ورسره وشوه چې عزرا خپل ژوند د څښتن د شریعت زده کړې ته، په هغه باندې عمل کولو او د اسراییلو خلکو ته د شریعت د حکمونو او قوانینو ورزده کولو ته وقف کړی ؤ.
هغه لیک چې ارتخششتا پاچا عزرا ته ورکړ
۱۱ اردشیر پاچا دا لاندېنی لیک عزرا ته چې کاهن او دیني عالم ؤ، ورکړ. ځکه چې هغه په هغو قوانینو او حکمونو باندې ښه پوهېده چې څښتن اسراییلو ته ورکړي وو:
- ۱۲ «د اردشیر، د پاچاهانو پاچا له خوا عزرا کاهن ته چې د اسمانونو د خدای د شریعت عالم دی، سلامونه:
- ۱۳ زه په دې توګه امر کوم چې د اسراییلو هغو ټولو خلکو، د هغوی کاهنانو او لاویانو ته چې زما په ټوله امپراتورۍ کې دي او غواړي چې ستا سره اورشلیم ته لاړ شي، اجازه ورکړل شي. ۱۴ ما د خپلو اووه مشاورانو سره یوځای پرېکړه وکړه چې تا عزرا ولېږم چې په اورشلیم او یهودا کې حالات وڅېړې او وګورې چې ستا د خدای شریعت چې تا ته سپارل شوی دی، څنګه ورڅخه اطاعت کیږي. ۱۵ ته باید د سرو او سپینو زرو هغه نذرانې د ځان سره یوسې چې زه او زما مشاوران غواړو هغه د اسراییلو خدای ته چې کور یې په اورشلیم کې دی، ورکړو. ۱۶ ته باید هغه سپین او سره زر چې د بابل د ټول ولایت څخه یې راټولوې او هغه نذرانې چې د اسراییلو خلک او کاهنان یې په خپله خوښه اورشلیم کې د خپل خدای کور ته ورکوي، هم یوسې.
- ۱۷ ته باید دا پیسې په ډېر پام سره ولګوې او په هغو باندې غویان، پسونه، وري، غلې دانې او شراب واخلې او هغه په اورشلیم کې ستاسو د خدای د کور د قربانۍ په ځای باندې قرباني کړې. ۱۸ هر څه چې تا ته او ستا ملګرو ته ښه ښکاري د هغو دپاره د پاتې سپینو او سرو زرو څخه د خپل خدای د رضا سره سم ولګوئ. ۱۹ هغه لوښي چې تا ته ستا د خدای د کور په کارونو کې د کارولو دپاره درکړل شوي دي، هغه ټول د اورشلیم خدای ته وړاندې کړه. ۲۰ ستا د خدای د کور دپاره هر شي ته چې اړتیا وي، ته کولای شې چې د شاهي خزانې څخه یې واخلې.
- ۲۱ زه اردشیر د فرات د سیند د لوېدیځې خوا سیمې ټولو خزانهدارانو ته امر کوم چې هر څه چې کاهن او د اسمانونو د خدای د شریعت عالم عزرا یې ستاسو څخه غواړي، هغه ورته زر تیار کړئ. ۲۲ هغه ته تر درې زره او څلور سوه کیلوګرامو پورې سپین زر، لس ټنه غنم، دوه زره لیتره شراب، دوه زره لیتره د زیتونو تېل او هرڅومره مالګې ته چې اړتیا ولري، ورکړئ. ۲۳ هر څه چې د اسمانونو خدای یې د خپل کور دپاره غواړي باید هغه ورته په احتیاط سره تیار کړئ. هغه کار ونه کړئ چې څښتن په ما او په هغو پاچاهانو باندې چې زما څخه وروسته راځي، په قهر شي. ۲۴ تاسو ته اجازه نشته چې د کاهنانو، لاویانو، سندرغاړو، ساتونکو، خدمتګارانو او هغو نورو کارګرانو څخه چې د خدای د دې کور پورې تړاو لري باج او مالیه راټوله کړئ.
- ۲۵ ای ښاغلیه عزرا! د هغه حکمت له مخې چې خدای تا ته درکړی دی، مدیران او قاضیان وټاکه چې په هغو خلکو باندې حکومت وکړي چې د فرات د سیند په لوېدیځې خوا کې دي او ستاسو د خدای د حکمونو لاندې خپل ژوند تېروي. هغه څوک چې په هغو حکمونو باندې نه پوهیږي باید هغوی ته یې ورزده کړئ. ۲۶ که چېرې څوک ستاسو د خدای د قوانینو یا د پاچا د قوانینو څخه سرغړونه وکړي، هغوی ته باید ډېر زر سزا ورکړل شي. یا دې هغوی ووژل شي، یا دې د وطن څخه وشړل شي، یا دې د هغوی شتمني ورڅخه واخیستل شي او یا دې بندي شي.»
عزرا او د خدای ستاینه
۲۷ عزرا وویل: «زمونږ د نیکونو څښتن خدای ته دې ثنا وي! هغه پاچا دې ته راضي کړ چې په دې ډول په اورشلیم کې د څښتن د کور عزت او درنښت وکړي. ۲۸ څښتن په ما باندې پاچا، د هغه مشاوران او لوړرتبه درباریان مهربانه کړل. زما څښتن خدای ما ته دا توان راکړ ترڅو وکولای شم د اسراییلو د قوم مشران راټول کړم چې زما سره بېرته اورشلیم ته راشي.»